مسلمانې میندې به تر ټولو زيات ماشومان وزیږوي
۱۳۹۶ فروردین ۱۹, شنبهمسلمانې میندې به تر ټولو زيات ماشومان وزیږوي
اوسمهال په ټوله نړۍ کې مسیحي میندې تر ټولو ډیر ماشومان زیږوي. خو یوې امریکايي څیړنیزې ادارې «پیو» په خپله یوه تازه څیړنه کې ویلي دي چې په راتلونکو دوو لسیزو کې به مسلمانې میرمنې ډیر بچیان وزیږوي.
مسیحي مورګانې په دویم مقام کې
د امریکايي «پيو» څیړنیز مرکز په حواله، د مسیحیانو د نفوس د کمښت یو دلیل دا دی چې د اروپا په ځینو هیوادونو کې د مرګ د کچې په پرتله د نویو زیږیدونکو ماشومانو شمیر کم دی. د دې خبرې یوه بیلګه د آلمان هیواد دی.
د مسلمانانو د نفوس ډیروالی
د «پیو» د څیړنیز مرکز په رپوټ کې همدا راز راغلي دي چې که چیرته د نړۍ په کچه د نفوس دغه بدلون همدا راز ادامه ولري، نو د روانې پیړۍ تر پایه پورې به له مسیحیانو د مسلمانانو شمیر لوړ شي.
د مسلمانانو او مسیحيانو د نویو زیږیدونکو ماشومانو ترمنځ فرق
د «پیو» څیړنیز مرکز شمیرې همدا راز ښيي چې د ۲۰۵۵ او ۲۰۶۰م کلونو په اوږدو کې د مسیحیانو او مسلمانانو د نویو زیږیدونکو ماشومانو په شمیر کې به ۶۰ لکه فرق ولیدل شي. د دې څیړنې په حواله، په ۲۰۶۰م کال کې به د نړۍ د مسلمانانو نفوس د ټولې نړۍ د نفوس ۳۱ سلنه او مسیحیان به ۳۲ سلنه تشکیل کړي.
تر ټولو ستر مذهبي جوړښت
د «پیو» څیړنیز مرکز د ۲۰۱۵م کال په خپله څیړنه کې ویلي وو چې په راتلونکو لسیزو کې به د مسلمانانو نفوس په چټکی سره ډیر شي او په دې توګه به د ټولې نړۍ ترټولو ستر مذهبي جوړښت وګرځي.
تر ټولو ډیر ماشومان
د ۲۰۱۰م کال نه تر ۲۰۱۵م کال پورې په ټوله نړۍ کې د نویو زیږول شوو ماشومانو له جملې څخه ۳۱ سلنه یې په مسلمانو کورنیو کې دنیا ته راغلي دي. دوه کاله مخکې د همدې ادارې په یوه رپوټ کې راغلي وو چې تر ۲۰۵۰م کال پورې به د مسلمانانو او مسیحیانو نفوس سره برابر شي.
د نړۍ نور مذهبونه د نفوس په کتار کې وروسته دي
د هندوانو او یهودانو په ګډون د نورو مذهبونو د لارویانو نفوس به که څه هم تر ۲۰۶۰م کال پورې لوړ شي خو د نړۍ په کچه په چټکۍ سره د ډیریدونکي نورو مذهبو د نفوس ډیره کمه برخه به تشکیل کړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.02.2017):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2016):
د دونالد ترمپ د ژوند ښځې
د امريکا ولسمشرۍ ته بریالی کاندید دونالد ترمپ چې له بارک اوباما څخه به د ولسمشرۍ واک ورسپارل کيږي، په خپل تير ژوند کې د مينې او یارانې ډیر سرګذشتونه لري. د نوموړي د ژوند د ښځو او کورنۍ انځوريز رپوټ دلته کتلای شئ:
دونالد ترامپ خپلو سيالانو ته تر ماتې ورکولو وروسته، د امريکا متحده ايالتونو په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند رسمي کانديد وګرځيد. ترامپ چې د امريکا یو ناندريز ميلياردر دی، تر دې مخکې يې د لوړو ژورو ډګ مينه ناک ژوند لری دی.
په امريکا کې ولسمشرۍ لپاره ډیر لږ کانديدان داسې دي چې د خپل ګوند د غړو په منځ، ټولنه او حتې له هيواده بهر دې داسې جنجالي او ناندريز وي.( انځور: د ویسکانسن ايالت یو استاځي په کليولند کې د جمهوري غوښتونکو په کنګره کې د دونالد ترامپ له کانديداتورۍ څخه خپل مخالفت په ډاګه کړ).
دونالد ترامپ د ۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴ مه نيويارک کې وزيږيد. هغه د فدريک ترامپ او مري آن مک لئود په پنځو اولادونو کې څلورم زوې دی. پلار ته یې د ميليونو ډالرو دارايي، د هستوګنځايونو د کاروبار له بابته ترلاسه شوي دي. ترامپ هم د خپل پلار لاره تعقیب کړه، حتې د پوهنتون په دوره کي یې د پلار په پيسو کورنو اخیستل او پلورل. په ۱۹۷۴ کې د لوړو زدکړو تر پاي ته رسيدو وروسته یې د پلار شرکت مسئوليت پر غاړه واخیست.
د ترامپ لمړنۍ ښځه چکي ماډله ایوانا مری زلنیچکوا وه. دواړو په ۱۹۷۷ کال کې واده وکړ. ترامپ له دغه واده څخه دوه زامن او يوه لور لري.
د هغه مشر زوی دونالد ترامپ يونيور دی. دی ۳۸ کاله عمر لري او د دونالد ترامپ د سوداګريز شرکت معاون دی. انځور کې يونيور د خپلې ميرمنۍ وانسا سره.
