1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مراکش: د دوو سکانديناوي ښځو په قتل تورن کس اعتراف وکړ

۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعه

په هغه محاکمه کې چې د يوه ممکن اسلامپال انګيزه لرونکي قتل پر سر په مراکش کې ده، د تورنو کسانو له ډلې يوه يې پر خپل جرم اعتراف کړی دی. دغه خبره يوې مراکشۍ رسنۍ کړې ده.

Marokko Rabat - Marokkanischem Recht straft Selbstmordattentäter vor Gericht
انځور: DW/A. Laaraibi

د مراکش (2M) تلويزيوني چېنل د پنجشنبې په ماښام راپور ورکړ چې متهم کس پر اعتراف سربېره محکمې ته دا هم ويلي دي چې هغه د خپل عمل په خاطر د تاسف احساس کوي.
پر دغه متهم سړي باندې تور دی چې تېر کال يې له درو نورو عاملينو سره يو ځای له ناروې او سويډن څخه مراکش ته ورغلې دوې ځواني ښځې په ډېره بې رحمانه توګه وژلې دي. دغه دواړي سيلانيانې د ډسمبر مياشتې په نيمايي کې د توبقال په ملي پارک کې د مراکش ښار ته څېرمه وژل شوې وې.

د «ځانځاني لېوانو» عمل

د پوليسو په حواله سرونه ورڅخه پرې کړل شوي ول. د دغې قضيې اصلي تورن کسان څلور هغه نارينه دي چې د داعش ترهګرې ډلې ته يې د يوې ويډيو له لارې بيعت کړی وو. څارنوال د پنجشنبې  په ورځ وويل چې دا د «ځانځاني لېوانو» يو عمل وو.
ځانځاني لېوان هغو ترهګرو ته ويل کيږي چې افراطيت ته يې مخه کړې وي او بې له کوم مخکني خبرداري په جرم لاس پورې کوي. ټول ټال ۲۴ کسان بايد اوس په محکمه کې ځواب ووايي چې ۲۳ کسان يې د مراکش دي.
د رسنيو د راپورونو په حواله، پر هغوی باندې د عمدي قتل، په غير قانوني ډول د وسلو ګرځولو او د يوې ترهګرې ډلې د جوړولو تورونه لګول شوي دي. پر يوه هسپانوي سويسي باندې هم دغه عين تور پورې شوی دی چې مدافع وکيلې يې له محکمې څخه غوښتي دي چې د خپل موکل لومړۍ څرګندونې چې پوليسو ته يې کړې وې، له پامه دې وغورځول شي.
د هغې په خبره ورڅخه شوې پوښتنې ګروېږنې د نړيوالو معيارونو پر بنياد نه وې شوې، ځکه د هغې په خبره د تحقيقاتو پرمهال کوم ترجمان ورسره حضور نه درلود. داسې ويل کيږي چې دغه ۲۵ کلن تورن کس د اسلام دين منلی دی. د هغه مور وايي چې نوموړی بې ګناه دی.

مراکش داسې هېواد دی چې ډېر سيلانيان ورته مخه کوي.انځور: picture-alliance/blickwinkel/H. J. Igelmund


DPA/ns/nz

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب