مقبل: د خاشخاشو کښت ډير کم سوی دی
۱۳۹۰ مرداد ۵, چهارشنبهد افغانستان حکومت د لومړي ځل له پاره د ملک د خاشخاشو په توليد کي د څلويښت سلنه کموالي خبر ورکوی.
افغانستان د نړۍ په کچه د هغو هيوادونو په کتار کي د سر ځای لري، په کومو کي چي ډير مخدره توکي توليديږي.
د ملګرو ملتونو شميرې ښيي، چي دغه هيواد د نړۍ نوي سلنه مخدره توکي توليدوي.
افغانستان د مخدره توکو له اړخه د نړۍ په کچه يو له بدنامو هيوادونوڅخه شميرل کيږي، چي په تيرو لسو کلونو کي، په دې برخه کي د مبارزې لپاره د سلګونو مليونو امريکايي ډالرو په لګولو سره بيا هم د کوکنارو د کرکيلي مخه نده نيول سوې.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل وايي، چي دمګړی افغانستان د نړۍ اتيا سلنه مخدره توکي توليدوي، په داسي حال کي چي مخکي تر دې دغه اندازه نوي سلنه ول.
« د ۲۰۱۰ کال د احصايي له مخي موږ د نړۍ نوي سلنه مخدره توکي توليدول او د ملګرو ملتونو له مخدره توکو اوجرمونو سره د مبارزې ادارې د يوې نوي شميرې له مخي افغانستان د نړۍ اتيا سلنه مخدره توکي توليدوي، چي دا د تير په پرتله لس سلنه ټيټوالی ښيي، دا يوه لويه لاس ته راوړنه ده خو کافي يي نه بولو».
له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کي که څه هم، يوه اندازه مالي سرچيني حکومت ته په واک کي ورکړل سوي. خو د پرسونل او کاري ځواک نه شتون اوله کروندګرو سره د بديلو کښتونو په برخه کي نه مرسته هغه لاملونه شميرل کيږي چي دغه بوټي لا هم په ډيرو ولايتونو کي تر سترګو کيږي.
له نشه يي توکو سره د مبارزي وزير د نشه يي توکود کشف او ضبط په برخه کي د پوليسو د وړتياوو په اړه وويل، چي دمګړی افغانستان د نشه يي توکو د کشف د يوې سلني وړتيا لري.
خو د ملګرو ملتونو يو تازه راپور کاږي، چي افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د مخدره توکو د توليدونکو هيوادونو په نوم لړ کي مخکښ ځای لري.
دغه رپوټ کاږي، چي په افغانستان کي د نشه يي توکو له کښت اوکاروبار څخه ډيري پيسې د نشه يي توکو د مافيا لاس ته لويږي.
دغه پيسي وروسته په يوه ډول نه په يوه ډول د هغو جنګيالو د تجهيز او سمبالښت له پاره کارول کيږي، چي دمګړی له افغان حکومت او نړيوالي ټولني سره په جګړې بوخت دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل