ملي سوداگر په هيواد کي پانگوني ته زړه نه ښه کوي
۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبهد افغانستان د سوداګريزو خونو مرستيال او د هيواد ستر سوداګر خانجان الکوزی وايي، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير د نيټي له رانيږدي کيدو سره سم د سوداګرو انديښني هم مخ پر زياتيدو دي.
دی وايي سره له دي چي د بېلابېلو هيوادونو له لوري د خپلو سرتيرو د ايستواعلانونو افغانستان ته د خوارکي توکو په وارداتو کومه خاصه اغيزه نه ده کړي خو په دغه هيواد کي يې د پانګوني مخه څه ناڅه ډب کړې ده.
دغه راز، د کابل د سوداګرو ټولني مرستيال حاجي نظام الدين تاجزاده هم انديښمن دی، چي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتو سره به د سوداګرو امنيت له ستر ګواښ سره مخ سي.
ښاغلي تاجزاده چي له بهر څخه يې د خوارکي توکو د وراداتو په برخه کي په ميليونو ډالره پانګونه کړې دويچه ويله ته وويل، چي تر دې وروسته به په افغانستان کي د امنيتي ستونزو له امله د خپل کاروبارو کچه راټيټه کړي.
خو د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير به د سوداګرو پر امنيت کومه اغيزه ونه کړي.
ددغه وزارت وياند صديق صديقي دويچه ويله سره په خبرو کي افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ چي د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به هم ددوي امنيت خوندي وي.
سره له دې چي افغان چارواکي په روانه ميلادي مياشت کي د امنيت ليږد بهير پر پلي کيدو ټينګار کوي خو له تيرو ۲ ورځو راهيسي يو شمير امريکايي سناتورانو په خپلو څرګندونو کي له افغانستان څخه د سرتيرو په ايستلو کي بيړه خطرناکه بللې ده.
اسماعيل شاکر/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل