1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا یعقوب: د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی

شکیلا ابراهیم خیل | امید دیدار
۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبه

افغانسان کې د طالبانو ادارې د دفاع چارسمبالي ملا یعقوب مجاهد ویلي چې د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی دی. نوموړي همداشان طالبانو ته خطاب کې ویلي، چې په پټو سترګو دې د چا پېروي نه کوي.

د طالبانو ادارې د دفاع چارسمبالی وزیر
د طالبانو ادارې د دفاع چارسمبالی وزیرانځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزیر ملا یعقوب مجاهد پرون جمعه د دغې ډلې د یو شمېر سرتېرو فراغت مراسمو کې طالبانو ته خطاب کې ویلي، چې په پټو سترګو دې له چا پیروي نه کوي.

د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر دې زوی ویلي: «خدای پاک موږ ته عقل او فکر راکړی او موږ یې مکلف کړي یو، چې په پټو سترګو دې له چا پیروي ونه کړو.»

هغه په ټینګار سره ویلي چې د «افغانستان هوايي حریم اشغال دی» او د دغې ډلې وزیران، قومندانان او نور چارواکي یوازې د حالت تماشه کوي.

د طالبانو ادارې د دفاع چارسمبالی وزیرانځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو ادارې د دفاع دې وزیر دا نه ده روښانه کړې، چې د افغانستان هوا د چا یا کوم هېواد له لوري اشغال ده؛ خو پر افغانستان د دغې ډلې تر ولکې راوروسته د افغانستان پر فضا د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو ډېر رپوټونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان هوايي حریم څومره خوندي دی؟

هغه ټینګار کړی، چې د نظامي زده کړو په زیاتولو سره باید له هوايي حریم ساتنه وشي.

ملا یعقوب مجاهد دا هم نه ده روښانه کړې، چې «په پټو سترګو» له پیروۍ یې موخه څه ده؛ خو طالب چارواکيو تل ویلي د خپل مشر ملا هیبت الله اخونزاده له حکمونو پیروي کوي. ملا هیبت الله اخونزاده د طالبانو د نورو مشرانو په څېر تر اوسه د رسنیو او عامو خلکو مخې ته نه دی راښکاره شوی.

ملا یعقوب:‌ امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته پاکستان خپل هوايي حریم ورکړی

په دې وروستیو کې د طالب مشرانو او چارواکیو تر منځ د اختلافاتو د راپیداکېدو ډېر رپوټونه ورکړل شول. د ملا یعقوب مجاهد له څرګندونو وړاندې د دغې ډلې د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني او د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي هم د چا د نوم نه اخستلو پرته د طالب مشرتابه پر کړنو نیوکې کړې وې.

آیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې مخ پر خرابیدو دي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل