معنوي: د ټاکنو پايلي يوه اونۍ ځنډېږي
۱۳۸۹ مهر ۱۴, چهارشنبهټاکل سوي وه چي د ولسي جرګي د انتخاباتو پايلي د رواني مياشتي پر اولسمه نېټه اعلام سوي خو اوس به دغه پايلي تر ټاکلي مودي يوه اونۍ وروسته اعلاميږي.
په داسي حال کي چي د ټاکنو په تر سره کيدو څه باندي دوه اونۍ تيريږي خو لا هم کمېسيون ته شکايتونه ور روان دي.
معنوي وايي چي دغه شکايتونه د ټاکنو د ځنډ سربيره له ليستونو څخه د يو شمير کانديدانو د نومونو د لري کولو لامل هم سوي دي.
« موږ پايلي اعلاموو، خو متاسفانه هغه څه چي مخ ته راځي هغه دا دي چي موږ د ټاکنو پايلي په دقيقه توګه څېړو، خرابي رايي له سمو جلا کوو او دا کار ډير وخت ته اړتيا لري. کمېسيون پرکړه وکړه چي يوه اونۍ په ځنډ يعني د تلي د مياشتي پر پينځه ويشتمه به لومړنۍ پايلي اعلام کړي».
د ټول ټاکنو کميسيون وايي د هغو ۱۳۷ مرکزونو رايي چي مخکي شميرل سوي وي او پکښي د درغليو دموجوديت شک کيده له سره شميرل کيږي.
د معنوي د وينا له مخه د تقلب په دليل د ۸۶ مرکزونو رايي بې اعتباره اعلام سوي او ۹۷ تنه نور نوماندان چي په درغليو کي د لاس درلودو له تورونو سره مخ دي د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کمېسيون ته ور پيژندل سوي دي.
له دي سره د هغو کانديدانو شميره چي د ټاکنو را پدي خوا د درغليو د تر سره کيدو په شک د شکايتونو د اوريدو کميسيون ته ور پيژندل سوي ۱۴۲ تنو ته ورسيده.
د ټول ټاکنو کمېسيون يوه ورځ وروسته ترهغه چي په خوست کي يي ولايتي آمر د درغليو په تور څارنوالۍ ته پيژندل سوی د يو شميرسرغړونکو کانديدانو د پيژندګلوۍ خبر ورکوي.
د کمېسيون چارواکي وايي چي دوی د شکايتونو د اوريدو په برخه کي جدي څېړني کوي او د خلکو ګنګوسي به ددوی د کارونو پر بهيرهيڅ راز منفي اغيزي و نه لري.
د ټول ټاکنو د کمېسوين د رئيس په خبره، تر اوسه پوري ۲۷۵ نوماندانو د ټاکنيزو منډوترړو پر مهال د خپلو لګښتونو مالي راپور دوی ته ندی سپارلي او ۳۸ نورو بيا ترټاکلي اندازي زيات لګښت کړي چي د انتخاباتي شکايتونو د ارزوني کمېسيون ته به ور وپيژندل سي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل