خبري سرچینو د شنبې (د سپټمبر میاشتې ۹ نیټه) ورځې په سهار خبر ورکړ چې د جمعې شپې په وروستۍ برخه کې د دغه هیواد په سویل لویدیځ کې شدیده زلزله رامنځته شوې ده.
رسمي سرچینو تر اوسه پورې د ۲۹۶ کسانو مړينه او د ۱۵۳ تنو ټپي کیدل تائید کړي دي او ویلي يي دي چې کیدای شي د قربانیانو شمیر لوړ شي.
د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې، د زلزلې مرکز د مراکش تاریخي ښار په ۷۲ کیلومترۍ کې او د زلزلې قدرت د ریشتر په مقیاس د ۶،۸ درجې ښودلی دی.
ویل کیږي چې زلزله د سیمه ایز وخت مطابق د شپې په ۱۱ بجې او ۱۱ دقیقو د ځمکې په شاوخوا ۱۸ کیلومتره ژوروالي کې، په داسې سیمه کې چې د اوسیدونکو شمیر یې کم دی رامنځته شوې ده.
د المان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د المان په پوتسدام ښار کې یوې څیړنیزې موسسې د زلزلې شدت له ۷ څخه معمولي کم ښودلی دی چې دا له ۱۹۶۰ م کال راهیسې په مراکش کې تر ټولو شدیده زلزله ده.
د زلزلې مرکز په یوه لیري پرته غریزه سیمه کې قرار لري او د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي دي چې ډیر شمیر ودانۍ یا خو ویجاړې شوي او یا هم ورته زیان اوښتی دی.
عیني شاهدانو سیمه ایزو رسنیو ته ویلي دي چې په پلازمېنې رباط او د کازابلانکا او صویره په ښارونو کې هم د ځمکې لرزه احساس شوې ده.
د مراکش ښار یو شمیر اوسیدونکو ویلي دي چې زلزلې په دې ښار کې هم تاوانونه اړولي دي. د مراکش ښار یو له لرغونو شاهي ښارونو څخه دی چې د یونیسکو نړیوال سازمان د تاریخي آثارو په فهرست کې شامل دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص
په ترکيه او سوريه کې د زلزلې د ناورين انځورونه
د ترکیې او سوریې ترمنځ په سرحدي سيمو کې د سختې زلزلې له کبله په زرونه ودانۍ ويجاړې شوي دي. مرستندويان تر ويجاړيو لاندې په ژوندو پاته شويو پسې لټه کوي. انځورونه ښيي چې وضعيت څومره ډراماتيک دی.
انځور: SERTAC KAYAR/REUTERSد ديارباکير سيمې دا څو پوړيزه ودانۍ له هغو په زرونو ودانيو څخه يوه ده چې د ترکیې او سوریې ترمنځ په سرحدي سيمه کې ۷،۸ درجې سختې زلزلې نړولې ده. زلزله د سيمې پر وخت سهار وختي داسې مهال شوې چې زياتره خلک لا ويده ول.
انځور: Omer Yasin Ergin/AA/picture alliance چارواکو تر اوسه په سوريه او ترکیه کې د تر ۵۰۰۰ ډېرو کسان د مړني خبره کړې. زلزلې همدا راز تقريباً ۲۰ زره کسان زخميان کړي هم دي. په زرونو کورونه هم ويجاړ شوي دي لکه دلته (په انځور کې) د قهرمان مرعش ایالت د ديارباکير په ښار کې چې زياتره اوسيدونکي یې کردان دي.
انځور: Gokhan Cali/AA/picture alliance په سختو شرايطو کې د ژغورنې عمليات
لکه دلته (په انځور کې) په آدانا ښار کې زيات شمیر ژغورونکي او ملکيان د ويجاړې شوې ودانۍ څخه د خلکو په رايستلو بوخت دي. تر دې قوي زلزلې وروسته سيمه نورو ۵۰ زلزلو هم لړزولې. تر ټولو قوي یې دوشنبه غرمه مهال رامنځته شوه چې د ریشتر په مقياس يې کچه ۷،۵ وه.
انځور: IHA/AP Photo/picture allianceد سوریې شمال هم اغیزمن شوی
د سوریې شمالي ايالت ادليب هم اغیزمن شوی دی. د دوشنبې ورځې دې زلزلې چې په څو لسیزو کې تر ټولو زوروره بلل شوې، هغه سیمې اغیزمنې کړي چې د سوریې د کورنۍ جګړې پر وخت یې سخت زيان ليدلی وو. يوې عيني شاهدې دويچه ويله ته وويل چې په حلب کې مرستندويان بې له ماشينونو او ابرازو په ژوندو پاته شويو پسې لټه کوي.
انځور: Ghaith Alsayed/AP Photo/picture allianceپه جګړه کې زيانمن شوي کورونه نړيدلي
په ادليب کې خلک د وارخطايي په حال کې له خپلو کورونو ووتل. لږ وروسته هغه لومړي کورونه ونړيدل چې د جګړې په ترڅ کې د روسیې د هوايي بریدونو له کبله زيانمن شوي ول خو نوي ودان شوي کورونه هم ونړېدل. د سرماده سيمې يوه خبريال دويچه ويله ته وويل چې بشبړې کورنۍ تر ويجاړيو لاندې شوي دي.
انځور: Omar Albam «سپين خولۍ» په مرسته بوخت دي
د سوریې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د «سپين خوليو» په نوم رامنځته شوې مرستندويه ټولنه د سوریې په شمال کې د ياغيانو په سيمه کې د ژغورنې په عملياتو کې برخه اخلي. د يادې ټولنې دغه دوه غړي په زردانا سيمه کې په ژوندو پاتو شويو پسې لټه کوي.
انځور: Ahmad al-Atrash/AFPتاريخي ودانۍ هم سختې زيانمنې شوي
کلتوري خزانو هم په زلزله کې زيان ليدلی دی. د ترکیې په ملطيه سيمه کې د ديارلسمې پيړۍ مشهور جومات هم سخت زيانمن شوی دی. په دې ترڅ کې توپان او واورو د ژغورونکو کار نور هم سخت کړی دی. ترکیې د دوشنبې په ورځ د ناټو له خپلو شریکانو او همدا راز له اروپايي ټولنې څخه د ژغورنې او ژوندي پاتو شويو د راايستلو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
انځور: Volkan Kasik/AA/picture allianceبشپړې سيمې مرستې ته اړتيا لري
ځينو هيوادونو او حتی اوکراين هم د مرستې وړاندیز کړی دی. د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نانسي فيزر خبريالانو ته وويل چې د بيړنيو مرستو زمينه برابره شوې او لومړنۍ مرستې ناورين ځپلو سيمو ته پر لاره دي چې په هغه کې د عاجل سرپناه وسايل او د اوبو رسولو دستګاوې شاملې دي. نوموړې وويل: «موږ باید هېر نه کړو چې هلته د سړې هوا له کبله هم وضعيت ډېر حساس دی.»
انځور: Volkan Kasik/AA/picture allianceد کانتېنرونو په بندر کې د اور لمبې
د ترکیې بندري ښار اسکندرون زلزلې سخت اغیزمن کړی دی. په زرونه کانتينرونه د زلزلو جټکو ولړزول او چپه شول. په ځينو کې یې اور هم ولګيد. تر زلزلې وروسته د ښار فضا لوګيو هم پوښلې وه.
انځور: Serdar Ozsoy/Depo Photos via AP/picture alliance د اسکندرون ښار په روغتون کې چې د دوشنبې ورځې په زلزله کې یې ځیني برخې ویجاړې شوي دي، د ژغورنې عمليات ترسره شول. هلته هم تر ويجاړيو لاندې يو شمير کسان وژغورل شول.
انځور: Umit Bektas/REUTERSد سرې مياشتې کمېټې د دوشنبې په ورځ زيانمنو شويو سيمو ته د مرستو په انتقالولو پېل وکړ. د بغداد (په انځور کې) له يوه پوځي هوايي ډګر څخه په مرستندويه توکو بار يوه الوتکه د سوریې پر لور پرواز ته چمتووالی نیسي.
انځور: Ahmed Saad/REUTERSد نړيوالو له خوا خواخوږي ډېره ده - په شخصي توګه هم خلک هڅه کوي د ناورين ځپلو سره مرسته وکړي. په دنهاک کې د ترکانو دا کلتوري مرکز په ترکيه کې د اغیزمنو شويو له پاره توکي راټولوي.
انځور: Phil Nijhuis/AFP