1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

مغزي سکته؛ کله چې مغزو ته وینه نه رسیږي

۱۳۹۸ آبان ۸, چهارشنبه

په کال کې کابو ۱۵ میلیونه انسانان له مغزي سکتې سره مخامخیږي. په ایران کې د مړینې د کچې دوهم عامل مغزي سکته ده. خو مړینه د مغزي سکتې له پایلو یوه ده. مغزي سکته په نړۍ کې د فزیکي او عصبي ناتوانیو یو اصلي عامل دی.

28.01.2015 DW Feature KW07 Schlaganfall

د اکتوبر ۲۹مه نیټه د مغزي سکتې د نړیوالې ورځ په توګه نومول شوې ده. د نړیوالو سازمانو د شمیرو له مخې هر کال کابو په ټوله نړۍ کې ۱۵ میلیونه انسانان له مغزي سکتې سره مخامخیږي. مغزي سکته تر ۶۰ کلنۍ په زیات عمر کې د مړیني دریم اصلي عامل او له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۵۹ کلنۍ پورې د مړیني پنځم اصلي عامل ګڼل کیږي.

خو مړینه د مغزي سکتې له پایلو څخه یوه ده. د نړیوالو سازمانونو د رپوټونو له مخې له ۱۵ میلیونه کسانو چې له مغزي سکتې سره مخامخ کیږي، شا او خوا شپږ میلیونه کسان مري.

مغزي سکته هغه وخت رامنځ ته کیږي چې وینه د مغزو یوې برخې ته ونه رسیږي چې د هغې په پایله کې دا ممکنه ده چې د مغزو سلولونه زیان وویني او یا مړه شي. دا په دې پورې تړلې ده چې د مغزو کومه برخه زیان ویني او په پایله کې یې د بدن حرکات، خبرو او حس باندې اغیز کوي. مغزي سکته د فزیکي، عصبي ناتوانیو او یا په بل دلیل د معلولیت اصلي علت دی.

ایران په نړۍ کې د مغزي سکتې د رامنځ ته کیدو له مخې دوهم هیواد ګڼل کیږي. د ایران د مغزي سکتې له سازمان، څخه ډاکټر بابک زماني وایي چې مغزي سکته په ایران کې د میړنې دویم لوی علت دی.

د مغزي سکتې عوامل

متخصصان دغه عوامل په دوو برخو ویشي: کنترولیدونکي او نه کنترولیدونکي. ژینتیکي عوامل، سن او جنسیت له هغو عواملو څخه دي چې د تغیر وړ نه دي. د مغزو او اعصابو د متخصصینو په وینا تر ۵۵ کلنۍ په زیات عمر کې د مغزي سکتې احتمال څو وارې ډیریږي.

د وینې د فشار او کلسترول کنترول او تحرک او مناسبه تغذیه هغه اقدامات دي چې کولی شي د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته وکړي. د الکولو او دخانیاتو استعمال چې د زړه د ناروغیو، مغزي عروق او د وینې د لوړ فشار د ناروغیو د زیاتوالي سبب ګرځي نور هغه موارد دي، چې نه تر سره کول یې د مغزي سکتې په مخنیوي او د یا هغې د نه تکراریدو په برخه کې مرسته کوي.

له رواني فشار او غیر طبیعي هیجان څخه پرهیز چې د فشار او د وینې د غوړ د زیاتیدو سبب ګرځي او د مغزي سکتې له پاره د زمینې په برابرولو کې مرسته کوي هم هغه موارد دي چې د دغې ناروغۍ د مخینوي په برخه کې مطرح کیږي. د خوړو نامناسب رژیم او حرکت نه کول هم د مغزي سکتې د رامنځ ته کیدو له مهمو عواملو څخه شمیرل کیږي.

په «درو طلایي ساعتونو» کې د ژغورنې هیله

ډاکټران وایي چې د مغزي سکتې د درملنې موفقیت له ۳۰ سلنې څخه تر ۵۰ سلنې دی. د مغزو او اعصاوب ډیری متخصصین «درې ساعته طلایي وخت» ته اشاره کوي او پر دې باور دي چې که چیرې د مغزي سکتې درملنه په لومړینو ساعتونو کې وشي، ۳۰ سلنه ناروغان بشپړه روغتیا تر لاسه کوي.

په همدي دلیل تخصصي مرکزونو ته د مرستې د ترلاسه کولو په موخه د مغزي سکتې د ناروغانو ژر انتقالول اهمیت لري. خو د دغه ډول خدماتو د ترلاسه کولو له پاره باید لومړی د مغزي سکتې د درمنلې ځانګړي مرکزونه موجود وي.

د مغزي سکتې ځینې نښې نښانې

په اصطلاح په طلایي وخت کې د ناروغانو د ژغورنې له پاره متخصصین د مغزي سکتې د علایمو پر جدي نیولو باندې ټینګار کوي. د بدن ضعیفه کیدل، د لاسونو او پښو د نه ښورولو وړتیا، د اندامونو یا د بدن د یوه طرف بې حسه کیدل، په خبرو کولو کې اختلال د دې ډول سکتې له ځینو نښو نښانو څخه دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب