د اتريش صدراعظم زبستيان کورڅ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال دسمبر ۲۰) د دغه هیواد په زالڅبورګ، ښار کې دغه اقدام د مهاجرتونو د مخنيوي په برخه کې د «پرمختګ يو مهم ګام » وګاڼه.
اروپايي اتحادیې له ۲۰۱۵م کال راهيسې اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي په موخه له ترکيې او ليبيا سره د همکارۍ کولو تړنونونه لاسليک کړي، خو غواړي چې ورته اقدام د شمالي افريقا هيوادونو سره هم ترسره کړي.
کورڅ د چهارشنبې ورځ په ماښام خبريالانو ته وويل چې اروپايي مشرانو وړانديز وکړ تر څو «د مصر او همدارنګه د شمالي افريقا نورو هيوادونو سره خبراترې پیل شي.»
کورڅ د زالڅبورګ د دويمې ورځ غونډې ته له رسيدو سره سم وويل: «له دغه وړانديز څخه ټولو ملاتړ کړی دی.» اروپايي مشران په دغې غونډه کې د مهاجرت، امنيت او له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیي دوتلو پر موضوعاتو خبرې کوي. کورڅ زیاته کړه چې د ده په آند دا د غیر قانوني مهاجرتونو پر وړاندې مبارزه کې یو بل مهم ګام دی خو په خبره یې د انساناني قاچاق وړونکو پر وړاندې اقدامات تر دې مهم دي.
کورڅ په خپلو خبرو کې وړاندې وويل چې دی او د اروپايي اتحادیي د شورا مشر دونالد توسک، به اوس له دغو هيوادونو سره خبري کوي. د هغه په وينا مصر له خوا ورکړل شوي زيګنالونه تشویقونکي دي. هغه زياته کړه: «مصر د شمالي افريقا لومړنی هيواد دی چې له اروپايي اتحاديې سره خبرو پیاوړي کولو اترو ته تیار دی.»
کورڅ په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «مصر دا ثابته کړې چې اغیزمن ثابتیدی شي». هغه د خپلو خبرو په ادامه کې زياته کړه چې مصر د دې مخه نیولي چې د دغه هیواد له سواحلو کښتۍ حرکت وکړي او کله چې یې دا کار کړی بیرته ګرځولو ته مجبوره کړي دي.
د اتريش صدراعظم چې په ورستيو کې له توسک سره مصر ته سفر کړی ویلي دي چې اروپایي اتحادیه د دې حقیقت پام کې نیولو سره چې مصر غواړي خپلې همکارۍ ژورې کړي ګټه پورته کړي.
د پولند پخواني صدراعظم توسک د روانې اوونۍ په سر د مهاجرت د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې د اروپايي اتحاديې او د عربي ليګ مشرانو د يوې ګډې غونډې د جوړيدو له پاره غږ کړی وو.
د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
هنگري غواړي د یوه سرحدي دېوال په جوړولو سره د مهاجرو د ورتگ مخه ونیسي. هغه پناه غوښتونکي چي ځانونه یې تر بوداپست پوري رسولي، اتریش او آلمان ته استول کیږي. وروسته به د اورگاډو مرکزي تم ځای د نورو مهاجرو پر مخ وتړل سي.
انځور: DW/L. Scholtyssykریوسکه ته نژدې مهاجر هڅه کوي د اورگاډو پر پټلۍ د هنگري له سرحده تیر سي.
انځور: DW/L. Scholtyssykنوی سرحدي دیوال ۱۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري. په دې سره هنگري غواړي د کډوالو د ورتگ مخه ونیسي.
انځور: DW/L. Scholtyssykپلازمېني ته د اورگاډو ورتگ
په سڅیگید ښار کي د اورگاډو ستیشن: له سرحده شاوخوا ۲۰ کیلو متره لیري، مهاجر هغه اورگاډو ته انتظار باسي چی بوداپست ته ځي.
انځور: DW/L. Scholtyssykپه بوداپست کي هر څه په ټپه ولاړ دي
د بوداپست مرکزي ستیشن: ډېر مهاجر دلته آلمان او د اروپايي ټولني نورو هیوادونوته د سفر له پاره ټکټونه رانیسي. خو په دې ترڅ کي د هنگري پولیسو دغه ستیشن د مهاجرو پرمخ تړلی دی. یوازي د اروپايي ټولني اتباع او هغه کسان چی ویزه ولري اجازه لري هلته ننوزي.
انځور: DW/L. Scholtyssykد اروپايي ټولني پرحقونو ټینگار
د سرحدي دېوال د جوړولو پر ضد د نورو تر څنگ په برلین او ویانا کي لاریونونه وسول. سیاستوال د هنگري له خوا نورو اروپايي هیوادونو ته د کډوالو استول، د دغې ټولني له حقونو څخه سرغړونه بولي.
انځور: DW/L. Scholtyssykد ریلگاډو د ستیشن مخي ته مهاجر د پولیسو د هغه بندیز پر ضد مظاهرې کوي چي د هغه په وسیله، نورو اروپايي هیوادونو ته يې د تگ مخه نیول کیږي.
انځور: DW/L. Scholtyssykزیاتره کډوال غواړي آلمان ته ولاړ سي
د اورگاډو له تم ځای څخه د ايستلو پرمهال ځینو کډوالو نارو وهلې. خو بیا يې هم ډير مقاومت نه کاوه. بلاخره په سونو مهاجر د ستیشن مخي ته سره راټول سول او د خپلي خوښی هیواد جرمني، جرمني نارې یې وهلې.
انځور: DW/L. Scholtyssykکه څه هم زیاترو کډوالو نورو اروپايي هیوادونو ته د سفر له پاره ټکټونه رانیولي دي، خو نور سفر نه سي پرې کولای.
انځور: DW/L. Scholtyssykله انتظار پرته بله لار نه سته
دا چي د هنگري پوليسو د مهاجرو د سفر کولو مخه نیولې ده، هغوی ته يوازي د انتظار کولو لار پاته ده.
انځور: DW/L. Scholtyssykمهاجرو د اورگاډو د ستیشن مخي ته خېمې درولي چی پکښي شپه تیره کړي.
انځور: DW/L. Scholtyssykبې له خیمو هم پر کډوالو باندي، بلاخره د خوب حمله راځي.
انځور: DW/L. Scholtyssyk