1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسلمانان د هاناو تر پيښي وروسته د لا ډیر محافظت غوښتنه کوي

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

د هاناو ظاهرا تر تبعیضي حملې وروسته د جرمني مسلمانانو د لا ډیر محفاظت غوښتنه کړې ده. د مسلمانانو مرکزي شورا او همداشان د همږغۍ شورا ویلي دي چي له اسلام سره دښمني باید د یوه مشکل په توگه وپیژندل او پرضد یې مبارزه وسي.

Zentralrat der Muslime in Deutschland, Vorsitzender Aiman Mazyek
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

دغه خبره د تیري جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۲۱مه نیټه) د مسلمانانو د مرکزي شورأ رئیس، ایمان مازیک په برلین کي د دویچه ویلي سره په مرکه کي وکړه. د هغه په خبره د «هاناو حمله د مسلمانانو او مهاجرینو پر ضد وه. موږ باید اساسي مشکل توضیح کړو او نه یې باید بلي خوا ته ټيله کړو.«

مازیک په مشخص ډول سره د دې غوښتنه وکړه چي د جرمني پارلمان دي د مسلمانانو سره د تبعیض پرضد یو تحقیقاتي کمیسون تعین کړي. هغه همدارنگه غوښتنه وکړه چي هغه ۲۰۰ مسجدونه، چي پخوا پري حملې سوي دي او یا د مشخصو تهدیدونو سره مخامخ دي، پولیس دي یې ساتنه وکړي. خصوصأ د جمعې د لمانځه او یا عامه لمانځنو پروخت.

د مسلمانانو مرکزي شورأ او همدارنگه د مسلمانانو د هماهنگۍ شورا پردې باندي انتقاد کړی دی چي د هاناو تر حملې وروسته که څه هم پر راسیسزم او ښی اړخي افراطیت باندي بحثونه وسول او وغندل سول، خو د دغي واقعې پر اسلام ضد کرکټر باندي ډیري لږ خبري وسوې.

انځور: DW/T. Yildirim

د هاناو د پيښي تقریبأ ټوله ۱۰ وژل سوي قربانیان په آلمان کې زیږیدلي مسلمانان ول. د مسلمانانو د هماهنگۍ د شورأ ویاند، ذکریا التوگ دې ته اشاره وکړه، چي اسلامي اتحادیو ته د ترهگرې ښی اړخي افراطي اېس شبکې له خوا د اسلام دښمانه خطر څخه یوازي درې ورځي دمخه عاجل خبردراری ورکول سوی وو. د هغه په خبره د مسلمانانو پر ضد دقیقاً همدغه ډول حملې، کومي چي د «اس» شبکې له خوا پلان سوي وې، اوس د هاناو د قاتلینو له خوا عملي سوې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب