مشرف: د چهارشنبې په ورځ به پوځ پرېږدم.
۱۳۸۶ آذر ۶, سهشنبهاعلان
مشرف نن دپوځ د جنرالانو سره د يو لړ خاصو مراسيمو په ترځ کي د خدای پاماني وکړه.
د امريکې متحده ايالتونو د مشرف ددې پرېکړي ښه هرکلی کړی، خو يوار بيا يي ځني غوښتي دي چي بېړنی حالت ليري کړي.
د پرويز مشرف ددې اعلام سره، پخواني لومړی وزير نواز شريف ويلي چي دی به د پرويز مشرف په موجوديت کي د حکومت مشري و نه کړي.
ددې ترڅنګ مخالف ګوندي مشرانو بېنظير بوتو او نواز شريف د جنورۍ د مياشتي د اتمي نېټې و پارلماني ټاکنوته خپل غوښتنليکونه سپارلي دي.
مشرف: د چهارشنبې په ورځ به پوځ پرېږدم.