مشتريانو پر کابل بانک باور د لاسه ورکړی
۱۳۸۹ شهریور ۱۴, یکشنبهدهغه څانګو په مخکي مشتريان په ساعتونو ولاړ وي تر څو بانک ته ور ننوزي او خپلي پيسې را وباسي.
يو تن چي خپل نوم عبدالله ښيي وايي: داسي آوازه ده چي دا بانک افلاس کوي.عبدا لله چي سوداګر دی په کابل بانک کي يي ۸۰۰۰ ډالره زيرمه کړي دي، او اوس غواړي چي خپلي ټولي پيسي له بانکه څخه وباسي.
د کابل بانک په اړه دا آوازه د تيري اونۍ په منځ کي کله چي جمهوررييس حامد کرزي د بانک ددوو سترو منتظمينو دبرطرفولو هدايت ورکړ ولويده.
دوی دواړه هم دبانک ونډه لرونکي دي. خو ځانونوته يي د مليونونو ډالرو پورونو د اخيستو اجازه پخپله ورکړې وه.
ددې خبري له معلوميدو وروسته مشتريانو چي په بانک باندي يي خپل باور له لاسه ورکړي وو د ۲ مليونو آمريکايي ډالرو په شاوخواکي پيسي له بانک څخه وويستي.
اوس داسي ويره ده چي د افغانستان ددې ستر بانک زيرمي خلاصي نسي. د همدې لپاره دښځو د غرفو په مخکي هم ګنه ګونه منځته راغليده.
سونا نومي ښځه چي د کور مېرمن ده اوخپلي پيسي يي په کابل بانک کي زيرمه کړيدي وايي چي، غواړي خپل حساب منحل کړي اوخپلي ټولي پيسي واخلي دا خوشبينه ده چي خپلي ټولي پيسې به ترلاسه کړاي سي.
د شنبې په ورځ د کابل بانک په اصلي څانګه کي د بانک مامورينو نور ډالر په واک کي نه درلود ل اوخلکو ته يې دهغو پيسي په افغانيو ورکولې.
په کابل کي خلک اوس په دې نظر دي چي بانکونه ټول اختلاسگر دي
د کابل بانک خاوندان له سياسي پلوه ښه سره اوبدلي دي د جمهورريس حامد کرزي ورور هم د هغو په ډله کي دی دغه راز د کرزي د مرستيال محمد قسيم فهيم ورورهم دوڼډه والو له جملې څخه دي.
محمود کرزي د کابل بانک په پورونو د سکرو کانونه، د سمنټو يوه فابريکه او په افغانستان کي د ټويوتا د موټرو يوازنۍ نماينده ګي اخيستې ده.
د کابل بانک بنسټ په ۲۰۰۴کال کي کيښودل سو. او ۲ مليونوافغانانو په هغه کي پدي منځکي ۱،۲ مليارده ډالره امانتي ايښي وې.
جمهورريس حامد کرزي او د ماليې وزير ذاخيل وال ويلي دي چي. کابل بانک يو ډاډه بانک دی، اوحکومت به پرينږدي چي دا بانک افلاس وکړي.
پدي منځ کي د افغانستان مرکزي بانک له بهرنيوهيوادونو څخه پيسي غوښتي دي تر څو چي د کابل بانک د تادياتو سياليت وساتلايسي دهغو له جملي څخه يي د امريکا د فدرال بانک له زيرمو څخه د۳۰۰ مليونو ډالروغوښتنه کړېده.
خو سره له هغه هم د کابل بانک مشتريان اوحساب لرونکي اعتماد پري نکوي.
زابينا/ رحيله اميري
کتونکی: نجيب الله زيارمل