1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نړیوال د انساني قاچاق پر ضد د افغانستان پر کړنو قانع نه دي»

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

د افغانستان د عدليې وزیر وايي چې د انساني قاچاق تر ټولو ستر قربانیان ماشومان دي. نوموړي افغانستان کې د انساني قاچاق په ځانګړي توګه د ماشومانو قاچاق او بچه بازی په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رپوټ تایید کړ.

Migranten an der türkisch-griechischen Grenze
انځور: picture-alliance/AA/S. Coskun

 

د افغانستان د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي چې انساني قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون مشري هم کوي، نن سې شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست ۱۰مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، هېواد کې شته عوامل سبب شوي چې د انساني قاچاق او بچه بازی په څېر پديدې پراخې شي.

هغه وويل: «مونږ باید نړۍ ته وښیو چې ددې پدېدې د مخنیوي لپاره مونږ څه اقدامات کړي، چې له ماشومانو باید په هیڅ ډول ناوړه استفاده ونه شي، دغه راز ماشومان باید په امنیتي بنسټونو کې ونه ګومارل شي، دا ډير مهم بحثونه دي، اقدامات هم شوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قناعت یې نه دی ترلاسه کړی.»

د ښاغلي معنوي پر وینا، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د ماشومانو ګومارل او بچه بازي لاهم د هېواد په لمن د یوه تور داغ په توګه پاتې دي.

نوموړي د بچه بازی پر وړاندې د حکومتي اقداماتو په لړ کې وویل، چې لویې څارنوالۍ د روان کال په لومړۍ ربعه کې د بچه بازۍ ۴۰ دوسیې څېړلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رپوټ ښيي، چې افغانستان د انساني قاچاق او بچه بازۍ له اړخه د نړۍ دریم هېواد دی.انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د دیني زده کړو په نوم د ماشومانو قاچاق

د عدلیې وزیر وویل، یوشمېر کم عمره ماشومان د اسلامي زده کړو په پلمه له ډیورنډ کرښې هاغاړه لېږدول شوي، چې اوس هلته ترهګریزې زده کړې ورکول کیږي.

د ښاغلي معنوي پروینا ددغو ماشومانو عمرونه له ۱۳ تر ۱۴ کلنۍ پورې اټکل شوي چې تر ډېره د هېواد له لرې پرتو ولسوالیو لېږدول شوي. هغه وويل: «دغه ماشومان چې له بده مرغه شمېر یې ډېر دی له پولو اړول کیږي او په بلوچستان او خیبر ایجنسی کې ترهګریزې زده کړې ورکول کیږي.»

معنوي ددغو ماشومانو کره شمېر په ډاګه نه کړ، خو زیاته یې کړه چې یوشمېر یې استخباراتي او کشفي ارګانونو بېرته خپلو کورنیو ته ورګرځولي دي.

انساني قاچاق په اړه د کډوالو چارو وزارت اندېښنه

افغانستان کې د جګړو له پراختیا سره هممهاله کډوالو چارو وزارت اندېښمن دی چې ښايي له دې فرصت څخه تر هرچا ډېر انساني قاچاقچیان ګټه پورته کړي.

ددغه وزارت ویاند اسلام الدین جرات دویچه ویله ته وویل، په تېرو دوو میاشتو کې د کورني بې ځایه کېدو سربیره له هېواد د ناقانونه کډوالۍ کچه هم لوړې شوې. هغه وايي: «دې وضعیت انساني قاچاقبرانو ته موقع مساعده کړې او مونږ مخکې هم په دې اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړې ده.»

د ښاغلي جرات پر وینا د انساني قاچاقچیانو اصلي رېښې په ترکیه، فرانسه او یونان کې دي، خو افغانستان کې یې هم څانګې فعالې دي.