د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل چې د خپل دوبی رخصتی قطع کړه، نن په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې په المان کې د تیرو ورځو تروریستي حملې وغندلی. مرکل د ویرڅبورگ او انزبخ پیښو څخه نوم واخیست او هغه یې «اسلامیتسي ترور» وگاڼه. هغې په المان کې د یو لړ نورو پراخو امنیتي تدابیرو اعلان وکړ او په عین وخت کې هغو کسانو څخه چې آلمان ته پناه راوړي د محافظت ژمنه وکړه.
مرکل د ژورنالیستانو په وړاندی وویل: « دغه حملې ټکان ورکونکې، ظالمانه او د خواشینې وړ دي. د آلمان صدراعظمی یادونه وکړه چې دغو حملو «تمدني تابو مات کړل. دا اعمال په داسې ځایونو کې پیښ شول چې کیدای شوای زمونږ تاسی هر یو هلته وای.» «خبرداری ورکوونکی سيسټم»
انځورونه: د جرمني د انسباخ په موسیقۍ فیستیوال کی بمی چاودنه
د امنیتی چارواکو په حواله د بایرن ایالت په انسباخ کی یوه چاودنه رامنځته سوې چی لږ تر لږ یې ۱۲ کسان ټپیان کړي دي. د بایرن د ایالت داخله وزیر دا خبره له امکانه لیری نه بولی چی نوموړی برید به داسلامپالنی انگیزه ونه لري. انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann د بایرن د داخله وزیر پوآخیم هرمان، په حواله په دغه پیښه کی په خپله ترهگر وژل سوی دی.
انځور: Reuters/M. Rehle د موسیقی په فستیوال کی چاودنه د نورنبرگ د ښار د پولیسو مشر رومان فرتینگر ویلی چی که دغه پیښه د ډیرو انسانانو په منځ کی رامنځته سوې وای نو پرته له شکه به زیات کسان وژل سوي وای.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann دبایرن د ایالت د داخله وزیر په حواله بریدکوونکی د سوریې څخه راغلی ۲۷ کلن مهاجر ؤچی د روانی ناروغۍ له امله تردرملنی لاندی ؤ.
انځور: Reuters/M. Rehle د انسباخ د ښار پوځي مامورینو دا خبره تأیید کړې چی د موسیقۍ په فیستیوال کی د حاضرو کسانو څخه کوم بل څوک وژل سوی نه دی.
انځور: Reuters/M. Rehle د انسباخ په ښار کی چاودنه ددغې چاودنی په نتیجه کی لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان سوي چی د درو تنو حالت د اندیښنې وړ دی.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann د بایرن داخله وزیر یوآخیم هرمان د بایرن د داخله وزیر یوآخیم هرمان په حواله نوموړی کس دوه کاله مخکی آلمان ته راغلی او د پناهندگۍ غوښتنه یې کړې وه خو تیر کال یې غوښتنه رد سوې وه.
انځور: Reuters/M. Rehle د موسیقۍ په فیستیوال کی چاودنه د پولیسو په حواله ددغې پیښې عامل په چاودنه کی وژل سوی دی.
انځور: picture alliance/dpa/D. Karmann د انسباخ په ښار کی هغه میدان چی د موسیقۍ فیستیوال پکښي جوړ سوی ؤ.
انځور: picture alliance/Bildagentur-online/Forkel د انسباخ په موسیقۍ فیستیوال کی بمی چاودنه د انسباخ ښارواله کاردا زایدل، په مطبوعاتی کنفرانس کی
انځور: picture alliance/dpa/D. Karmann څه دپاسه ۲۰۰ تنو د پولیسو مامورینو پس له چاودنی د پیښې په ځای کی خپلی پلټنی پیل کړي دي.
انځور: Reuters/M. Rehle ا نسباخ د بایرن په ایالت کی دنورنبرگ ښارته نژدې یو کوچنی ښار دی چی د ۴۱ زرو په شاوخواکی نفوس لري.
انځور: picture alliance/Bildagentur-online/Forkel په انسباخ کی تر چاودنی وروسته امنیتی وضیعت.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schrader پولیس د بم د څرنگوالي او چاودیدونکي موادوته د مهاجر د لاس رسي په هکله تحقیقات کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann بریدکوونکي د انسباخ په یوه هوټل کی ژوند کاوه.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann د انسباخ د ښار میدان ، یوه ورځ پس له بمی چاودنی
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann د پولیسو په حواله بریدکوونکي پرته له بم څخه نور ی اوسپنیزی ټوټې هم په خپله بسته کی درلودې چی دا خبره ددې ښکارندویی کوی چی هغه د موسیقۍ په فیستیوال کی د ډیرو کسانو د وژل کیدو قصد درلود.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schrader د انسباخ د ښار د ترهگر په اړه پراخی پلټنی رواني دي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann
هغې په عین وخت کې له چارواکو څخه وغوښتل چې د دغو پیښو د روښانه کولو لپاره له هیڅ ډول زیار څخه سپما ونه کړي. مرکل د نورو سر بیره د سازمان شوي تروریزم څخه د خبرتیا تر څنگ د داسی پیښو د مخنیوي لپاره د مخکی له مخکی یو «خبرداری ورکونکی سیستم» د جوړیدو اعلان هم وکړ.
د آلمان صدراعظمې وویل چې د ویورڅبورگ او انزبخ حملې د دوو مهاجرو له خوا تر سره شوي چې هغه یو «هیواد ته په سپکه سترگه وکتل چې دوی ته یې پناه ورکړې وه.» هغې وویل چې دا حملې د مهاجرو مرستندویانو او هغو کسانو ته چې په افتخاري ډول یې د مهاجرو په خدمت کې دي سپکاوي او تمسخر دی او هم «هغو یو زیات شمیر مهاجرو ته سپکاوی دی چې دی هیواد ته یې له جگړو او زورزیاتو څخه پناه راوړی ده.»
د یکشنبې په ماخستن د بایرن د ایالت د انزبخ په ښار کې یو سوریايي مهاجر د موسیًی د یو فیستوال په مخکې په ځانمرگي برید لاس پورې کړ. هغه خپله په دی حمله کې ووژل شوو او ۱۵ انسانان یې ټپیان کړل. لومړني تحقیقات ښيي چې دغه برید هم لکه په ویرڅبورگ کې د جولای د ۱۸ نیټې د حملې په څيراسلامیستي تړاو لري. په ویرڅبورگ کې یو ۱۷ کلن مهاجر چې گمان کیږي له افغانستان څخه وي، د یوه ریل پنځه مسافر په چړې او تبر سره ټپیان کړل. د فدرالي پوځ ګومارل د دغو پیښو په وړاندی د غبرگون په توگه مرکل په آلمان کې د امنیت د ساتنې لپاره د یو نهه فقره یي پلان اعلان وکړ. په دغه پلان کې د ځینو نورو تدابیرو ترڅنگ د مهاجرو د اخراجولو لپاره د موانعو کمول او د غټو تروریستي حملو په صورت کې د آلمان په دننه کې د فدرالي پوځ گمارل شامل دي. صدراعظمی مرکل وویل:«هرچیرې چې یوه خلاء موجوده وي، هلته به مونږ په عمل لاس پورې کړو.»
انځورونه: د آلمان په مونيخ یا مونشن ښار کي وسله وال بريد
په مونشن کي د احتمالي ۳ وسله والو په ډزو کي لږ تر لږه ۷ انسانان وژل سوي دي. د جمعې په ورځ په ماښام د اولمپیا مارکېټ ته نژدې او بيا د هغه دننه ډزو مرګ ژوبله رامنځ ته کړه. د دغه بريد په تړاو انځوريز راپور دلته کتلای سئ: انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk د آلمان د صدراعظمې انګېلا مېرکل په دفتر کي د مونشن د بريد په تړاو بېړنۍ غونډه راوبلل سوه.
انځور: Reuters/dedinac/M. Müller د پوليسو وياند مارکوس دا گلوریا مارتینز د مونشن د بريد په تړاو خبريالانو ته معلومات ورکول.
انځور: picture-alliance/dpa/L. Schulze د خبرونو له مخي لومړۍ ډزي د مونيخ يا مونشن ښار په منځ کي واورېدل سوې..
انځور: Reuters/dedinac/M. Müller د دغه بريد په تړاو په لومړي سر کي د ۶ او وروسته د ۸ انسانانو د وژل کېدو خبرونه ورکول سول.
انځور: Reuters/dedinac/M. Müller پوليسو په لوړ شمېر سره د اولمپيا سر پټي مارکېټ شاوخوا سيمه محاصره کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert د پوليسو د ملاتړ له پاره د بريد په سيمه کي څرخي الوتکي هم ګرځېدلې.
انځور: DW/J. Ospina-Valencia بريدګر د ډزو وروسته و اولمپيا کارکېټ دننه ته په تښتېدلو بريالي سول.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe پوليسو د تښتېدلو بريدګرو د موندلو له پاره و سيمي ته ورتلونکي ټولي لاري بندي کړې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert د مونشن د مرکزي برخي فضا د امبولانسونو، پوليسو د موټرو او څرخي الوتکو شور نيولې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليس د اورګاډو د لويو تمځايونو تر څنګ د ښار نورو حساسو ځايونو ته د امنيت نيونې په مقصد ورسېدل.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليسو د بريد له سيمي څخه د خلکو په خوندي ځايونو ته انتقالولو کي مرسته وکړه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe د بريد شاهدانو په لومړي سر کي وويل چي درې وسله وال يې وليدل.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليسو په لومړي سر کي دغه بريد يو «وسله وال بريد» وباله. خو وروسته يې وويل چي کيدلای سي چي دغه يو «ترهګر بريد» وي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert د جمعې په ورځ د ماښام د شپږو بجو څخه مخکي د مونيخ په مرکز کي ډزي واورېدل سوې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert پوليسو د مونشن له اوسېدونکو وغوښتل چي په خپلو کورونو کي دننه پاته سي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhager د مونيخ دننه د هر ډول عمومي ترانسپورت تګ راتګ بند کړل سو.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhager پوليسو له مځکي او هوا څخه وضعه څارله.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليسو په مونيخ کي له انسانانو وغوښتل چي و بازارونو او ښار نورو برخو ته له تګ څخه دي صرف نظر وکړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Widmann
مرکل د مهاجرو په وړاندي د خپل سياست او تګلاري څخه دفاع وکړه. هغې پر خپلي هغې يو جملې بيا ټينګار وکړ، چي يو کال مخکي يې د مهاجرو د ستونزو د حل په تړاو کړې وه:
« ما یولس میاشتې مخکې داسی نه وه ویلې چې دا یو آسانه کار دی چې مونږ به یې په ضمني توگه تر سره کړای شوو. که داسی وای، نو ما دا جمله هیڅکله نه یادوله. خو زه نن لکه د پخوا په څير باور لرم چې مونږ دا کار کولی شوو، دا یو تاریخي دنده او دا د گلوبلازییشن په زمانه کې رښتیاي هم یوه تاریخی ننگونه ده چې مونږ باید ورته ځواب پیدا کړو. مونږ دا کار سرته رسولای شوو. سر بیره پر دی په تیرو میاشتو کې مونږ ډير څه تر سره کړل.»
مرکل خپله دغه تاریخي جمله د تیر کال د اگست په ۳۱ د دوبي له رخصتي څخه وروسته په خپل کلني مطبوعاتي کنفرانس کې یاده کړی. خو دا چې د مهاجرو دغه ستر بهیر ته په کتو سره دغه ستونزه څرنگه حل کیدای شي، له تیر کال څخه را په دې خوا مرکل تر فشار لاندې راغلی ده. وروستي تروریستي حملو د خلکو په منځ کې امنیتي انديښنې زیاتې کړې. په همدی وجه هغې خپله رخصتي پریښوده او نن یې دغه کلنی کنفرانس دایر کړ.