مصر: د ولسمشر مرسي په ملاتړ لاریون تر سره شوی دی
۱۳۹۱ آذر ۱۱, شنبهاعلان
په مصر کې د ولسمشر محمد مرسي په زرگونو پلویان سړکونو ته راوتلي وو چې له دولت څخه په واضحه توگه د ملاتړ د څرگندولو له پاره لاریون وکړي. په پلازمینه قاهره کې د ولسمشر پلویان د پوهنتون مخې ته راټول شوي او په لاسونو کې یې د مصر بیرغ او د مرسي عکسونه وو. د رپوټونو په حواله په عین وخت کې اپوزیسیون د تحریر په څلور لارې کې خپل احتجاج ته ادامه ورکړې. د جمعې په ورځ د اساسي قانون د جوړولو شوری د نوی اساسي قانون مسوده تصویب کړې وه.