1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

مرګ، ویجاړی، نااميدي: غزه او یو کال جگړه

۱۴۰۳ مهر ۱۷, سه‌شنبه

د حماس له ترهگري برید وروسته سمدستي پر غزه د اسرائیل بریدونه پیل سول. تر هغه یو کال وروسته هلته تقريباً ټول اولس په تېښته کي دی او د جگړې پای لا نه ترسترگو کیږي.

Palästinensische Autonomiegebiete Khan Yunis | Massive Zerstörung nach Rückzug der israelischen Armee
انځور: Ali Jadallah/Anadolu/picture alliance

د دویچه ویلې خبریاله ورده یونس، د وایس مسیج له لاري د غزې له شمالي برخې څخه رپوټ ورکوي: «د اکتوبر پر اومه نېټه د توغنديو د لوږ ږغ له امله راویښ سوو. د دغو توغنديو ږغونه ویروونکي ول، حالت زړه بوږنوونکی وو او موږ هڅه وکړه چي خبرونه واورو چي څه پیښ دي. له دغې ورځي څخه داسي بیره پیل سوه چي تر نن ورځي پوري مو کرارې ته نه پریږدي.»

تیر کال د اسرائیل  پر جنوب باندي د حماس له برید راهیسي د غزې د تراډې د اوسیدونکو له پاره هرڅه بدل سول. تر هغه وخته لا اسرائیل او مصر د حماس تر کنترول لاندي سرحدونه تر سختي څارني لاندي لرله.

اسرائیلي سرتیري د کیبوز له ویجاړیو جسدونه راباسيانځور: Ohad Zwigenberg/AP Photo/picture alliance

د ۲۰۲۳م کال داکتوبر  د اوومې په سهار د حماس په مشرۍ چي د ډېرو هیوادونو له خوا ورته د یوه ترهگري سازمان په سترگه کتل کیږي، وسله والو فلسطیني ډلو په سلونه توغندي د اسرائیل پر جنوب فیر کړل. په عین حال کي بریدکوونکو د غزې د تراډې پر شاوخوا د موانع سیستم مات کړ، د موزیک د یوه فیستیوال پر گډون کوونکو یې یرغل وروړ او نږدې کیبوتس ښار سیمو ته ورننوتل.

د دغه ترهگري برید په نتیجه کي څه ناڅه ۱۲۰۰ کسان چي زیاتره یې ملکیان ول، ووژل سول. شاوخوا ۲۵۰ کسان غزې تراډې ته وتښتول سول. د اسرائیل پوځ په هم هغه ورځ لا د غزې پر تراډې هوايي او د توپ بریدونه او وروسته یې پراخ مځکني عملیات پیل کړل.

میرمن یونس چي هغه وخت یې د غزې ښار په شمال کي پرتې سیمې، شیخ رضوان کي په یوه اوه پوړیز ودانۍ کي ژوند کاوه رپوټ ورکوي: «ما خپله نیژدې ملگرې د جگړې په دریمه ورځ له لاسه ورکړه، د هغې کور په بشپړ ډول بمبارد سو او زما په یاد دي چي څرنگه تر شوک لاندي وم. زما رواني حالت ډیر خراب وو.»

د اسرائیل او حماس ترمنځ جگړې یو کال پوره سوانځور: IDF/Handout/REUTERS

په غزې تراډه کي اوسیدونکو ډېر کړکیچوڼه لیدلي دي. اسرائیل  او حماس چي په ۲۰۰۷م کال کي یې په زورزیاتي سره په غزې تراډه کي له فلسطیني ادارې څخه واک اخیستی وو، تر اوسه پوري یې یو د بل په وړاندي څلور جگړې کړي دي. ډېرو قربانیانو دا فکر نه کاوه چي دغه جگړه به دومره ویجاړوونکې وي او دومره ډېر وخت به دوام وکړي.

په غزه کي د روغتیا وزارت په حواله تر اوسه پوري څه د پاسه ۴۱ زره انسانان په غزې تراډه کي وژل سوي دي. ویل کیږي چي نور ۹۶ زره کسان زخمیان دي او لږ ترلږه ۱۰ زره نور انسانان لا تر ویجاړیو لاندي لادرکه دي.

 

ډیریو کسانو « ژور زیان» لیدلی دی

مېرمن یونس او د هغې درې اولادونه په تیرو دوولسو میاشتو کي مجبوره ول چي نهه ځله خپل مکان بدل کړي. کله چي د اسرائیل پوځ د مځکني عملیاتو تر پيل دمخه د غزې تراډې په شمالي برخه کي اوسېدونکو ته امر وکړ چي جنوب ته وتښتي، یونس له دې کار سره خپل مخالفت وښود.

د غزې شمالي تراډه اوس تقریباً په بشپړ ډول له جنوبي برخې څخه د نیټزاریم د دهلیز یعنی داسرائیل  له خوا نوي سړک په واسطه چي پوځي پوستې لري، جلا سوې ده. د ملگرو ملتونو په حواله له ۲،۲ میلیونو انسانانو څخه ۱،۹ میلیونه له خپلو کورونو څخه شړل سوي دي او اوس د غزې په جنوب کي په کوچنیو کوټو کي اوسیږي. د مرستندویه سازمانونو په حواله هلته ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د بشری مرستو فعال ، امجد شواانځور: privat

امجد شوا، تل د بشري مرستو په سکتور کي فعالیت درلود او د فلسطین د یوه غیر دولتي سازمان مشر دی. هغه هم مجبور سو چي له غزې تراډي وتښتي او اوس یې د دیرالبلاح په ښار کي د بشري مرستو د کارکوونکو له پاره یو«مرکز» جوړ کړی دی. په دغه مرکز کي هغوی کولای سي له انترنت څخه کار واخلي او تر یوه چت لاندي کار وکړي.

