1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو د افغانستان په اړه نړیوالو خبرو کوربتوب کوي

۱۴۰۰ مهر ۱۵, پنجشنبه

مسکو وايي چې د روانې میلادي میاشتې پر شلمه به د افغانستان په اړه د نړیوالو خبرو اترو کوربتوب وکړي. روسيې تر دې وړاندې هم د افغانستان د سولې مذاکراتو په تړاو د غونډو کوربه کړی وو.

Russland Moskau Friedenskonferenz Afrghanistan
په مسکو کې د افغانستان په اړه کنفرانس - آرشیفانځور: Mojib Rahimi

د افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر ولاديمیر پوتين ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د پنجشنبې په ورځ وويل چې مسکو به د اکتوبر مياشتي پر ۲۰ نېټه د افغانستان په اړه د نړیوالو خبرو اترو کوربه وي.

رويټرز لیکي چې د کابلوف دغه څرګندونې د روسیې خبري آژانس خپرې کړي، خو زیاتوي چې هغه پکې د دغې غونډې د اجندا په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي.

روسيې په مارچ میاشت کې هم د افغانستان په اړه د یو نړویوال کنفرانس کوربه وو چې په هغه کې امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان يوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

په هغه اعلاميه کې د افغانستان په جګړه کې له ښکيلو خواوو د سولې یوه تړون ته د رسیدلو او د تاوتريخوالو د کمولو غوښتنه شوې وه.

په اعلاميه کې دغه راز له طالبانو څخه غوښتنه شوې وه چې خپل پسرلني او د دوبي یرغلیز بریدونه ودروي.

خو تر هغه وروسته امریکا متحده ایالاتو او متحدانو يې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په وتلو پیل وکړ او طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړ چې نتېجه يې د اګست مياشتي پر ۱۵ نېټه د کابل سقوط وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب