مسي د ماشومتوب له ملګرې سره واده وکړ ـ انځورونه
۱۳۹۶ تیر ۱۰, شنبهمسي د ماشومتوب له ملګرې سره واده وکړ ـ انځورونه
ليونل مسي، د بارسلونا او ارجنټاين د فوټبال ستوري له آنتونيلا روکوزو سره واده وکړ. مسي دغه نجلۍ له پنځه کلنۍ راهيسې پېژني. د فوټبال د دغه ستوري واده ډېر پرتمين او شانداره وو.
لیونل مسي بلاخره له خپلې ملګرې سره د ارجنټاين په سبک واده وکړ.
آنتونیلا روکوزو د مسي د کوچنيوالي د دورې ملګرې ده. مسي دغه نجلۍ له پنځه کلنۍ راهيسې پېژني.
د جوړې ملګري او د مسي د فوټبال د ټيم غړي هم د سره فرش د پاسه راڅرګند شول.
مسي او د هغه نامزدې د جمعې په ورځ د روزاريو ښار په يوه لوکس هوټل کې واده وکړ.
مسي او روکوزو د فيفا په يوه محفل کې. د مسي په واده کې څه نا څه ۲۶۰ مېلمنو ګډون وکړ چې اکثريت يې فوټبالران ول.
ارجنټايني رسنيو د ليونل مسي او آنتونیلا روکوزو واده د «پېړۍ واده» بللی دی.
مسي او ښځه يې د "تیاگو" په نوم زوی هم لري.
شکیرا د پاپ موسيقۍ مشهوره ستورې او د پيکه مېرمن هم د لیونل او آنتونیلا په واده کې حاضره وه.
مسي د نړۍ په تر ټولو ګران بيو لوبغاړو کې شمېرل کيږي. د هغه واده هم خورا پرتمين او ګران وو. ليکونکی: رضا شير محمدي
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.01.2017):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.08.2016):
د المپيک لومړۍ ورځ په انځورونو کې
د المپيک لوبو ګټونکي تلپاته وياړونه لاس ته وروړي. تر ټولو حيرانونکي، د احساساتو ډک او جالب شيان البته په مسابقو کې خپله پېښيږي. يو څو په زړه پورې شېبې دلته ننداره کولای شئ.
سرچپه ليدلوری
د جودو لوبغاړي، څای مينګ يېن، له ټايوان څخه د ۶۰ کيلوګرام وزن لرونکو جودوکارو په لومړنيو سياليو کې سرچپه ليدلوری خپل کړ څو ريو او د المپيک لوبې له بلې زاويې څخه ننداره کړي.
د ريو لومړنی اتل
د ځمکني جمناستيک په سيالۍ کې د آلماني لوبغاړي، اندرياس توبا، زنګون ژوبل شو. د دې له پاره چې د خپل ټيم چانسونه شنډ نه کړي، نوموړي له لنډې دمې وروسته بېرته مسابقې ته دوام ورکړ او خپل دردونه يې وزغمل. هغه بريالی شو او ټيم ورپسې پړاو ته لاره وموندله.
د تورزنو مقابله
اېريکا کيرپو (کيڼ لاس) له استونيا او سارا بېسبېس له تونس څخه د تورې د مقابلې پر مهال.
د کښتيو سيالي
ايرانۍ، مهسا جاور، د يو نفري کښتۍ سيالي په ۸ دقيقې، ۳۹ ثانيې او ۲۸ سلمو ثانيو پای ته رسوي چې په دې سره ۲۱م مقام خپلوي.
د پينګ پونګ لوبه
سوراجو ساکا له کانګو څخه د خپلې لومړنۍ لوبې پر مهال. د پورتو ريکو له براين آفانادور څخه يې البته لوبه وبايلله.
توازن او انډول ساتل څه آسانه نه دي
د رينګ يا کړيو تمرينات د بدن په سر بشپړ کنترول غواړي. ريوهاي کاتو له جاپان څخه پکې ډېر بريالی وخوت.
«خطا شوې مرمۍ»
د وارخطايۍ شېبه: يوه خطا شوې د ټوپک مرمۍ د آس سوارۍ د ډګر د پاسه لګېدلې چې د خبريالانو خېمه يې ورسورۍ کړه. له نېکه مرغه څوک ژوبل نه شول.
د خبرداري بله شېبه
د بايسکل د ځغاستې له ډګر ها پلو يوه بې مالکه بسته د خلکو د ناکرارۍ سبب ګرځي. پوليسو دغه بسته والوځوله. خو وروسته څرګنده شوه چې په کڅوړه کې دننه يوازې جامې وې.
د باسکټبال اتلان
په ډېر زور سره د لاس انجلس کليپرس د باسکټبال ټيم لوبغاړی، دې اندرې جوردان، توپ په باسکټ يا «ټوکرۍ» ورننه باسي. په دې سره چين د امريکا متحده آيالاتو د ټيم په وړاندې ۶۲:۱۱۹ ماته وخوړله.
تر ټولو زياتي پيسې ګټونکي ورزشکاران په ۲۰۱۶ کي
د فوربس مجلې په ۲۰۱۶ کال کي د تر ټولو زياتو پيسو ګټونکو ورزشکارانو يا سپورټي لوبغاړو د نومونو ليسټ جوړ کړی. دا چي په ياد کال تر ټولو زياتي پيسې ګټونکي لس ورزشکاران څوک ول او په دغه کال يې څومره پيسې ګټلي، دلته يې ولولئ:
۱۰ مقام ـ کوب بريانت، باسکټبال، ۴۴ مليون ډالره
۹ مقام ـ جوردن سپيت، ګولف، ۴۶،۴ مليون ډالره
۸ مقام ـ فيل ميکلسن، ګولف، ۴۶،۵ مليون ډالره
۷ مقام ـ کېم نيوتن، امريکايي فټبال، ۴۶،۷ مليون ډالره
۶ مقام ـ نوواک ديوکوويچ، ټېنس، ۴۹،۱ مليون ډالره
۵ مقام ـ کېوين دورانت، باسکټبال، ۴۹،۴ مليون ډالره
۴ مقام ـ روجر فېډرر، ټېنس، ۵۹،۶ مليون ډالره
۳ مقام ـ لېبرون جيمز، باسکټبال، ۶۷،۷ مليون ډالره
۲ مقام ـ ليونېل مېسي، فټ بال، ۸۱،۴ مليون ډالره
۱ مقام ـ کرستيانو رونالدو، فټ بال، ۸۸ مليون ډالره
منبع: د فوربس مجلې وېبپاڼه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۲مه نېټه