1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

مصر غزې تراډي ته له مرستو رسولو سره موافقه کړې ده

۱۴۰۲ مهر ۲۷, پنجشنبه

مصر د رفح بندر له پرانیستلو او غزې ته د بشردوستانه مرستو له رسولو سره موافقه کړې ده. د اروپایي اتحادیي د داخلي بازار کمیسار د حماس له خوا د یرغمل شوو کسانو «په ژوندۍ بڼه د اعدامونو خپرولو» احتمال په اړه خبرداری ورکړی.

Grenze Palästina Ägypten Rafah
انځور: Firas al-Shaer/UPI Photo via Newscom/picture alliance

د امریکا ولسمشر جو بایدن ویلي دي چې له خپل مصري سیال الفتاح السیسي سره یي د تلیفوني اړیکې په ترڅ کې د رفح بندر له پرانیستل کیدو او غزې ته د شاوخوا ۲۰ لارۍ بشردوستانه مرستو استولو سره موافقه کړې ده.

بایدن ویلي دي چې هیواد یې ژمن دی، څو دغه مرستې د حماس لاس ته ونه رسیږي او دغه ملیشه ترینه په خپله ګټه استفاده ونه کړي.

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی دی چې که دغه مرستې د حماس لاسونو ته ولویږي، د «مرستو استول به ودرول شي». د هغه په وینا دغه مرستې به په دوه یا درو ورځو کې غزې ته ورسیږي.

د حماس له خوا د يرغمل شويو د اعدامولو احتمال

د اروپایي اتحادیي د داخلي بازار کمیسار تیرې برتون د چهارشنبې په ورځ د حماس په وسیله د یرغمل شوو کسانو د اعدامیدلو او په ټولنیزو شبکو کې په ژوندۍ بڼه د دغو اعدامونو خپرولو احتمال ته په اشارې سره، له ټولو پلیټ فارمونو څخه وغوښتل چې د داسې یوه اقدام په مقابل کې چلند ته دې اماده اوسي.

تیری برتون خبرداری ورکړ: «ټولنیزې رسنۍ باید له لوړې امادګۍ سره د دغو اعدامونو د خپرولو مخه ونیسي او د خپلو اتباعو او کارونکو ساتنه وکړي.»

د اروپا د داخلي بازار کمیسار وویل چې د داسې ضمانتونو ترلاسه کولو په لټه کې دی، څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټولنیزې رسنۍ له دا ډول پیاوړو امادګیو څخه برخمنې دي.

اسرائیلي چارواکو او همدارنګه لویدیځو قدرتونو په وار وار ټینګار کړی دی چې ترهګر د غزې له خلکو او همدارنګه د هغو کسانو څخه چې د دې ملیشه و له خوا یرغمل نیول شوي دي د انساني سپر په توګه استفاده کوي.

د یرغمل نیول شوو د اعدامولو او په ټولنیزو شبکو کې یې د انځورونو خپرولو احتمال په اړه اندېښنې وروسته له هغې ډیرې شوې، چې اسرائیل پر غزې او د دغو ترهګرو ملیشه و پر مرکزونو خپلو بریدونو ته شدت ورکړ او د حماس پوځي څانګې عزالدین قسام ګواښ وکړ چې داسرائیلد بریدونو د دوام په صورت کې به اسرائیلي یرغمل نیول شوي کسان اعدام کړي او انځورونه به یي په ویډیويي شکل خپاره کړي.

د اسرائیل او لبنان حزب الله ترمنځ جګړې شدت موندلی

رسنۍ د چهارشنبې په شپه او د پنجشنبې په سهار د اسرائیل او ترهګرو ملیشه و ترمنځ د پوځي جګړې د شدت خبر ورکړی دی.

د نورو ترڅنګ سوریایي سرچینو رپوټ ورکړی دی چې اسرائیل د سوریې په سویل کې یو پوځي مرکز په نخښه کړی دی. د سوریې د بشري حقونو سازمان ویلي دی چې د دغه هیواد په جنوب کونیترا ولایت کې د چاودنې غږ اوریدل شوی دی. د رسنیو د رپوټونو په حواله دغو بریدونو مالي تاوانونه رسولي دي، خو د ځاني زیان په اړه تر اوسه پورې رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

د اسرائیل پوځ هم اعلان کړی دی چې د «لبنان د حزب الله ترهګریز سازمان» اهداف یي په نخښه کړي دي. پوځ ویلي دي چې د دې خبر نور جزیات به وروسته اعلان کړي.

د اسرائیل پوځ مخکې تر دې اعلان کړی وو چې له لبنان سره د دغه هیواد په سرحد کې، د ترهګرو ملیشه و له خوا د ټانک ضد یو توغندی د اسرائیل پر لور توغول شوی و.

یو شمیر خبري آژانسونو رپوټ ورکړی دی چې د لبنان حزب الله د چهارشنبې په ماښام د لبنان په سرحد کې لږ تر لږه څلور ځله د اسرائیل پر سنګرونو بریدونه کړي دي.

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د ډزو تبادله په سیمه کې د پوځي نښتو د پراخیدو احتمال زیات کړی دی. حزب الله چې د ایران له خوا یي ملاتړ کیږي په دې وروستیو کې د جګړو پر مهال د خپلو ۱۳ جنګیالیو وژل کیدل تائید کړي دي.

مصر د رفح بندر له پرانیستلو سره موافقه کړې ده 

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب