نوموړي زیاته کړه چې هغه وخت اوس تېر شوی دی چې له خطر سره مخامخو افغانانو به په کابل کې ځان خوندي احساسوو او له هېواد څخه د وتلو اړتيا به یې نه ليدله. نوموړي د اخراج د پريکړو د نوي سره د ارزونې غوښتنه وکړه. له آلمان څخه افغانستان ته په اصطلاح په ډله ايز اخراج تل نيوکې کيږي.
بارتش ټينگار وکړ: «هغه څه چې په آلمان کې د وگړو له پاره يوه طبيعي خبره ده يعني دا چې دولت به یې له ورانکارو ډلو ساتي، هغه خونديتوب د افغانستان دولت خپلو وگړو ته نه شي ورکولی.»
نوموړي زياته کړه چې د پناه هره غوښتنه بايد په دقيق ډول و ارزول شي ځکه چې په خبره یې نه يوازې د افغانستان په هره سيمه کې د خطر کچه بل ډول ده بلکه دا چې يو انسان څومره له خطر سره مخامخ دی، هم فرق لري او دا د يوه تن په سن، جنسيت او د اوسيدو ځای پورې هم اړه لري.
بارتش وویل: «اوس وضعه بيخې بل ډول ده او دغه پخواني تصميمونه حقيقت ته په کتو سره سم نه دی.»
د هغه په خبره د پناه هر غوښتنليک بايد په دقيق ډول و ارزول شي، پرته له دې چې وړاندې کوونکی یې د کوم هېواد سره تړاو لري او دا خبره تر بل هر هېواد زياته د افغانستان له پاره مهمه ده.
د دانيل کرستيانزن اصلي نوم علي عدنان دی. له کوم وخت راهيسي چي دغه عراقی عيسويت ته اوښتی دی، غواړي ورته په نوي نوم خطاب وسي. هغه له يو کال څخه زيات وخت په کېرسهوفه ګارد کي اوسيږي. که د دنمارک د حکومت خوښه تطبيق سي نو هغه بايد ژر تر ژره عراق ته اخراج سي.
انځور: Reuters/A. Kelly
د مخنيوي او حوصله شکني سياست
دانيل کرستيانزن په ډېر تنګ ځای کي د سلونو نورو هغو مهاجرو سره يوځای په دغه کمپ کي اوسيږي چي له دنمارک څخه په اخراج مکلف سوي دي. د دې له پاره چي له سره نوي مهاجر دنمارک ته د مهاجرت اراده ونه کړي، نو د دنمارک حکومت د حوصله شکنۍ او مخنيوي له پاليسۍ څخه کار اخلي. د منځني ښې اړخي ګوندونو اقليتي حکومت اعلان کړی چي رد سوي مهاجر به د دنمارک يوې جزيرې ته ولېږدوي.
انځور: Reuters/A. Kelly
په کلي کي يو بل کلی
بهزاد مرادي په ايران کي د سلماني کار کاوه. اوس هغه په مهاجر کمپ کي د نورو مهاجرو ورېښتان جوړوي. دلته اوسېدونکي مهاجر په يو ډول دې ته مجبوره سوي چي ورڅخه يوه ټولنه او په دې توګه په کلي کي يو بل کلی جوړ سي. خو دا هغه څه دي چي د پارلمان اکثريت يې مخنيوی کول غواړي. د قانون يوه مسوده وړانديز کوي چي هغه ودانۍ چي پکښي څوک ژوند نه کوي و پانګه والو ته ورکول سي څو هغه له سره جوړي کړي.
انځور: Reuters/A. Kelly
د پښو اوږده لاره
ايرانی مهاجر هوشنګ هاشمي د مهاجر کمپ په تاريکو لارو کي روان دی. له دغه ځای څخه ښار ډېر ليري دی. حکومت د مهاجرو د حوصله شکنۍ او د مهاجرت د مخنيوي خپل سياست ته ادامه ورکوي. د آزاد محافظه پال ګوند اقليتي حکومت غواړي په دې توګه د ښې اړخي عوامپال «دنمارکي ګوند» ملاتړ د ځان سره وساتي. بېله دغه ملاتړه اقليتي حکومت ناشونی دی.
انځور: Reuters/A. Kelly
د ډوډۍ دولتي پلان
په کېرسهوفن ګارد کي د ژوند د ټولو چارو انتظام د دولت له خوا دی. د کمپ اوسېدونکي درې واري پخه ډوډۍ تر لاسه کوي او اجازه نه لري چي خپله يو شی پوخ کړي يا يې په لاس راوړي. بېله فرقه چي راتلونکي ټاکنې به څوک وګټي، د مهاجرو په وړاندي د دنمارک سخت سياست به ادامه ولري. سوسيال ديموکرات ګوند ويلي چي د بريا تر لاسه کولو په صورت کي به د مهاجرت په تړاو په سياست کي بدلون نه راولي.
انځور: Reuters/A. Kelly
راتلونکي ته هيله مندي
د ايران سره تړاو لرونکي کريم عزيزي د ټولو خبرو باوجوده خپل په ژوند کي خوشالي له لاسه نه ده ورکړې. دمګړی داسي نخښې سته چي د جون په پنځمه نېټه د ټاکنو وروسته به حد اقل د مهاجرت په تړاو سياست لا نور سخت نه سي. د اروپا په ټاکنو کي ښې اړخه عوامپال او مهاجر ضد ګوند «دنمارکي ګوند» په لوړه اندازه رايي له لاسه ورکړې. نظر پوښتني ښيي چي ښايي کيڼ ائتلاف حکومت په لاس راوړي.