د بریتانیا ملکه الیزابت ترڅو میاشتو قرنطین وروسته بیرته عام محضر ته راښکاره سوه. هغه عکسونه ، چي ددې څخه د تیري یکشنبه په ورځ(د می میاشتي ۳۰ مه) خپاره سول، ښکاره کوي، چي دا د خپل ذوق یوه فعالیت پرمهال ده: یعني د ویندز د کلأ په چمن کي پرآس باندي سپره ښکاره کیږي.
په دې سره نو ظاهرأ داسي معلومیږي، چي بریتانویان باید ددغي ۹۴ کلني ملکې په مورد کي تشویش ونه کړي، کومه چي اوس تر ډیري مودې قرنطین وروسته په ازاده فضأ کي عامه محضر ته راښکاره سوې ده.
ملکه الیزابت په حیوان دوستي باندي ډیره مشهوره ده، خصوصآ د خپل آس او سپي سره ډیره مینه لري.
ملکې الیزابت د همدې عیسوي کال په مارچ میاشت کي د کرونا پانډمۍ تر شیوع وروسته د بېکینګهم قصر د خپل ۹۸ کلن میړه سره یوځای د ویندز کلأ ته د تلو په نیت پریښووئ. د رسنیو په حواله هغې د خپل ځان سره د آس ترڅنګ دوه خپل سپیان هم بیولي وه. دا معلومه خبره ده، چي دې هلته هم خپل مجلل او شاندره ژوند ته ادامه ورکړې او ډیر نوکران او خدمې یې د ځانه سره بیولي او قرنطین کړي .
ملکې الیزابت د خپل قرنطین پروخت هم په منظم ډول د صدراعظم بوریس جانسن سره تلیفوني او ویدیويي ارتباط درلود. هغې د ویندز په کلا کي د بریتانیا خلګو ته دوې ویناوي وکړې، چي یوه یې د ډاکترانو او نرسانو د روحې د تقویې پخاطر او بله یې د دوهم عمومي جنګ پرمهال پر نازي المان باندي د بریتانیا او متحدینو د کامیابۍ پخاطر وه.
د رسنیو په حواله د ملکې الیزابت اوسنی راظاهریدل به اتفاقي نه وي، ځکه چي دا نن (د جون میاشتي دوهمه) د خپلي تاج ایښولو ۶۷ مه کلیزه لمانځي.
زموږ له آرشيف څخه:
مېرمنې وپېژنئ چي د هيوادونو د قدرت واګي يې په لاس کي دي ـ انځورونه
په نړۍ کي د ملګرو ملتونو ۱۹۵ غړيتوب لرونکي هيوادونه دي. په اکثريت دغو هيوادونو کي د حکومتونو او دولتونو مشران نارينه دي. کم شمېر هغه مېرمني چي په خپلو هيوادونو کي پر واک دي، دلته يې وپېژنئ: انځور: Reuters/Lehtikuva/V. Moilanen څلوردېرش کلنه سانا مارين لږ وخت مخکي د فنلند هيواد د سوشل دیموکراتيک ګوند مشره وټاکله سوه. هغې د دسمبر مياشتي په لسمه نېټه د لومړۍ وزيرې په توگه له پاره لوړه او په نړۍ کي تر ټولو کم عمر لرونکې صدراعظمه سوه.
انځور: Reuters/Lehtikuva/V. Moilanen جيسنډا آرډرن د ۲۰۱۷ کال راهيسي د نيوزيلند هيواد لومړۍ وزيره ده. هغې د ۳۷ کالو په عمر د دغه هيواد د څلوېښتمې لومړۍ وزيرې وظيفه په غاړه واخيسته او دويمه لومړۍ وزيره ده چي د خپلې دورې پر وخت يې ماشوم وزېږېد. له هغې مخکي د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بهټو د لومړي وزارت پر وخت مور سوې وه.
