1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

ملا حسن: پاکستان دې د افغانانو د نیولو لړۍ ودروي

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعه

د طالبانو رئیس الوزرا له پاکستان څخه غوښتي، چي په دغه هیواد کي د افغان کډوالو د نیولواو شړلو لړۍ ودروي.دده په خبره، له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته اسانتیاوي چمتو کیږي.

Pakistan | Torkham Grenzübergang nach Afghanistan
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance


له هغه وروسته، چي اسلام اباد د دوی له خاوري څخه  د ۷.۱ میلون کډوالو د وتلو وخت وټاکی، تراوسه ۱۶۵زره افغانان د یوې میاشتي په موده افغانستان ته ستانه سوي دي.

په کابل کي د طالبانو مشران د پاکستان دغه پرېکړه«ظالمانه» ګڼي.

د طالبانو رئیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند نن جمعه په یو ویډیويي پيغام کي د پاکستان پولیس د کډوالو په وړاندي په « ظالمانه کړنو» تورن کړل او زیاته يې کړه، چي «دغه بدنامي» به په تاریخ کي ولیکله سي.

ده له پاکستانهوغوښتله، چي بې له اسنادو افغان کډوالو ته وخت ورکړي، ترڅو په خپله خوښه هیواد ته ستانه سي. نوموړي زیاته کړه:« ښه او بد حکومتونه ځي او راځي، خو د خلکو ترمنځ اړیکي تر قیامته پوري پاتیږي. زه غواړم، چي افغانانو ته وخت ورکول سي، چي په درناوي خپل هیواد ته را ستانه سي.»

په زرګونه کډوال له افغانستان سره پر پوله بند پاتې دي

03:33

This browser does not support the video element.

ملاحسن اخوند په دغه ویډیويي پیغام کي ویلي، چي ټولو ملکي او نظامي څانګو ته يې امر کړی دی، چي له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزي دي ور حل کړي:«ټولي نظامي او ملکي  ادارې مکلفي دي، چي هیواد ته د راستنېدونکو افغانانو د خوراک، پوښاک او نورو اړتیاوو غم دي وخوري.»

اوسمهال په زرهاوو افغانان دپاکستاناو افغانستان پر پوله افغانستان ته د تګ شېبې شمېري، د مرستندویه ټولنو په خبره، د ګڼي ګوڼي صحني ناهیلي کوونکي دي.

په همدې حال کي د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب اخوند هم په یو ږغیز پيغام کي، چي په ټولنیزو رسنیو کي خپور سوی دی ویلي دي:« پاکستان به ددې کار، چي کوي يې انجام وویني، فکر په کار دی، چي څه کرې هغه به ریبې.»

په پاکستان کې د افغان مهاجرو نه ختمیدونکې ستونزې

04:43

This browser does not support the video element.

مجاهد پاکستان له افغان کډوالو سره په بې عدالتۍ تورن کړ اوغواړي، چي د افغانانو د نیولو او شړلو لړۍ ودروي.

د طالبانو د باندنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی هم له پاکستانڅخه د افغان کډوالو ایستل «غیري انساني سیاست» بولي او له پاکستانه غواړي، چي دغه سیاست بدل کړي او کنه دده په خبره:« کابل اړ دی، چي غبرګون وښيي.»

کارپوهان: د طالبانو ځیني سیاستونه د کډوالو د شړلو سبب سول

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي، له هغه وروسته، چي طالبان د تحریک طالبان پاکستان« ټي ټي پي» د له منځه وړلو او له افغانستان څخه د ایستلو په ژمنو کي پاته راغلل او په دې اړه لاس په کار نه سول، نو اسلام اباد د کډوالو په شړلو غواړي، چي د افغانستان له طالبانو یوډول غچ واخلي.

پاکستان: افغان مهاجر د پاکستان له چلنده شکایت کوي

02:43

This browser does not support the video element.

سعیدي ډویچه ویله ته وویل:«طالبانو له پاکستاني چارواکو سره ژمنه کړې وه، چي د ټي ټي پي غړي به له منځه وړي او له افغانستان څخه به يې شړي، خو طالبانو دا کار ونه کړ او دا د دې سبب سو، چي پاکستان د افغانکډوالوایستلو ته ملا وتړله، ترڅو له طالبانو غچ واخلي.»

د سعیدي په خبره، طالبان نه سي کولای، چي له پاکستان څخه ورستنېدونکي افغانان وپالي ځکه دده په قول:«د ژمي په رارسېدو به یوانساني ناورین پېښ سي. طالبان یوشمیر دغه کسان د افغانستان شمال ته لېږي، چي دا قومي حساسیتونه راپاروي او په هیواد کي د ننه به یو لوی کړکېچ رامنځ ته کړي.»

«په پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کیږي»

18:21

This browser does not support the video element.

پاکستاني چارواکو د نومبر میاشتي له لومړۍ نېټې څخه د ورکول سوي مهلت د پاته رسېدو سره سم د ټولو هغو باندنیانو، چي ډېری يې افغانان دي له خپل هیواد څه د ایستلو لړۍ روانه کړې ده. 

دبشري حقونوفعالان او نړيوال بنسټونه له پاکستان څخه غواړي، چي د بې اسنادو کډوالو د شړلو او نیولو لړۍ ودروي، خو پاکستان دغه غوښتنه نه ده منلې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل