1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

مردان:‌ مقدساتو ته د سپکاوي په تور یو تن وژل شوی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د يوه سياسي ګوند پلويانو او لاريونوالو مقدساتو ته د سپکاوي په تور د يوې وينا له کبله يو تن ګډونوال په وهلو ډبولو سره وژلی دی. دغه خبره د مردان پوليسو کړې ده چیرته چې دغه پیښه رامنځ ته شوې ده.

Pakistan Lahore Kundgebung gegen Frau wegen Blasphemie
انځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

د پوليسو ځايي افسر اقبال خان وويل چې ۴۰ کلن مولانا نګار عالم، مردان ته څېرمه په سوالډهير کلي ګې د شپې له خوا په يوه لاريون کې ووژل شو. دغه ځای د پېښور په شمال ختيځ د خیبر پښتونخوا په آيالت کې پروت دی. د پاکستان د عدلي او قضايي سيستم په ملاتړ راټولو شوو لاريون کوونکو پر نوموړي دیني عالم تور پورې کړ چې د لاریون په پای کې یې د دعا په ترڅ کې مقدساتو ته يې سپکاوی وکړ.

د پوليسو په خبره «د هغه د دعا ځينې ټکي د يو شمېر لاريون کوونکو له خوا مقدساتو ته سپکاوی وبلل شول، چې پايله کې يې ربړونه او د قهرېدلې ډلې په لاس هغه ووژل وو.»

ښايي دا هم تاسې ته په زړه پورې وي: رپوټ: پاکستان کې د کرکې په نوم جرمونه او د مذهبي سپکاوي تورونه ډېر شوي

عيني شاهدانو وويل چې د پوليسو موظف مرستيال په لاريون کې د سړي د ژغورلو هڅه وکړه او ياد کس يې په يوه دوکان کې بندي کړ، خو قهرېدلې ډلې د دوکان ور مات او په نوموړي باندې يې حمله وکړه. په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېدونکو ويډيوګانو کې ليدل کيږي چې خلک څنګه تورن کس پر ځمکه غورځوي، لغتې ورته بندوي او په کوتکونو يې وهي. زیاته شوې چې یاد سړی ځای په ځای مړ شو.

ښايي دا هم تاسې ته په زړه پورې وي: پاکستان: د پیغمبرۍ دعوه کوونکې ښځه نیول شوې

پوليسو د هغه مړی له ځان سره وړی او وايي چې د پېښې په هکله پلټنه پيل شوې ده. مقدساتو ته د سپکاوي تور په پاکستان کې ډېر وخت لګول کيږي. تېره مياشت يوه پاکستاني پوليس يو چينايي تبعه مقدساتو ته د سپکاوي په تور ونيو او وروسته يې بېرته خوشې کړ. د همدې روان میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې يوې قهرېدلې ډله د پوليسو يوه مرکز ته د لاهور په ښار کې ننوته، يو سړی چې مقدساتو ته په سپکاوي تورن و، د لاریون والو له لوري ووژل شو.

پر همدې موضوع: 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب