مشرف د تل له پاره له سیاست څخه محروم شو
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۰, سهشنبهد «دې نیوز» پاکستانۍ ورځپاڼې په حواله، د پښور محکمې د تل له پاره له سیاست څخه د مشرف د محرومیت حکم صادر کړی دی. له بلې خوا قاضیانو په چترال کې د دغه پخواني جنرال د نوماندې د غوښنلیک ردیدل تایید کړي دي.
تر دې مخکې محکمې پریکړه کړې وه چې مشرف د پاکستان په راتلونکو ټاکنو کې د گډون اجازه نه لري. هغه د دغې پریکړې پر ضد اعتراض کړی وو خو اوس محکمې د هغه اعراض رد کړی دی او په دې ترتیب سره یې په ټاکنو کې له گډون کولو څخه محروم کړی دی.
مشرف تر دې مخکې په تبعید کې ژوند کاوه خو هغه په وروستیو وختونو کې پاکستان ته ستون شو ترڅو د دې هیواد په پارلماني ټاکنو کې گډون وکړي او یو ځل بیا د سیاست ډگر ته راشي. کله چې مشرف پاکستان ورسید نو د دې هیواد محکمو د هغه د نوماندي غوښتنلیکونه رد کړل او پر هغه باندې یې د خپلې واکمنۍ په دروه کې د قاضیانو د نظربندولو په تور د «خیانت» تورونه ولگول.
مشرف اوس د اسلام آباد په څنډه کې په خپل کور کې نظر بند دی. هغه به همداراز د پاکستان د پارلماني ټاکنو په ورځ هم په خپل کور کې نظر بند وي. تر دې مخکې یوې پنجابۍ محکمې د بېنظیر بهوټو د قتل په قضیه کې مشرف ته د ۱۴ ورځو بند سزا اورولې وه. پر مشرف باندې تور لگول کیږي چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د بېنظیر بهوټو له پاره کافي امنیتي تدابیر نه وو نیولي. میرمن بهوټو په دې کال کې د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال ووژل شوه.
د مشرف ۱۴ ورځینۍ نظربند د مې د میاشتې په څلورمه نیټه پای ته رسیږي. پر دې سربیره د پاکستان سترې محکمې د مشرف د «ممنوع الخروج» حکم کړی دی.
ویل کیږی چې د پاکستان ډیر واک د دغه هیواد د پوځ په لاس کې دی. په داسې یوه هیواد کې د پوځ یوه جنرال او پخواني مشر ته د نظر بند، ټاکنو کې د نه گډون او «ممنوع الخروج» حکم اورول، ښايي پوځ ته یو ښکاره توهین وي.
د روانې اوونۍ په پیل کې د مشرف د نوماندي غوښتنلیک د پاکستان په څلورو ټاکنیزو حوزو کې رد شو. پر دې سربیره طالبانو هم د مشرف د وژلو گواښ کړی دی، نو له همدې کبله د پاکستان پوځ د هغه کلکه څارنه کوي.
مشرف په ۲۰۰۱ کال کې د ترهگرۍ پر ضد په جگړه کې د متحده ایالاتو ملاتړ اعلان کړی وو. طالبان او نور شمیر یاغي ډلې له همدې کبله د مشرف وژلو گواښونه کوي.