د آلمان حکومت د مهاجرو د ادغام په برخه کې د سترو اقتصادي شرکتونه پر فعالیتونو او همکاریو ټینګار کوي او غواړي چې دغه شرکتونه په دې برخه کې لا زیات عملی اقدامونه ترسره کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/W.Kumm
اعلان
صدراعظمه انګیلا مرکل به راتلونکې میاشت په همدې اړه یوې جوړیدونکې غونډه کې د شرکتونو او حکومت د استاځو په شتون کې خبرې وکړي.
د آلمان صدراعظمه انګلا مرګل د راتلونکې میاشت (سپټامبر) په ۱۴مه نیټه، په جوړیدونکې یوه غونډه کې چې د حکومت او سترو اقتصادي شرکتونو استاځي به په کې ګډون ولري د مهاجرو د ادغام پر مسئله وینا کوي. مرکل به په دې برخه کې د دغو شرکتونو لخوا مهاجرو ته د کار په بازار کې د لا زیات سهم د ورکړې په اړه ټینګار وکړي.
آلمانۍ ورځپاڼې «بیلد» په دې اړه د شنبنې ورځ رپوټ کې لیکلي دي چې د آلمان ستر اقتصادی شرکتونه؛ لکه: زیمنس، افونیک، اوپل، آر ډبلیو ای او فولکس واګون د « مونږ ټول په ګډه» تر نوم لاندې په یو عملي اقدام کې سره یوځای کیږي. د راتلونکې میاشت په غونډه کې به د مهاجرو چارو اړوند فعالیتونو په باب هم رپوټونه ورکړل شي.
ټینګار شوی دی چې د کار بازار ته د لا ښه لاسرسي لپاره، د ادغام نوی قانون هم مرسته کوي، کوم چې د روانې (اګست) میاشتې په لمړیو کې پلې شوی دی.
هغه مهاجر چې په عملي توګه یوه روزنیزه دوره کې په زدکړو بوخت وي، په ټوله روزنیزه دوره کې او تر هغې چې کار پيدا کوي، باید لږ تر لږه دوه کاله او وروسته له هغې هم په آلمان کې ورته د پاته کیدو اجازه ورکړل شي.
د کار په بازار کې د مهاجرو لپاره یوه ستره ستونزه د « اولیت پلټنې» قانون وو، چې د هغې له مخې به په کار کې د ګمارلو لمړنی حق آلمانيو او یا د اروپايي اتحاديې د نورو غړو هیوادونو اتباعو ته ورکول کیده. اوس دغه قانون د آلمان په اکثرو ایالتونو کې د درو کلونو لپاره په تعلیق کې راوستل شوی دی.
د دغو ټولو سربیره، د آلمان د صنعت استاځو له دې مخکې ویلي وو، چې د کار په بازار کې د مهاجرو ګډیدل یوه اوږدمهاله پروسه ده.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2015):
آلماني شرکتونه کډوالو ته د کار اسانتیاوې برابروي
ډیر شمیر لوی شرکتونو ځینې پروکرامونه پیل کړي چې د کار په بازار کې مهاجرو ته اسانتیاوې برابرې کړي. په دې انځوریزه خبر کې ووینی چې دا شرکتونه څه کوي او پروګرامونه يې څه ډول دي.
انځور: DW/C. Röder
د کار مارکیټ ته ننوتل
د نړۍ د کیمیاوي موادو تر ټولو لوی شرکت (BASF) غواړي ۵۰ مهاجرو ته د کار رمینه برابره کړي. دا مهاجر به د یو کال لپاره ژبه او مسلکي زدکړې تر لاسه کوي. BASF په المان کې ۵۰ زره کارکوونکي لري.
انځور: picture alliance/Keystone/J. Zick
دایملر یا میرسیدس بینس سره کار
د موټر جوړونې دې شرکت په وروستیو اوونیو کې ۴۰ نوي کارکوونکو ته کار ورکری. په ۱۴ اوونیو کې به مهاجر تولیداتي زدکړې تر لاسه کړي. په لومړیو شپږو اوونیو کې د آلمان فدرالي حکومت دې مهاجرو ته معاش ورکوي او په ورستیو اتو هفتو کې به دایملر شرکت دې کسانو ته معاش او د هغوې د ژبې کورس مصرف ورکوي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Weißbrod
په انترنت کې د وظیفو اعلانونه
د ۲۰۱۵ کال له سپتمبر میاشتې راهیسې دویچ تیلیکام د انترنت له لارې ۷۰ مهاجرو ته کار ورکړی دی. دا شرکت همداراز هوډ لري چې به راتلونکي کال کې ۱۰۰ تنو نورومهاجرو ته هم کار پیدا کړي. دا شرکت په ټول آلمان کې ۱۲۰ زره کارکوونکي لري.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte
د الکترونیکي انجنیري په برخه کې زدکړې
په دویچ بان (Deutsche Bahn) کې مهاجر د زدکړو څخه وروسته کولای شې د انجینیر په توګه دنده تر سره کړي. دا زدکړې په دوه نیمو کلونو کې تر سره کیږي. اوسمهال ۱۵ مهاجر له دویچ بان سره زدکړې کوي او نهه نور کسان به ډیر ژر دا کار پیل کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. May
د آلماني ژبې کورسونه
زیمنس شرکت اوسمهال مهاجرو ته د کار زمینه مساعدوي. زیمنس په المان کې ۱۱۵۰۰۰ کارکوونکي لري.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen
د تکړه مهاجرو له پاره د کار زمینه
په آلمان کې د کمپیوتر له پاره د پرواګرام جوړوني یوه کمپنی ۱۰۰ مهاجرو ته د کار زمینه مساعدوي او یوازي تکړه مهاجرو ته به کار ورکوي. دا شرکت همداراز غواړي د کمپیوتر ساینس او تجارت برخې کې مهاجرو ته د زدکړو زمینه برابره کړي.
انځور: picture-alliance/Sven Simon/B. Lauter
کوچني شرکتونه هم مهاجرو ته دندې برابروي
د لویو شرکتونو سربیره، ډیر شمیر واړه شرکتونه هم هڅه کوي د کډوالو له پاره د کار زمینه برابره کړي تر څو هغوی وکولای شي په اسانه د کار په بازار کې ځان ادغام کړي.