ایوانکا ترامپ، د دونالد ترامپ ۳۴ کلنه لور ده. دا ترڅنګ د دې چې د پلار په سوداګريز شرکت کې معاونه ده، د بوټونو د خرڅلاو په برخه کې هم فعاله ده.
ايوانکا ترامپ له جارد کوشنر سره چې ۳۵ کاله عمر لري واده کړی دی. دغه ميرمن نه یوازې د کورنو په تجارت کې فعاله ده، بلکه د يوې ورځپاڼې د امتياز خاونده هم ده.
له ايوانا مري زلنيچکو څخه د دونالد ترامپ وروستی اولاد د هغه ۲۳ کلن زوی اریک ترامپ دی. دی هم تر څنګ د دې چې د پلار په سوداګريز شرکت کې معاون دی، د ترامپ د هوټلونو رئیس هم دی.
وروسته له هغې چې ترامپ له خپلې لمړنۍ ميرمنۍ څخه جلا شو له مارلا ماپلس سره یې واده وکړ. (له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹). مارلا ماپلس چې یوه سندرغاړې وه له ترامپ څخه یې ۱۷ کاله کم عمر لرود.
ترامپ له مارلا ماپلس څخه یوه لور لري چې تیفانی نوميږي. نوموړې د مدلينګ او سندرو ویلو په برخه کې فعاله ده او روان کال له پوهنتون څخه فارغيږی. تیفانی د پلار په سوداګريز سيستم کې ځای نلري او د هغه تر نوماند کيډو د مخه، له خپلې مور سره په کالفورنيا کې اوسيده.
دونالد ترامپ له مار لا ماپلس څخه تر جلا کیدو وروسته، د يو لنډ وخت لپاره د کار لا بروني سره ملګرتيا لرله. هغې له ترامپ څخه تر جلا کيدو وروسته د نیکلا سارکوزي سره واده وکړ، چې بيا د فرانسې ولسمشر شو.
دونالد ترامپ له خپلې دويمې ميرمنۍ سره تر جلا کيدو وروسته، په ۲۰۰۵ کال کې له سلوانۍ ماډلې، ملانیا کناوس سره واده وکړ.
اوس د ترامپ لمسی او د هغه کشری ځوی «بارون ویليام» سره تقريباً همځولي دي. ویليام چې اوس ښوونځي وايي، له ملانیا سره د ترامپ د واده حاصل دی. ترامپ د اتو لمسيانو نيکه دی.
ترامپ د کورنو، هوټلونو او قمارخانو شرکتونو ترڅنګ، تر ۲۰۱۵ کاله پورې د «ان بي سي یونيورسل» رسنۍ سره په ګډه، د نړۍ د ښکلا ملکې د سياليو پروسې اختيار هم په لاس کې لرود.
ټولې هغه ښکلې ښځې چې تر تيرو کلونو پورې دونالد ترامپ سره په يوه لاره تللې، اوس، په ځانکړې توکه د انتخاباتو پر وخت ترامپ لپاره د سترو ستونزو لامل شوې. په ټولو نظرسنجيو کې په ډيره سلنه کې ثابته شوه چې ترامپ د «ښځو ښه نه راځي». په امريکا کې د رايو اکثريت ښځي تشکيلوي چې دغه رايې د هغه سيالې، هيرې کلينټن ته کارول شوي دي.
زيات بچي زېږونکي ښځي په کومو هيوادونو کي؟
په نړۍ کي تقريبا ۷،۵ مليارده انسانان ژوند کوي او شمېر يې لا په جګېدو دی. د نړۍ په کوم هيواد کي يوه مېرمنه په اوسط ډول څو ماشومان راوړي؟ په دغه انځوريز راپور کي يې وګورئ:
۵۱ (آخري) مقام ـ هانګ کانګ ـ اوسط ۱،۲ ماشومان
د دغه مطلب معلومات د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ مياشتي په ۲۵مه نېټه د نړيوال بانک له وېبپاڼي څخه اخيستل سوي چي د ۲۰۱۴ کال پر اړونده راپور يې تکيه کوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۲۶ مقام ـ پاکستان ـ اوسط ۳،۶ ماشومان
۱۴ مقام ـ افغانستان ـ اوسط ۴،۸ ماشومان
۱۳ مقام ـ کانګو جمهوريت ـ اوسط ۴،۹ ماشومان
۱۲ مقام ـ عاج ساحل، ګينيا او سويلي سوډان ـ اوسط ۵ ماشومان
۱۱ مقام ـ ملاوي، سنگال، ختيځ تيمور او تانزانيا ـ اوسط ۵،۱ ماشومان
۱۰ مقام ـ موزمبيق او زامبيا ـ اوسط ۵،۴ ماشومان
۹ مقام ـ بورکينا فاسو ـ اوسط ۵،۵ ماشومان
۸ مقام ـ ګامبيا او نيجيريا ـ اوسط ۵،۷ ماشومان
۷ مقام ـ يوګانډا ـ اوسط ۵،۸ ماشومان
۶ مقام ـ بروندي ـ اوسط ۵،۹ ماشومان
۵ مقام ـ کانګو دموکراتيک جمهوريت ـ اوسط ۶ ماشومان
۴ مقام ـ انګولا ـ اوسط ۶،۱ ماشومان
۳ مقام ـ چاد او مالي ـ اوسط ۶،۲ ماشومان
۲ مقام ـ سوماليا ـ اوسط ۶،۵ ماشومان
۱ مقام ـ نيجر ـ اوسط ۷،۶ ماشومان
د دغه مطلب معلومات د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ مياشتي په ۲۵مه نېټه د نړيوال بانک له وېبپاڼي څخه اخيستل سوي چي د ۲۰۱۴ کال پر اړونده راپور يې تکيه کوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]