1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مسلماني د سلو زرو نوو ونو د لګول کېدو لامل سوې ده»

۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبه

د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچي چي نژدې ۱۵ مليونه نفوس لري د هوا د ککړتيا د جدي ستونزي سره مخامخ دی. په دغه ښار کي د کمو ونو او زياتو موټرو ستونزه مخ په زياتېدو ده. خو اوس د ګرينست په نوم پروژې نوي هيلي رامنځ ته کړي دي.

DW's Mukalam Projekt Karachi Pakistan
انځور: DW/W.A. Achakzai

صفدر چيمه د پاکستان د سند ايالت په يوه زراعتي سيمه کي زېږېدلی او هلته يې خپلي لومړۍ زدکړي کړي دي. د چاپيريال ساتنې دغه پنځه څلوېښت کلن فعال د «ګرينيست» په نوم د يوې داسي ټولنيزي پروژې مؤسس دی چي د دوو کالو راهيسي په پاکستان کي د پوهاوي په مرسته خلک دې ته هڅوي چي ونې کښېنوي.

صفدر چيمه د ونو د اهميت په هکله وايي: «ونې له هوا څخه سلفر ديو اکسايد، کاربون مونو آکسايد او يادو ګازونو ته ورته نور زهرجن ګازونه جذبوي او په عيني حال کي حياتي ګاز يعني آکسيجن توليدوي. ونې نه يوازي د يو فلتر په شان له هوا څخه دوړي او ګردونه ټولوي او کموي يې بلکه هغوی د زياتو مرغانو او نورو حيوانانو له پاره غذا هم وړاندي کوي او په دې توګه چاپيريال د ژوند کولو وړ ګرځوي.»

چيمه وايي چي پلار يې بزګر ؤ او له دې کبله دی له ماشومتوب څخه د شنګيا او ونې لرونکو سيمو سره عادي او د هغوی مينه وال ؤ. د هغه په وينا په ښارونو کي د ورځ تر بلې د هوا ککړېدو پديدې دی د ونو د اهميت موضوع ته متوجه کړ او دی يې پر دغه موضوع د کتابونو و لوستلو او د ونو په تړاو د معلوماتو و راټولولو ته وهڅاوه. صفدر چيمه په ټولنيزو رسنيو کي د ونو پر افاديت او ګټو ليکنې کول پېل کړې چي په وينا يې د ټولنيزو رسنيو نورو کارونکو ډېري خوښې کړې. په ټولنيزو رسنيو کي د تماسونو او بحثونو په نتيجه کي صفدر پرېکړه وکړه چي په عملي ډګر کي د ونو د زياتولو له پاره کار وکړي.

صفدر چيمه د خپلې پروژې د پېل په هکله وايي: «د سوشل ميډيا د تماسونو پر اساس ما د ګرينيست په نوم يوه داسي ټولنه جوړه کړه چي مقصد يې د زړو ونو د ساتلو او د نوو ونو د لګولو له پاره د خلکو پوهاوی او هڅونه وي.»

د صفدر چيمه په وينا بېله دې چي دی له دولتي يا کوم غير دولتي سازمان څخه کومه اقتصادي مرسته ترلاسه کړي، دی په دې وتوانېد چي د پاکستان په بيلو سيمو کي داسي کسان ومومي چي په رضاکارانه توګه په خپله سيمه کي د ونو له پاره کار وکړي. هغه په دې تړاو وايي: «موږ په ښار کي په داسي مځکو پسي لټون کوو چي دولتي وي او په نژدې راتلونکي کي ورباندي د تعمير يا ورته ودانيزي پروژې پلان نه وي موجود. بيا موږ په دې تړاو د اړونده ناحيو د ښارواليو سره تماس نيسو او کوښښ کوو چي دغه مځکي چي زيات وختونه په ډيرانونو بدلي سوي وي د رضاکارانو په مرسته پاکي کړو او بيا ورباندي د ونو نيالګي وکرو.»

انځور: DW/W.A. Achakzai

د ونو لګولو له پاره چيمه او ملګري يې د داسو مساجدو، مدرسو او ښوونځيو د مسئولينو سره هم تماسونه نيسي چي داسي ډاګ مځکي لري چي ورباندي ونې نه وي لګول سوي. د چيمه په وينا دوی د مساجدو د ملا امامانو او د مدرسو او ښوونځيو د مسئولينو په مرسته د سيمي خلک دې ته هڅوي چي په اړونده مځکه کي ونې ولګوي او ويې پالي. د هغه په وينا په زياتو پروژو کي د اړونده سيمي ښاروالۍ يا خو دوی ته د ونو د اوبو کولو له پاره د اوبو ځانګړي نلونه ورکوي او يا هم ورسره د ټانکيو په مرسته د اوبو په تنظيم کولو کي مرسته کوي. د هغه په وينا د ونو د اوبه کولو له پاره له زياتو داسو منابعو څخه کار اخيستل کيدلای سي چي لا دمګړی عامې نه دي، لکه د بېلګي په توګه په مساجدو کي د اوداسه تازه کولو وروسته د استعمال سوو اوبو ځېرمه کول او په مرسته يې ونو ته اوبه ورکول او داسي نوري.

صفدر چيمه وايي چي د ونې لګونې زياتي داسي پروژې يې د انټرنټ د تماسونو له لاري رهنمايي کړي دي چي د پاکستان په بيلو سيمو کي عملي کړل سوې او حتی د ده ورتګ ورته حتمي نه ؤ. د ده په وينا صرف د پوهاوي له لاري دی توانېدلی چي په تيرو دوو کالونو کي خلک دې ته وهڅوي چي نژدې سل زره نوي ونې ولګوي. هغه زياتوي:«صرف د پوهاوي له لاري په دې توانېدلي يو چي د پاکستان په بيلو سيمو کي نژدې سل زره نوي ونې ولګول سي. زما په خپل لاس په تيرو دوو کالونو کي نژدې شپږ زره ونې لګول سوي دي.»

د ونو د نسلونو او ډولونو انتخاب

صفدر چيمه وايي چي د لګول کېدلو له پاره د ونو هغه ډولونه او نسلونه انتخابوي چي په اړونده سيمه کي اوږد تاريخ لري او په دې توګه د سيمي د طبيعي آب و هوا سره اشنا وي.

صفدر چيمه د آلمان ږغ دويچه وېله خبريالانو ته په کراچي ښار کي د پوځ ملکيت هغه مځکه وښودله چي پخوا ډاګ ؤ خو اوس ورباندي د نيالګيو د روزلو «نرسري» جوړه سوې ده. په دغه نرسري يا د نيالګيو په روزنتون کي هغه نيالګي روزل کيږي چي په کراچي کي د ګرينست د پروژې په ترڅ کی لګول کيږي. صفدر چيمه په کراچي کي د مخ په ډېرېدونکي نفوس او ورسره مل موټرو مخ په ډېرېدونکي شمېر په هکله وايي چي د ښار هوا يې سخته خرابه کړې ده. د هغه په وينا له دې کبله يې په کراچي کي د زياتو نوو ونو لګولو له پاره يو شمېر سيمي په پام کي نيولي او د اړونده ناحيو د ښارواليو سره په تماس کي دی.

انځور: DW/W.A. Achakzai

دا چي صفدر چيمه څنګه ځايي خلک دې ته هڅوي چي ونې ولګوي او بيا يې پالنه وکړي نو هغه وايي: »که تعليم لرونکي خلک دي او که تعليم نه لرونکي خلک دي، اکثره يې له ديني پلوه دين ته زيات معتقد وي. خو له دوی څخه اکثره په دې يا خو ډېر لږ او يا له سره نه وي خبر چي د اسلام په دين کي چاپيريال ته نه زيان رسول او د چاپيريال ساتل څومره مهم کار دی. موږ د اړونده سيمي د ملا امامانو او پخپله د خلکو سره د تماس نيولو په ترڅ کي هغوی ته پوهاوی ورکوو چي د ونو ساتل او د نوو ونو لګول د چاپيريال او په دې توګه د انساني روغتيا له پاره څومره مهم دي.

صفدر چيمه زياتوي: «په زياته هغه کسانو زموږ سره په رضاکارانه توګه زيات عملي کار کړی دی څوک چي په اسلام کي د ونو د ساتلو په تړاو له اهميت څخه خبر سوي دي. کولای سو چي ووايو چي په اصل کي مسلماني د سلو زرو نوو ونو د لګول کېدو لامل سوې ده.»

د کراچي ښار په لاندهي سيمه کي د عيدګاه ډګر په نوم يو نژدې ۸۸ زره مربع فُټ مځکه چي په ډېران بدله سوې وه، د صفدر چيمه د پروژې په ترڅ کي په يو پارک بدلېدونکې ده. دغه مځکه چي له ډيرانونو څخه اوس د رضاکارانو په مرسته پاکه کړل سوې ده، پکښي د ۶۰۰ ونو لګولو پلان جوړ سوی دی. دغه ميدان ته نژدې اوسېدونکی محمد سواتي وايي: «دغه ميدان د ناروغيو رامنځ ته کوونکو ډېرانونو مرکز ګرځېدلی ؤ. خو موږ اوس ډېر خوشحاله يو چي زموږ ماشومان به په راتلونکي کي دلته د ونو په منځ کي لوبي وکړلای سي. موږ د موټرو له لوګيو زيات په عذاب يو خو اوس مو د راتلونکي له پاره نوي هيلي موندلي دي.»

AWA/NS

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب