1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

مظاهره کوونکو د پروان سړک تړلی دی

۱۳۹۷ آذر ۲, جمعه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په سلونو مظاهره کوونکو په شمالي ولایت پروان کې مظاهرې کړي او د پروان لارې یې بندې کړي دي. اعتراض د طالبانو پر ضد په یوه هوایي برید د درو ملکي وګړو د وژل کیدو پر ضد وو.

Afghanistan Kubnduz nach Taliban-Angriff
انځور: DW/H. Sirat

مظاهره کوونکي وایي چې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ناټو هوایي برید شوی دی چې د جمعې په ورځ ېې درې کسان وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ناټو ځواکونو ویانده دیبرا ریچردسن، وایي چې په تیرو درو ورځو کې په پروان کې د ناټو او یا هم امریکایي ځواکونو له خوا کوم فعالیت نه دی شوی.

د پروان د والې ویاندې وحیدې سحر، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې ځایی حکومت اوس له مظاهره کوونکو سره په خبرو بوخت دی چې لاري پرانیستل شي. هغې د پیښې په اړه د پلټنو خبره هم کړې ده.

د چهارشنبې په ورځ هم افغان ځانګړو ځواکونو په لوګر ولایت کې د ناټو د هوایي برید غوښتنه وکړه. په دې پیښه کې لس کسان وژل شوي خو تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې څو کسان پکښې ملکیان دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب