مرکه ـ «افغان دولت ولي د ماشومانو د ودونو مخه نه سي نيولای؟»
ش.ر.ن.۱۳۹۵ مرداد ۱۰, یکشنبه[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.05.2015):
انځورونه: په افغانستان کي د ډيرو لگښتونو ودونه
له دې سره سره چي افغان حکومت د ودونو په برخه کي مقررات وضع کړي څو له ډېرو لگښتونو مخنيوی وسي؛ خو اوس هم دغه شان ودونه کيږي. په افغانستان کي د ودونو ډېر لگښت د ډېرو ځوانانو د مجرد پاتېدو سبب سوي.
په ودونو کي راغلي مېلمانه خوشحالۍ کوي، خو د زوم له زړه ناخبره دي، چي په څه تکليف سره به ئې دغه پيسې برابري کړي وي. خو هغه زومان نه چي شتمن وي! د افغانستان ځيني ځوانان تر واده وروسته بيا د سفر موزې په پښو کوي او د واده د پور سوي لگښت د پوره کولو له پاره نورو هيوادونو ته د کار له پاره ځي.
په افغانستان کي اوس ودونه په سيالۍ سره کيږي او د ناوي خوا زوم ته ډېر سخت شرطونه وړاندي کوي. په دې برخه کي په گرانو هوټلونو کي ودونه، څو ډوله ډوډۍ، گران بيه کالي او ډېر مېلمانه هغه شرطونه دي چي اوس ئې په افغانستان کي دود موندلی دئ. د ځينو خلکو حتی دوه اولاده هم پيدا سوي وي، خو د واده پور ئې لا نه ئې ورکړی.
په افغانستان کي اوس دغه اصطلاحات ډېر دي، چي وايي «راځي، خوري ئې او هيروي ئې». د دونو تر ټول گران شی د هوټل ډوډۍ ده. په ځينو ودونو کي خو حتی داسي ډوډۍ جوړه سوې وي چي ډېره پاته سي او د خورک څوک ئې نه وي.
د افغانستان د مشرانو جرگې دوې مياشتي دمخه داسي قانون تصويب کړ چي يوه واده ته بايد تر ۴۰۰ زیات کسان خبر نه سي. د ناوي کورنۍ د زوم کورنۍ ته د سختو شرطونو د ايښوولو حق نه لري. هوټلونه اجازه نه لري چي د يوه نفر پر سر تر ۴۰۰ افغانۍ گرانه ډوډۍ برابره کړي. خو بيا هم بايد د يوه واده د ډوډۍ مصرف ۱۶۰ زره افغانۍ کيږي.
د دغه نوي قانون په شپږمه ماده کي راغلي: «د ناوي د کورنۍ هيڅوک حق نه لري چي د واده له پاره د «ډوډۍ» يا جهيزيه پيسې د زوم پر کورنۍ باندي کښېږدي.»
داسي شمتني کورنۍ سته چي د هر څومره گران واده وس ولري، خو هغه کورنۍ چي پيسې نه لري ډېره گرانه ورته تماميږي. په افغانستان کي د واده سالون کرايه ډېره گرانه ده.
په تيرو لسو کلونو کي چي په افغانستان کي د ودونو له پاره کوم هوټلونه جوړ سوي دي په خپل منځ کي ئې ډېره خرابه سيالي پيل سوې ده. اوس په افغانستان کي نه يوازي ودونه، بلکي نور محفلونه هم په هوټلونه کي جوړيږي چي ډېر گران تماميږي.
که څه هم چي په افغانستان کي د ودونو له پاره ډېر هوټلونه جوړ سوي دي، خو د هغو ځوانانو شمېر ډېر لږ دئ، چي ودونه وکړي. اوس په افغانستان کي يو شمېر هغه ځوانان چي پيسې نه لري د خيريه ټولنو له خوا ئې «ډله ييز» ودونه کيږي.