مرسي ته ۴۸ ساعته ضربل الاجل ورکړل سو
۱۳۹۲ تیر ۱۱, سهشنبهمظاهره کوونکي د مصر د ولسمشر محمد مرسي، د استعفا غوښتنه کوي. اوس نو پوښتنه دا ده چې د مصر د پوځ له خوا د ټاکل شوي ضرب الاجل په موده کې مرسي له مظاهره کوونکو سره کومې موافقې ته وسیدای شي، که نه.
د مصر د پوځ مشر د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد د دولتي تلویزیون له لارې پر مرسي او د هغه پر حکومت باندې غږ وکړ چې له مظاهره کوونکو سره یوې موافقې ته ورسیږي. مظاهره کوونکو ټینگار کړی دی چې که مرسي له خپلې دندې څخه استعفا و نه کړي نو هغوی به خپل اعتراضاتو ته لا زور ورکړي.
پوځ د مصر په حالاتو کې د ښکېلتيا گواښ کړی دی
د مصر پوځ د دغه هیواد پر حکومت باندي غږ وکړ چې د ۴۸ ساعتونو په موده کې «د خلکو غوښتنې» پوره کړي. که حکومت په دغه ټاکل شوي وخت کې د مظاهره کوونکو غوښتنې پوره نه کړي نو پوځ به «د خپل راتلونکی پلان تدابیر اعلان کړي.» دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د مرسي مخالفینو له پوځ څخه غوښتي ول چې د مصر په چارو کې مداخله وکړي.
د پوځ تر تلویزیوني بیانیې لږ مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د مصر له مظاهره کوونکو او په خاصه توگه د دغه هیواد له حکومت څخه د زغم غوښتنه کړې وه.
اوباما له مصري حکومت څخه وغوښتل چې له خپلو مخالفینو سره خبرې وکړي. خو اوباما په خپلو څرگندونو کې له دې څخه ډډه وکړه چې د ولسمشر مرسي د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.
اوباما دغه راز د مصر په مظاهرو کې له ښځو سره د ناوړه چلند پېښو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «هغو کسانو ته چې د مصر په مظاهرو کې گډون کوي وایم چې پر ښځو باندې برید کولو، د سوله ییزو مظاهرو نښانه نه ده.»
د مصر په حکومت کې اختلافات
د دوشنبې په ورځ یوازي پوځ پر مرسي باندې فشار زیات نه کړ، بلکې د هغه د خپلي کابینې څلورو تنو وزیرانو هم د خپلو استعفاوو په ورکولو سره د دغه هیواد حالات لا پسې حساس کړل.
دغه څلور تنه د مصر د مخابراتو، چاپیریال، حقوقي چارو او توریزم وزیران ول چې د مصر د رسنیو له لارې یې خپلې استعفاوې اعلان کړې.
تر دې مخکې مظاهره کوونکو مصر ته د دغه هیواد په سیمه ییزو وخت د سه شنبې تر ماښام پنځو بجو وخت ورکړی وو چې له خپلې دندې استعفا وکړي. مظاهره کوونکو ویلي ول چې که مرسي په دې موده کې استعفا و نه کړي نو هغه به «د بشپړ ملکي بې اطاعتي یو کمپاین» پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې مرسي ویلي دي هغه به له خپلې دندې استعفا و نه کړي. هغه ټینگار کړی دی چې مظاهرې نه شي کولای د آزادو ټاکنو پایلي بدلې کړي.