1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د حوثي یاغیانو د اوربند وړاندیز هرکلی وکړ

۱۳۹۸ شهریور ۳۱, یکشنبه

ملګرو ملتونو سعودي عربستان ته د حوثي ياغيانو له خوا د اوربند له وړانديز څخه هرکلی وکړ. دغه سازمان وايي چې د حوثيانو دغه نوښت کیدای شي د يمن د پنځه کلنې جګړې د پای ته رسولو له پاره يو «مهم او قوي پيغام» وي.

Jemen Hafenstadt Hudaida ARCHIV
انځور: picture-alliance/dpa/H. Al-Ansi

په يمن کې حوثي ياغيانو چې ايران يې ملاتړ کوي، د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۱مه نیټه) وويل چې پر سعودي عربستان د خپلو بې پيلوټه الوتکو حملې دروي، خو په دې شرط چې سعودي عربستان هم پر دوی باندې بریدونه ونه کړي.

د يمن له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارتين ګريفيتس، د حوثيانو د اوربند له وړانديز څخه هرکلی کړی دی. هغه ټينګار وکړ چې په يمن کې د تاوتريخوالي د کمولو په موخه بايد له فرصتونو څخه ګټه پورته شي ترڅو په راتلونکې کې نور ضروري ګامونه واخیستل شي. ګريفيتس زياته کړه چې کيدای شي د حوثيانو دغه وړانديز د يمن د پنځه کلنې جګړې د پای ته رسولو له پاره لومړنی ګام وي.

پر مذاکراتو ټينګار

د حوثيانو له خوا سعودي عربستان ته د اوربند وړانديز يوه ورځ وروسته له هغې کيږي چې د سعودي عربستان په مشري پوځي ائتلاف د حوثيانو پر مهمو ځايونو درنې حملې وکړې.

د يمن د سياسي عالي شورا مشر مهدي مشاط، د تلويزيون له لارې د خبرو اترو غوښتونکی شو. هغه وويل: «د يمن په جګړه کې له ټولو ښکيلو خوا څخه غواړم چې په ډير جديت سره مذاکرات پیل کړي تر څو يوې هر اړخيزې ملي سولې او پخلايني ته ورسيږو.»

هغه هيله څرګنده کړه چې د حوثيانو دغه غوښتنه دې د سعودي عربستان له خوا ومنل شي.

د يمن له پاره د م م ځانګړي استازي مارتين ګريفيتسانځور: Getty Images/AFP/M. Huwais

د سعودي عربستان غبرګون

خو سعودي عربستان د حوثيانو د اوربند وړانديز ته غبرګون نه دی ښکاره کړی. د دغه هيواد په بهرنيو چارو کې مشاور وزير عادل الجبير، د سپتمبر په ۲۱مه وويل چې سعودي عربستان «د مقابل لور د اقداماتو پر اساس قضاوت کوي نه د هغوی د خبرو پر اساس.»

الجبير ټينګار وکړ چې بايد د سعودي عربستان د تيلو پر تاسيساتو د ترسره شوو حملو د څيړنو پايلو ته انتظار وښکل شي. سعودي عربستان وايي دي چې د دوي د تيلو د ملي شرکت پر تاسيساتو وروستۍ حملې چې حوثي ياغيانو يې مسئوليت منلی، ايران ترسره کړې دي. اوس د دغو حملو په اړه څيړنې روانې دي. ايران دغه تورونه ردوي.

په يمن کې له شاوخوا پنځو کلونو راهيسې کورنۍ جګړې روانې دي چې په کې په زرونو کسان مړه او بيځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې چې په دغو جګړو کې له ۱۰ زرو ډير کسان وژل شوي او درې ميليونه او ۳۰۰ زره کسان له خپلو کورنو بيځايه شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب