پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (12.07.2016):
د ورزش په اړه کومي خبري سمي او ناسمي دي؟
د ورزش په اړه ډیر څه ویل شوي دي. یو شمیر وایي چې ورزش یوازي په هغه صورت کې ګته لري چې د درد تر حده پورې مخکې ولاړ شي یا دا چې ورزشکاران باید انرژي لرونکی څښاک ولري. دغه نظرونه تر کومه حده پوري سم او یا هم ناسم دي.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kastl
ورزش د بدن مقاومت زياتوي
رښتیا ده. د بدن فعالیت د دې سبب کیږي چې زړه او عضلات فعال شي خو افراطي ورزش د بدن دفاعي سیستم ضعیفه کوي. په اوونۍ کې څو واري ورزش د بدن مقاومت زياتوي.
انځور: Colourbox
ورزش یوازي هغه وخت ګټه لري چې عضلات درد وکړي؟
سمه نه ده. بدن باید فعاله شي خو نه د درد تر حده پورې. تر ورزش وروسته د عضلاتو درد هم د هغه د موثریت په معنی نه دی. باید عضلات تر حده ډیر کش نه شي. د دې له پاره چې ورزش ښې پایلې ولري باید په اوونۍ کې له درو تر پنځو وارو پوري نیم ساعت وشي.
انځور: picture-alliance/dpa
هر څومره چې تیزي منډي ووهئ، ډیره ګټه لري
دا خبره سمه نه ده. ډېر کسان دا اشتباه کوي او په دې فکر دي چې سړی هر څومره تیزې منډې ووهي نو په هماغه اندازه یې په ګټه ده. باید د منډو وهلو په پیل کې داسې سرعت غوره کړئ چې پوهیږئ تر پایه پوري یې ساتلای شئ. داسي منډې ووهئ چې په جریان کې یې له یوه کس سره خبري وکولای شئ.
انځور: picture alliance/dpa/B. Roessler
څوګ چې سخت تمرین کوي نو د بدن ډیره وازگه ويلي کوي
سمه نه ده. د بدن د وازگي ويلي کولو له پاره ایده آل حرکات استقامتي ورزشونه دي، لکه لامبو، بایسکل چلول، منډي وهل، پیاده تلل او داسي نور. عضلاتي ورزش د مصرفي کالري د ډېرښت لامل کیږي.
انځور: Imago/Westend61
انرژي لیرونکی څښاک د ورزشکارانو له پاره ایده آل دی
سمه نه ده. په انرژي لیرونکی څښاک کي لکه معدني مواد، مالګه او کله نا کله پروتین او ځینې نور مواد پکښې وي. ورزشکاران بیا داسې نوشابو ته اړتیا لري چې سودیم او منیزیم ولري چې د بدن هغه مواد پوره شي چې د خولو له لاري د انسان له بدن څخه وځي.
انځور: DW
مگنیزیم د بدن د عضلاتو خستګي رفع کوي
د دې له پاره چې ښه اغیزه رامنځ ته شي ورزشکاران ۴۰۰ او ۶۰۰ ملي ګرامه مگنیزم ته اړتیا لري.
انځور: Colourbox
کششي حرکتونه د عضلاتو د پرې کیدو لامل کیږي
کششي حرکات د عضلاتو د آرامش او د خوشحالي احساس د رامنځ ته کیدو سبب کیږي. دغه حرکات د عضلاتو د پرې کیدو لامل نه کیږي.
انځور: Colourbox
څوک چې ډیري خولې کوي روغتیا یې ښه نه ده
سمه نه ده، دا ځکه چې ورزشکاران تر نورو ډیري خولې کوي.
انځور: Colourbox/L. Zahner
څوک چې ډیرې خولې کوي باید ډیرې اوبه وڅښې
سمه نه ده. د انسان بدن په هر ساعت کې ۰/۸ لیتر اوبه تنظیموي. د ډیرو اوبو څښل کیدای شي چې د بدن د نورو ضرورو موادو د ضایع کیدو لامل شي.
انځور: picture alliance/dpa/G. Breloer
په ورزش سره د بدن د وزن کمول
په لنډه موده کې سمه نه ده. په اوږدې موده کې ورزش یوازي په هغه صورت کې د انسان د بدن وزن کمولای شي چې له یوه ښه غذایي رژیم سره مل وي. ورزش د بدن د وازگي سلولونه په عضلاتو بدلوي او دغه سلولونه د استراحت په وخت کې د نورو په پرتله ډیره انرژي مصرفوي. له همدې کبله یوازې د یوه ښه غذایي رژیم او ورزش ترکیب کولای شي چې وزن کم کړي.
انځور: Colourbox/Artem Furman
ورزش د تيانو د لویدو لامل کیږي
سمه نه ده. د ورزش له کبله په تيانو کې د وینې حرکت ډیریږي او عضلات یې لا قوي کیږي.
انځور: Colourbox
د بدن وازگه تر۳۰ دقیقو وروسته اوبه کیږي
آن هغه کسان چې ورو منډې وهي له لومړي قدم څخه د بدن وازگه اوبه کوي. خو په لومړي سر کې د وازگي د اوبه کیدو کچه ټیټه وي او تر ۲۰ او ۳۰ دقیقو وروسته ډیره وازده اوبه کیږي.