مرسي د اسد د محاکمه کیدو د غوښتنې ملاتړ کوي
۱۳۹۱ دی ۱۸, دوشنبهاعلان
د مصر ولسمشر محمد مرسي، له دغې غوښتنې څخه چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد دې د جنگي جرمونو نړیوالې محکمه پر وړاندې ودرول شي، ملاتړ څرگند کړی دی. مرسي له یوې امریکایي تلویزیوني شبکې CNN سره په مرکه کې ویلي دي: «پس له انقلابه» به د سوریې خلک یو آزاد پارلمان او یو منتخب حکومت ولري. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا لازمه ده چې بشارالاسد دې د جنگي جرمونو نړیوالې محکمې پر وړاندې ودرول شي، مرسي وویل: «دا زه نه یم چې دغه څه غواړم، د سوریې خلک هم دغه غواړي. او موږ د سوریې د خلکو ملاتړ کوو.»