1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو ولې خپل فضايي ماموریت ځنډولی؟

۱۴۰۰ اسفند ۷, شنبه

روسيې د اروپايي ټولنې بنديزو ته په غبرګون کې د فرانسوي ګويانا له کورو فضايي اډې څخه د راکټونو فضايي الوتنې ځنډولې دي.

Russland Sojus-Rakete vor dem Start
انځور: Russian Space Agency Roscosmos/dpa/picture alliance

د روسيې فضايي ادارې روسکوسموس د شنبې په ورځ ويلي چې »له اروپايي شريکانو سره همکاري له کورو فضايي اډې څخه د فضايي الوتنو د تنظيم په برخه کې« درول شوې ده.

دغه خبره نوموړې ادارې د شنبې په ورځ وکړه. په خبره يې تخنیکي کارکوونکي چې ټول ټال تقريبا ۹۰ تنه کيږي، به هم په سويلي امريکا کې له فرانسوي ګويانا سیمې څخه ووځي. د روسيې له خوا پر اوکراين بريد ته په غبرګون کې د نورو تر څنګ اروپايي ټولنې هم د روسيې د مالي، انرژۍ او ترانسپورت سکتورونو په وړاندې د بنديزونو پرېکړه کړې وه. په دې کې پر الوتکو د صادرولو ممنوعيت او د هوايي او فضايي الوتنو د صنعت پر پرزو او تجهیزاتو بنديز هم راځي.

د جمعې په ورځ بروکسل د امريکا متحده آيالاتو او بريتانيا تر څنګ ولسمشر ولاديمير پوتين او د هغه د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف هم د بنديزونو ليست ته ورشامل کړل. کريملين لويديځ ته د متقابلو تدابيرو ګواښ وکړ. د اروپا د آريانه سپېس شرکت سره يو ځای، د روسکوسموس شرکت د سويوس لېږدونکي توغندي د چلولو يو ګډ تړون لري.

د روسيې سويوس فضايي توغندی د پورته کېدو پر مهالانځور: Shamil Zhumatov/REUTERS

ټاکل شوې وه چې سږ کال به اته روسي سويوس توغندي فضايي پروازونه وکړي، يعنې درې له کورو او پنځه نور د قزاقستان له بايکونور فضايي اډې څخه ترسره شي. د روسيې له سويوس توغنديو پرته اروپايي ټولنه د آريانه ۶ توغندي تر فعالولو پورې د ځينو سپوږمکيو د لېږدولو له پاره کافي ظرفيت نه لري. ټاکل شوې چې د آريانه ۶ توغندی به د کال تر پايه پورې خپله لومړۍ الوتنه وکړي.

ن.ص./ا.خ.ح(AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب