1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصری ميلياردر: مهاجرو ته په يونان کي يو ټاپو رانيسم

۱۳۹۴ شهریور ۲۷, جمعه

مصري ميلياردر نجيب ساويرس اعلان کړی دئ چي تيار دی د مهاجرو له پاره يو ټاپو رانيسي او هغوی پکښې مېشت کړي. هغه وايي په اوبو کي د یوه درې کلن سوريايي ماشوم ډوبېدل له مهاجرو سره د بشريت د بيدارۍ له پاره د «خدای» پيغام وو.

Albanien Insel Sazan Hafen

مصري ميلياردر نجيب انسی ساويرس، د آلمان له شپېگل ويبسايت سره په مرکه کي پر خپلي هغي ژمني ټينگار کړی دئ، چي د مهاجرو له پاره په مديترانه درياب کي يو ټاپو رانيسي او په دې لاره کي د اروپا د سياستوالو مرستي ته اړتيا لري.

هغه ويلي دي چي د دغي جزيرې د رانيولو له پاره تيار دی چي ۲۰۰ ميليونه ډالره ورکړي.

ساويرس ويلي دي چي په خپله انجينر دئ، تجهيزات هم په اختيار کي لري او پوهيږي چي څرنگه يو ښارگوټی جوړ کړي، څو مهاجر پکښې ځای پر ځای کړي.

هغه ويلي دي چي په دغه ټاپو کي به لږ تر لږه ۱۰۰ زره کسان ځای پر ځای کړي او پر ښوونځي او روغتون سربيره به د ژوندانه ټول امکانات ورته برابر کړي.

نجيب انسی ساويرسانځور: picture alliance/dpa

د هغي پوښتني په جواب کي چي دې کار ته ئې د اقدام انگېزه څه وه؟ ساويرس وويل: «د ترکيې په ساحل کي د درې کلن سوريايي هلک مړی د خدای له خوا زموږ د بيدارۍ نخښه وه.»

دغه درې کلن هلک چي اروپا ته د مهاجرت پر مهال په اوبو کي ډوب سوی وو او د ترکيې د يوه ساحل پرغاړه ئې مړی وموندل سو نه يوازي ساويرس، بلکي ټولي نړۍ ته تکان ور کړ.

مصري ميلياردر نجيب انسی ساويرس ويلي دي: «که يونان يا ايتاليا يو ټاپو راباندي خرڅ کړي، زه به هغه د مهاجرو په اختيار کي ورکړم او په نوي وطن کي به ئې د کار زمينه ورته برابري کړم.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب