د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف امنیت هم افغان ځواکونو ته سپارل کیږي. مزار شریف ښار په نسبي ارامو سیمو کی شمیرل کیږي.
د بلخ ولایت تقریبا 1220000 تنه نفوس لري او 357000 تنه د مزار شریف په ښار کی ژوند کوي. د رسمی ارقامو پر اساس 60.6 فیصده خلک پدغه ولایت کی د بی وزلی د کرښی څخه ښکته ژوند کوي.
د بلخ د والي د ویاند فرهاد بلخي په وینا په حاضر وخت کی په مزار شریف کی امنت ښه دی او د بهرنیو ځواکونو د شتون اړتیا دلته نه لیدل کیږي. د هغه په وینا یواځی په یو څو نا امنه ولسوالیو کی بهرنیو ځواکونو ته اړتیا لیدل کیږي.
بلخي په دغه ولایت کی د امنیتی ځواکونو د شمیر ښودولو څخه ډډه کوي خو وایی چی د ځواکونو شمیر کم دی او ځواکونه لا ډیرو تجهیزاتو ته اړتیا لري. په اوسنی وخت کی د المان، سویډن او فنلنډ ځواکونه د بلخ په ولایت کی د پی آر ټي په چوکاټ کی فعالیت کوي.