1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا يعقوب وايي له هېواده بهر جنګېدل جهاد نه دی

۱۴۰۲ مرداد ۱۵, یکشنبه

د طالبانو مشر ملا هبت الله آخوندزاده طالبانو ته له هیواده بهر له بریدونو څخه خبرداری ورکړی. د هغه دغه خبره د طالبانو دفاع وزير ملا محمد یعقوب مجاهد داسې وخت کړې چې پاکستان وايي د باجوړ په بريد کې افغانان ښکیل ول.

د آرشیف انځور - د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد
د آرشیف انځور - د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهدانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، د طالبانو دفاع وزير ملا محمد یعقوب د شنبې په ورځ د طالبانو امنيتي ځواکونو ته د يوې وينا پر مهال د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله آخوندزاده له قوله وویل که هر څوک د جهاد په نیت له هېواده بهر ځي، جهاد ته به يې جهاد ونه ويل شي، بلکې جګړه به وبلل شي.

د هغه خبرې د افغانستان پر ملي تلویزیون چې د طالبانو په اداره کې دی، خپرېدې. نوموړی دغه خبرې د پاکستان په باجوړ کې تر شوي ځانمرګي بريد څو ورځې وروسته کوي.

ورته نور ولولئ:  د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې چاودنې ۴۶ کسان وژلي دي

د پاکستان په باجوړ کې ځانمرګی برید د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پر یوه غونډه وشو چې په کې نژدي ۵۰ کسان ووژل شول. د ياد ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن د جمعې په ورځ په پېښور کې وويل چې طالبان دې د هغو وسله والو پرضد ګامونه واخلي چې پاکستان کې د بریدونو مسؤلیت اخلي.

مجاهد زیاته کړه که چېرته د دوی رهبر خپل «مجاهدین» له جګړې څخه منع کوي اما هغوی يې بیا هم کوي، نو هغه «جګړه ده نه جهاد.« ملا یعقوب مجاهد ټينګار وکړ چې د مشر اطاعت لازم دی.

ورته نور ولولئ: مولانا فضل الرحمن طالبانو ته: وسله والو پرضد ګام واخلئ 

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د افغان طالبانو حکومت په ښکاره توګه تورن نه کړ خو ويې ويل چې پاکستاني اورپکي خپل بریدونه د افغانستان په خاوره کې له خپلو «پټنځایونو» څخه تنظیموي.

 له دوو کلونو راهيسې چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسيدلي دي، په پاکستان کې د اورپکو حملې ډېرې شوي  دي. طالبانو تل ټينګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هيڅ هيواد په زیان ونه کارول شي او هيڅ چا ته به د دې اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي. 

(AFP)mks/mns/     

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب