مسلمانان د القاعدې مخالف، خو د دوی د امريکايي عسکرو د وتلو هدف سره موافق دي
۱۳۸۷ اسفند ۷, چهارشنبهاعلان
دغه پوښتنې په مصر، پاکستان، اندونزيا، ترکيه، اردن، فلسطين، آزربايجان او نايجريا کې د يو امريکايي پوهنتون په مرستې تر سره شوې دي.
تقريبا ټولو په امريکايي ملکي وګړو باندی بريدونه غندلی دي. او د مذهبي او سياسي هدفونو د ترلاس ته لاوړلو لپاره بمباري او وژنه رد شوی ده.
زيات خلک د دې طرفدار دي، چې اسلامستي ګوندونو ته دې د فعاليت او په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړ شي.
د القاعدې په اړوند د خلکو نظر بيلابيل دی. يوه زياته برخه د القاعدې د دې نظر سره چې، يه اسلامي نړۍ کې د امريکا پاليسي تغير ومومی، د اسلامستي حکومتونو او د اسلامي هويت تقويې، سره موافق دي. حال دا چې دير کم خلک په امريکايانو د حملو طرفدار دي.