انځور: AFP/Getty Images/S. Keith د لاطین امریکا د بولیویا هيواد د کيڼ اړخه سياستوال ايوو موريلس د ولسمشرۍ څخه تر ليري کېدنې وروسته ۵۲ کلنه مېرمنه جينين انيز ولسمشره سوه. هغې تر مخه د سنا رياست په غاړه لره او د ښي اړخ سياستواله ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Karita د بيلجيم پخوانۍ د خزانې وزيره سوفي ويلمز د روان کال د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د دغه هيواد لومړۍ وزيره سوه. هغه لومړۍ مېرمنه ده چي په دغه هيواد کي صدراعظمه کيږي. دغه ۴۴ کلنه مېرمنه فرانسوي ژبې ده او د منځلاري ايم آر ګوند سياستواله ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Belga/V. Lefour د سلواکيې ولس د ۲۰۱۹ کال په مارچ مياشت کي سوزانا چاپوتووا د هيواد ولسمشره وټاکله. هغه لومړۍ مېرمنه ده چي په دغه هيواد کي د ولسمشرۍ چوکۍ ته رسيږي. د ولسمشرۍ له پاره د لوړي پر وخت د هغې عمر ۴۵ کاله ؤ. په دې توګه نو هغه د سلواکیې د تاريخ تر ټولو کم عمر لرونکې د ولسمشرۍ په چوکۍ کښېنستونکې شخصيت هم ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Gluck آغلې آنګيلا ميرکل د ۲۰۰۵ کال راهيسي په آلمان کي لومړۍ وزيره ده. د لومړۍ دورې له پاره د لوړي کولو پر وخت د هغې عمر ۵۱ کاله ؤ. نوموړې لومړۍ مېرمنه ده چي په آلمان کي صدراعظمۍ ته ورسېده. د هغې روانه څلورمه د لومړي وزارت دوره ده چي د هغې وروستۍ دوره به وي. دا ځکه چي نوموړې وايي د پنځم ځل ټاکنو له پاره به ځان کانديده نه کړي. روانه دوره يې په ۲۰۲۱ کال پای ته رسيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/O.Hoslet ۶۹ کاله ساحلې ورک زوډې چي پخوانۍ سفيره ده، د ايتوپيا هيواد د پارلمان له لوري د دغه هيواد ولسمشره وټاکل سوه. په ايتوپيا کي ولسمشر زيات اختيارات نه لري بلکه دغه چوکۍ تر زياتي اندازې تشريفاتي وي. ورک زوډې لومړۍ مېرمنه ده چي په دغه هيواد کي دې چوکۍ ته رسيږي. هغې تر مخه په ملګرو ملتونو کي لوړي دندې لرلي دي.
انځور: Reuters/C. Allegri آغلې سائي انګ وين د ۲۰۱۶ کال په می مياشت کي د تايوان هيواد لومړۍ ولسمشره سوه. هغه غواړي چي په ۲۰۲۰ کال بيا په ټاکنو کي برخه واخلي. نوموړې د تايوان هيواد د دیموکراتيک پرمختګ ګوند مشره هم ده. هغې د چين په هکله سخته پاليسي خپله کړې ده.
انځور: Reuters/T. Siu د ناروې په هيواد کي هم يوه مېرمنه صدراعظمه ده. ايرنا سولبرګ د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر کي د دغه هيواد لومړۍ وزيره سوه. دغه مېرمنه وايي چي د بريتانيې د پخوانۍ لومړۍ وزيري مارګرېټ تيچر مينه واله ده. ايرنا سولبرګ ته د «وسپنيزي ايرنا» خطاب هم کيږي لکه څنګه چي تيچر ته د «وسپنيزي مېرمنې» خطاب کېده. سولبرګ د ناروې دويمه ښځينه صدراعظمه ده او د محافظه پال ګوند سره تړاو لري.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Wivestad Groett ۵۲ کلنه سارا گونگونگيلا اما ډېلا د نمیبيا هيواد څلورمه لومړۍ وزيره ده. هغه په ۲۰۱۵ کال کې پر دغه څوکۍ کيناسته. نوموړې په پيغلتوب ګاونډي هيواد سيراليون ته مهاجره سوې وه. هغې هېواد ته تر سنيدو د مخه په امريکا کي په اقتصاد کي خپلي لوړي زده کړې بشپړه کړې. نوموړې لومړۍ مېرمنه ده چي په خپل هيواد کي دغې چوکۍ ته رسيږي.
انځور: Imago/X. Afrika ۷۲ کلنه شيخ حسينه د اوږدې مودې راهيسي په بنګه دېش هيواد کي صدراعظمه ده. نوموړې د دغه هيواد د مؤسس شيخ مجيب الرحمن لور ده. د فوربز مجلې د ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري اړونده ګڼو کي هغې د نړۍ د سلو تر ټولو اغېزمنو ښځو په ليسټ کي قرار لرلی.
انځور: picture-alliance/dpa/Bildfunk ۵۱ کلنه کولينډا ګرابار کيټارووچ د کرويشيا هيواد ولسمشره ده. دغې چوکۍ ته تر رسېدو مخکي هغې زياتي حکومتي دندي لرلي دي او د خپل هيواد سفيره هم اوسېدلې ده. په ۲۰۱۵ کال هغې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې او د خپل هيواد په تاريخ کي تر ټولو کم عمر لرونکې ولسمشره سوه.
انځور: Reuters/D. Sagolj