مسکو تمه لري د افغانستان سره اقتصادي تړونونه لاسليک کړي
۱۳۸۹ دی ۳۰, پنجشنبهانترفکس آژانس په کريملين کي د يو چارواکي له خولي ليکي چي د دواړو هيواونو مشران به د افغان- روسيې د سوداگريزو اړيکو او د دواړو هيوادونو د دولتنو مشترک کمېسيونه پر جوړولو خبري وکړي.
په دې ليدنه کتنه کي تر ټولو ډير و سودا گريزو اړيکو ته پراختيا ورکولو ځای ورکړل سوی.
په تيرو لسو مياشتو کي د افغان- روسيې سوداگريزه راکړه ورکړي شاوخوا ۴۶۰ ملیونه ډالرو ته رسيږي.
دغه راز به پدې ليدنه کتنه کي پر هغو پروژو باندي د کار د پيليدو په اړه خبري وسي چي د وخت د شوري اتحاد په وخت کي پيل سوي وې.
د کريمن دغه چارواکي چي نوم يې ندی ښودل سوی ويلي دي، په دې کتنه کي به په افغانستان کي د نشه يي موادو په وړاندي د مبارزې په اړه هم خبري وسي.
سرچينې دغه راز ويلي دي چي د بشردوستانه مرستو او زده کړو په برخه کي به هم يو لړ سندونه لاسليک سي.
په روان وخت کي د روسيې په بيلابيلو پوهنتونونو کي ۴۰۰ تنه افغان محصلین زده کړي کوي. ويل کيږي چي اوس به په هر کال کي د افغانستان څخه ۱۰۰ تنه محصلين د زده کړو دپاره د روسيې په پوهنتونونو کي منل کيږي.
سرچينې ويلي چي تر ليدني کتني وروسته به د دواړو هيوادونو مشران يوه گډه اعلاميه خپره کړي.
د دواړو هيوادونو روسيې او افغانستان د مشرانو تر منځ د سبا ورځي دغه ليدنه کتنه د سياسي اړيکو د دوام او پراختيا مانا ورکوي.
په ۲۰۱۰ کال کي ميدويدف او حامد کرزي درې ځله يو د بله سره ليدلي کتلي دي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: رحيله اميري