1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مزار شريف: د روضې تر زرو زياتې سپینې کوترې مړې شوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبه

د بلخ ولایت په مرکز مزار شريف کې د روضې په ساحه کې تر زرو زياتې کوترې مړې شوي دي. د روضې ساتونکو ويلي چې کوترې د کرونا له کبله د مزار د تړل کيدو له وجې د لوږې سره مخ دي.

Afghanistan Islam Tauben um Moschee in Bagdad
انځور: Getty Images/AFP/F. Usyan

په مزار شريف کې د اسلام د څلورم خليفه حضرت علي ته د منسوبې روضې په شنو مرمرو جوړ انگړ به تل د سپينو کوترو ډک وو او مزار ته راتلونکو به دغه کوترو ته دانه اچوله.

خو د کرونا د بحران له کبله چې کله د ټول هېواد په شمول په مزار شريف کې بندیز اعلان شو نو روضه هم د خلکو پر مخ وتړل شوه او تر هغه وروسته د روضې د ساتونکو په حواله دا کوترې اوس د لوږې سره مخ شوي دي.

د روضې کلتوري مسئول قيوم انصاري، په دې اړه وويل: «هر ورځ کابو ۳۰ کوترې مري او موږ یې د روضې دباندې سوځوو. » هغه زياته کړې چې په مجموعي توگه په دې تیرو څو اوونیو کې تر ۱۰۰۰ زياتې کوترې مړې شوي دي.

نوموړي وویل چې څو پيړۍ مخکې د سپينو کوترو جوړې دلته راوړل شوې وې چې هغه بيا زياتې شوې او آن د روضې ځيني زيارت کوونکي هغه مقدسې گڼي. د دې مسجد يوه ساتونکي احمد نويد وويل: «زيارت کوونکو به کوترو ته دانه اچوله خو اوس هیڅوک نه راځي.»

خو سيمه ایزو چارواکو بيا ويلي چې هغوی چمتو وو چې کوترو ته دانه او اوبه ورکړي خو د مسجد منتظمينو د دې کار اجازه ور نه کړه. د بلخ ولایت د والي وياند منیر فرهاد وويل: «موږ به دغه کوترو ته دانه واخلو.»

په مزار شريف کې واقع دغه مسجد په ديارلسمه عيسوي پیړۍ کې د چنگيز خان د پوځ له خوا ويجاړ شوی وو خو بيا وروسته بيرته ورغول شو چې اوس یې ليدو ته هر کال په زرونه مسلمانان ورځي.

انځور: AP

په دې منځ کې په افغانستان کې د کرونا بحران هم ورځ تر بلې پراخيږي. د چارواکو په حواله تر اوسه په رسمي توگه  تر ۲۱ زرو زياتې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي دي خو داسې ويره شته چې په کرونا د ککړو شمير په مراتبو لوړ وي.

چارواکو خبرداری ورکړی چې دغه هېواد له يوه «ناورين» سره مخ دی ځکه روغتونونه د مريضانو له پاره د بسترونو او نورو روغتيايي وسايلو له کمښت سره مخ دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب