1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملکه الیزابت دویمه ومړه

۱۴۰۱ شهریور ۱۷, پنجشنبه

د ملکې الیزبت دویمې د مړینې خبر د هغې د روغتیایي حالت د خرابیدو وروسته تائید شو. اوس نو د هغې زوی د پاچا چارلس دریم په توگه یادیږي. د ملکې د مړینې له کبله نړیوالو مشرانو خپله خواشیني څرګنده کړې.

د بریتانیا ملکه الیزابت دویمه
د بریتانیا ملکه الیزابت دویمهانځور: Eddie Mulholland/REUTERS

ملکه الیزابت دویمه په ۹۶ کلنۍ کې په سکاټلند کې په خپل کور کې د پنجشنبې په ماښام مړه شوه. له بیکینګهم ماڼۍ څخه دغه خبر د بریتانیا په ځايي وخت د ماښام پر شپږ نیمو بجو تائید شو. په دې تړاو خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «ملکه په آرامښت کې نن تر غرمې وروسته په بارمورال کې ومړه.»

د پنجشنبې په ورځ تر دې مخکي ويل شوي ويل چي ملکه ناروغه ده. ملکه الیزابت دویمه د بریتانیا د شاهي کورنۍ هغه غړې وه چې تر ټولو ډېر وخت ملکه یا پاچا وه.

د شاهي کورنۍ غړي بارمورال ته رسیدلي دي. شاهي ماڼۍ ویلي دي چې د ملکې زوی چې اوس د بریتانیا پاچا دی او د پاچا جارلس دریم په توګه پیژندل کیږي، سبا به لندن ته ستون شي.

د ملکې د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته، ډېرو نړیوالو مشرانو خواشیني ښوولې. د آلمان صدراعظم اولف شولتڅ، ویلي دي چې ملکه په آلمان کې هم د میلیونونو کسانو له پاره الهام بخښونکې او بیلګه وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل