1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

ملاله: فیفا دې د ښځو د فوټبال لوبډله په رسمیت وپیژني

۱۴۰۱ دی ۱۶, جمعه

ملاله یوسفزۍ: فیفا دې د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت وپیژني

Aktivistin Malala Yousafzai
انځور: MICHAEL TRAN/AFP

ملاله یوسفزۍ چې د نوبل د سولې جایزه یې ګتلې ده، د فوټبال له نړیوال فیدراسیون څخه غوښتي دي چې د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت وپيژني.

هغې د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې «طالبان له عامه ژوند څخه ښځې بې برخي کوي.» نوموړې زیاته کړې چې د فوټبال نړیوال فیدراسیون دي د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت وپيژني او دا پیغام دي منعکس کړي چې ښځې کار ته او درسي ټولګیو ته باید ولاړې شي او د فوټبال په میدان کې حضور ولري.

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې تر ټولو زیات د ښځو پر وړاندې ورځ تر بلې محدودیتونه پراخیږي. ښځې له سپورته منع شوي او پارکونو ته پر تګ یې هم بندیز لګول شوی او په عامه ادارو کې هم له دندو راګرځول شوي.

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم هم بندیز دی. همداشان په وروستیو کې طالبانو په بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز وضع کړ.

په پام کې ده چې د ۲۰۲۳م کال د جولای میاشتې له ۲۰مې نېټې څخه د اګست تر شلمې نېټې پورې په آسترالیا او نیوزیلنډ کې د ښځو فوټبال نړیوال جام ترسره شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب