ملاله یوسفزۍ چې د ماشومانو د حقوقو فعاله او د نوبل جایزې گټونکې ده اوس د ملگرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو گویترس له خوا د سولې استازې په توگه وټاکل شوه. د ملگرو ملتونو په تاريخ دا تر ټولو کم سنه ده چې د سولي د استازې په توگه ټاکل کیږي.
۱۹کلنه ملاله یوسفزۍ په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په مقر کې په دې تړاو جوړې شوي غونډي ته وویل: «تعلیم د هر ماشوم حق دی او په ځانگړې توگه د نجونو له پاره چې له دې حق څخه باید محرومه نه شي. که چیرې موږ پرمختگ غواړو باید نجونو ته تعلیم ورکړو. او کله چې تاسي نجونو ته تعلیم ورکړئ په دې سره به ټوله ټولنه بدلون ومومي. زه ډیره ویاړم چې دا جایزه ماته راکول کیږي.»
ملالي زیاته کړه: «زه هیله لرم او ټولو ځوانو نجونو ته دا جرأت ورکوم: چې تاسې باید راپاڅیږئ او پر خپل ځان باور ولرئ. که چیرې یوه روښانه راتلونکي غواړئ سر له اوسه کار پېل کړئ.»
د افراطیانو هدف گرځیدل
انځورونه - «زه، ملاله یم»
د پاکستان د سوات اوسیدونکي ۱۵ کلنې ملاله یوسفزۍ، له یوه نشراتي ادارې سره تړون کړی چې خپل یادښتونو ته د یوه کتاب شکل ورکړي. د دغه کار له پاره ملالۍ یوسفزۍ ته درې میلیونه ډالر ورکول کیږي. انځور: picture alliance / dpa ۱۵ کلنه ملاله یوسفزۍ چې د پاکستاني طالبانو له یوه برید څخه ژوندې پاتې شوې، غواړي خپل یاداښتونه د کاغذ پر مخ ولیکي. د رپوټونو له مخې د دغه کتاب لیکلو له پاره به هغه درې میلیونه امریکایي ډالر تر لاسه کړي.
انځور: picture-alliance/dpa کتاب به د سږني کال په مني کې چاپ شي د فرانسې خبري آژانس د نوموړي کتاب د ناشرینو په حواله لیکلي دي چې دغه کتاب به په روان کال کې نشر ته ته ورسپارل شي. دغه کتاب «I am Malala» نومیږي.
انځور: picture alliance / AP Photo «په تاسو کې ملاله څوک ده؟» د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر میاشتې نهمه نیټه ده. ملاله د ښوونځي د نورو نجونو سره په موټر کې ناسته ده. خو د هغوی موټر د طالبانو له لوري درول کیږي. یو تن طالب موټر ته ورپورته کیږي او وایي: «په تاسو کې ملاله څوک ده؟ که چیرې خوله نه پرانیزﺉ نو تاسو ټول وژنو!»
انځور: AP په لومړي سر کې د ملالې تداوي په پاکستان کې وشوه ملاله پیژندل کیږي او د یوه وسله وال له لوري په سر ویشتل کیږي. هغه ډیره سخته ټپي کیږي، خو ژوندۍ پاتې کیږي. د ملالۍ لومړنۍ درملنه په پاکستان کې وشوه، خو بیا د نورو عملیاتونو له پاره د بریتانیې د برمنګهم ښار ته یوړل شوه. اوس د هغې روغتیایي وضعه ښه ده او ښوونځي ته یې تګ پیل کړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa تر ټپي کیدو څو ورځې وروسته ملاله یوسفزۍ، د یوې ځانګړې الوتکې پواسطه د بریتانیې برمنګهم ښار ته د درملنې له پاره راوستل شوه. په دغه روغتون کې د هغې څو جراحي عملیاته تر سره شول او اوس له روغتون څخه کور ته تللې ده.
انځور: picture-alliance/dpa د ملالۍ د ټپې کیدو وروسته د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې د هغې سره د خواخوږۍ د څرګندولو له پاره بیلا بیلې غونډې تر سره شوې او پر هغې شوی برید په سختو ټکو کې وغندل شو.
انځور: AP ملاله وایي، هیله منده ده، چې کتاب یې په ټوله نړۍ کې ولوستل شي او لوستونکي پر دې پوه شي چې د ځینو ماشومانو له پاره د تعلیم حاصلول څومره ستونزمن کار دی. په افغانستان کې هم د ملاله یوسفزۍ د روغتیا له پاره په ښوونځیو کې دعاګانې شوې وې.
انځور: DW ملاله یوسفزې ته د با جرات نجلۍ خطاب کيږي. د «ټایمز» مجلې هغې ته په ۲۱۰۲م کال کې تر اوباما وروسته په نړۍ کې د دویم شخصیت لقب ورکړی دی. ملاله د نوبل سولې جایزې ته هم نومول شوې ده. پر دې سربیره د ملګرو ملتونو له لوري د نوامبر د میاشتې لسمه نیټه «د ملالۍ د ورځ» په نوم نومول شوې ده.
انځور: picture alliance / dpa
په ۲۰۱۲م کال کې ملاله یوسفزۍ د پاکستان په سوات سیمه کې د افراطيانو د یوه وسله وال برید هدف گرځیدلې وه، ځکه چې هغې د نجونو د تعلیم له پاره فعالیت کاوه. تر هغه وروسته ملاله د درملنې له پاره پیښور ته یوړل شوه او وروسته بیا لندن ته یوړل شوه. له هغه وخت راهیسې ملاله له خپلې کورنۍ سره په لندن کې ژوند کوي. په ۲۰۱۴م کال کې ملاله یوسفرۍ او د ماشومانو د حقوقو هندي فعال کیلاش ساتیارتي ته د نوبل د سولې جایزه په گډه ورکړل شوه.
ملالي یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ وویل: «تندلارو زما د مخنیوي هڅه وکړه، زما د وژلو هڅه یې وکړه خو بریالي نه شول. اوس دا یو نوی ژوند دی، دوهم ژوند دی او دا د تعلیم په موخه دی.»
درې کاله ترمخه هم ملالي یوسفزۍ د خپلې۱۶کلیزي په ورځ په ملگرو ملتونو کې د ښځو د تعلیم په هکله یوه وینا وکړه.
د سولې د استازې په توگه د ملالي یوسفزۍ د ټاکلو اعلان د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گویترس وکړ. د ملگرو ملتونو د سولې په نورو استازو کې د هالیوډ فلمي ستوری لیوناردو دي کاپریو، مایکل دوگلس او ایډوارډ نورټن هم شامل دي. د خپلې کاري مودې په دوره کې باید ملاله د دې له پاره هڅې وکړي چې په ټوله نړۍ کې نجوني تعلیم ته آزاد لاس رسی ولري.
ملالي ویلي دي چې په جون میاشتې کې د خپل ښوونځي تر بشپړولو وروسته، غواړي په پوهنتون کې د فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخه کې زده کړې وکړي.
ملاله په ملګرو ملتونو کې: اجازه راکړﺉ چې خپل قلم او کتاب په لاس کې ونیسو. ملګرو ملتونو د جولايي ۱۲ چې د ملاله یوسفزۍ د زیږیدنې نیټه ده، د «ملالې د ورځې» په توګه ونوموله. انځور: AP ملګرو ملتونو د جولايي ۱۲ چې د ملاله یوسفزۍ د زیږیدنې نیټه ده، د «ملالې د ورځې» په توګه ونوموله. د قبایلي سیمې سوات څخه دغه نجلۍ د طالبانو د تیر کال له یوې خونړۍ حملې څخه ژوندۍ پاتې شوه. هغې د ملګرو ملتونو په مقر کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل: «یو ماشوم، یو ښوونکی، یو قلم او یو کتاب نړۍ ته بدلون ورکولای شي.»
انځور: picture-alliance/dpa ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو په مقر کې په داسې حال کې چې د هغه سازمان عمومي منشي بان کي مون او د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه د ځوانانو استازو ګډون درلود، په خپلې وینا کې د نړۍ د ټولو ماشومانو له پاره د وړیا زده کړې غږ وکړ.
انځور: Reuters ملالې د ملگرو ملتونو د ځوانانو اسامبلی ته وویل: «راځې چې خپل قلم او خپل کتاب په لاس کې واخلو، دا زموږ تر ټولو پیاوړې وسله ده. یو ماشوم، یو ښوونکی، یو قلم او یو کتاب کولای شي چې نړۍ ته بدلون ورکړي. زده کړې د حل یوازینې لار ده.»
انځور: DW ملالې دغه راز د نړۍ له دولتونو څخه وغوښتل چې د زده کړو ضمانت وکړي.
انځور: picture alliance / AP Photo د بریتانیا پخوانی صدراعظم ګوردن براون، چې اوس د ښوونی او روزنی له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی او د «ملالې د ورځې» بندوبست یې کړی وو، وویل: «دغه احساس لرونکي او اخلاقي نجلۍ چې سخته ټپی شوې وه، اوس په یوه پیاوړي سبمول بدله شوې ده.»
انځور: picture alliance / dpa ملالې څلور کاله مخکې، چې کابو یوولس کلنه وه په خپل فعالیت پیل وکړ. هغه ډیر ژر د طالبانو له قهر او غوسی سره مخامخ شوه.
انځور: picture-alliance/dpa ملاله یوسفزۍ د سوات په سیمه کې ژوند کاوه. هغې د خپلو خلکو، په خاصه توګه د نجونو او ښځو د وضعیت په هکله مقالې لیکلی او په خپل وېبلاګ کې یې خپرولې.
انځور: Reuters د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر نهمه وه. ملاله له خپلو نورو همزولو سره د ښونځي په یوه مني بس موټر کې سپره وه. په ناڅاپی توګه وسلوالو طالبانو د هغوی د سپرلې موټر ودراوه. یو تن له هغو څخه موټر ته وخوت او په غوسې سره یې غږ وکړ: «ووایی چې ستاسو له ډلې څخه ملاله څوک ده؟ که چیرې شور ماشور او یا مو چیغې وکړې، تاسې ټول به ووژنم.»
انځور: picture-alliance/dpa ملاله د ښونځي د نجونو په منځ کې پیژندل کیږي. پر هغې باندې ډزې کیږي او په سر کې ډیره سخته ټپي کیږي. خو هغه له خونړۍ حملې څخه ژوندۍ پاتې کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa پاکستاني طالبانو وروسته له هغې چې د ملالې د وژلو قصد یې وکړ، په یوې وینا پاڼه کې هغه د «غرب جاسوسه» وګڼله.
انځور: RIZWAN TABASSUM/AFP/GettyImages طالبانو په خپلې یوې وینا پاڼه کې اعلان وکړ: «اسلام د دښمن د جاسوس د وژلو اجازه کړې ده.» په همدې وجه هغوی د ملالې د وژلو قصد وکړ. خو د ملالې د وطن د ماشومانو په شمول د نړۍ ټولو ماشومانو د هغې د روغتیا له پاره د دعا لاسونه پورته کړي دي.
انځور: AP