د هغه د اټکل له مخي په دیرالبلاح کي یو میلیون انسانان د سرپناهو په لټه کي دي، ډېر یې په خیمو او یا هم له ترپالونو څخه جوړ سوو سرپناه کي اوسیږي، ځینو یې بیا آپارتمانونه پیدا کړي او یا هم له خپلوانو سره ژوند کوي.

شوا وايي چي «ډېرو دغو کسانو رواني ضربې لیدلي دي، هغوی هرڅه له لاسه ورکړي. نیژدې خپلوان یې له لاسه ورکړي. په ډېرو کي عاید او خپل کورونه له لاسه ورکړي.» د شیوا په خبره که څه هم د هغوی کورونه ویجاړ سوي، خو بیا هم ډېر کسان غواړي بیرته د غزې شمال ستانه سي. خو د هغوی بیرته ستنیدل په هغو سیاسي پریکړو پوري اړه لري چي باید د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند  د تړون برخه وي.

له خطرونو ډکه مرسته

شوا، ټینگار کوي چي د بشري مرستو د رسولو کار خطرناک او سخت دی. لږو کسانو خپل ژوند او یا هم د کورنۍ غړي له لاسه نه دي ورکړي او تقریباً ټول له هغه برخلیک سره مخامخ سوي دي چي هغوی باید ورسره مرسته وکړي. د هغه په خبره: «له دغه ډول حالت سره د معاملې او یا هم مقابلې له پاره هیڅ کومه بله لار نسته. ستونزه داده چي د کړکېچ پای نه ترسترگو کیږي.» خو بیا هم شوا، هڅه کوي چي هیله له لاسه ور نه کړي او پرخپل شاوخوا خلکو ته جرأت ورکړي.

امجد شوا په غزه کی له یوه مکتب څخه د لیدو په حال کیانځور: privat

همدارنگه په خپله د هغه له پاره هم د غزې تراډه چي پکښي زیږیدلی او رالوی سوی دی، نور موجودیت نه لري. ډېر ځایونه یې ویجاړسوي دي. د نړیوالو سازمانونو په حواله څه د پاسه ۶۰ سلنه کورونه زیانمن سوي دي. مکتبونه، روغتونونه او دوکانونه په خرابو بدل سوي دي. د ملگرو ملتونو په حواله د غزې پر ټوله تراډه باندي د اسرائیل هوايي او مځکنیو بریدونو څه د پاسه ۴۰ ټنه خاورې او ایرې له ځانه پرې ایښي دي.

شوا، په دې باور دی چي غزې تراډه به له سره ورغول سي، خو مهمه خبره اوسنی وخت دی چي«ډېرو د نړیوالې ټولنې پر مرستو باور له لاسه ورکړی دی. هغه څه چې موږ دلته تجربه کوو هغه هم د دې جګړې د پای ته رسولو او یا لږ تر لږه د ملکي وګړو د ساتنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د پاتې راتلو له امله دي.»

مایوسه او ناهیلې کورنۍ

ریتا ابو سیدو او د هغې کورنۍ دغه ملاتړ نه درلود. د جګړې په لومړيو مياشتو کې د دغې ۲۷ کلنې یوازي لږڅه په یاد دي. هغه اوس له خپلې خور فرح، سره په مصر کي ده. دواړې هلته تر روغتیايي درملنې لاندي دي. هغوی د خپلي کورنۍ یوازینۍ ژوندي پاته سوي کسان دي.

ریتا په قاهره کي د تلفون له لاري دویچه ویلي ته وویل: «دغه برید د اکتوبر پر ۳۱ مه په نیمه شپه کي پیل سو. زه ویښه وم او خپلي خور ته مي وویل چي ښايي مړې سو. د هغې هرڅه په یاد دي. زما یوازي  د خوب په شان په یاد دي.»

په غزه کی د لوږې ناورینانځور: Omar Al-Quataa/AFP

د ابو سیدو مور د هغې دواړې ۱۵ کلنه او ۱۶ کلنه کوچنۍ خویندي او ۱۳ کلن ورور په دغه شپه ووژل سول. ریتا او خور یې چي غزې ته په چکر راغلي وې، سختې ټپیانې سوې او پرته له اسنادو د ال شفا روغتون ته انتقال سوې.

د کورنۍ د دوستانو په مرسته دغو داوړو خویندو وکولای سول په فبرورۍ مياشت کې د رفح له سرحدي لاري له غزې تراډي څخه ووځي او په مصر کي خپله درملنه وکړي. ابو سیدو وايي چي خپل ږغ چي یې د لنډ وخت له پاره له لاسه ورکړی وو، اوس یې بیرته ترلاسه کړی او خور یې تر رواني درملنې لاندي ده. خو دغه غم به چي خپله کورنۍ یې له لاسه ورکړې ده، له هغې سره د ژوند ترپایه ملتیا وکړي.

گ.پ/ن.ز/ تانیا کریمر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل