1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د لیبيا د دوو نورو بندونو د نړېدو خبرداری ورکړی

۱۴۰۲ شهریور ۲۷, دوشنبه

د دانیل په نوم ځواکمن طوفان تېره اوونۍ په لیبیا کې د اوبو دوه ډيمونو ونړول چې له کبله ېې د درنه ښار سخت وځپل او په زرونو کسان مړه شول. د ساختماني چارو کارپوهان د اوبو دوو نورو بندونو د نړېدو له احتمال څخه خبرداری ورکوي.

تېره اوونۍ په مدیترانه سمندرګي کې د دانيل په نوم د یو ځواکمن طوفان له کبله په لیبيا کې د اوبو دوه ډيمونه ونړېډل چې سيلاب کې ېې د رپوټونو پر اساس په زرونو کسان مړه شوي
تېره اوونۍ په مدیترانه سمندرګي کې د دانيل په نوم د یو ځواکمن طوفان له کبله په لیبيا کې د اوبو دوه ډيمونه ونړېډل چې سيلاب کې ېې د رپوټونو پر اساس په زرونو کسان مړه شويانځور: AFP/Getty Images

تېره اوونۍ په مدیترانه سمندرګي کې د دانيل په نوم د یو ځواکمن طوفان له کبله په لیبيا کې د اوبو دوه ډيمونه ونړېډل چې په نتیجه کې ېې د لیبيا د ساحلي ښار، درنه، مرکز سخت وځپل او د رپوټونو پر اساس په زرونو کسان مړه شول.

د ساختماني چارو کارپوهانو له کلونو راهیسې د ډيمونو د ضعیف کیفیت له کبله د هغو د نړېدو خبرداری ورکوي.

اوس د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږی کونکی دفتر (اوچا) د ليبیا د دوو نورو ډيمونو د نړېدو په هکله اندېښنه ښودلې او وايي چې دغه بندونه تېره اوونۍ د دوو ډېمونو تر نړېډلو وروسته د اوبو له لوی فشار سره مخ شوي دي.

د لیبیا لوی څارنوال ويلي دي چې په نړېدلو بندونو کې د۱۹۹۰م کال یوې څېړنه کې درزونه او سوري کشف شوي ولانځور: Jamal Alkomaty/AP Photo/picture alliance

اوچا وايي چې د دغو ډيمونو د ثبات په هکله رپوتونه «متناقض» دي. په عین حال کې چارواکي بیا ډاډ ورکوي او وايي چې د جاز او قطاره په نوم د اوبو دغه دوه بندونه په ښه وضعیت کې دي او چلیږي. جاز ډيم د تېرې اوونۍ په سیلاب کې د تخریب شوي ښار درنه او ورته څېرمه ښار بنغازي ترمنځ پروت دی او قطاره ډيم هم بنغازي ته نژدې دی.

اوچا وايي چې چارواکو ورته ويلي چې د جاز ډيم ته واټرپمپونو لګول شوي تر څو ېې ورڅخه اوبه راوښکلي او فشار ېې راکم کړی وي.

د ساختماني چارو کارپوهانو له کلونو راهیسې خبرداری ورکاوه چې نړېدلي ډيمونه د سيلابونو پر وړاندې، په ځانګړې توګه په عاجلو حالاتو کې د حفاظتي امکاناتو د نشتون له کبله له خطر سره مخ دي.

د سیول انجنیرۍ پروفیسور، عبدالوارث عاشور په یوه څېړنه کې چې تېرکال خپره شوه ليکلي وو چې «د سيلاب پېښې به د [درنه] ښار او کلي د اوسیدونکو له پاره ويجاړونکي عواقب ولري.» په تېرو کلونو کې نورو کارپوهانو هم د عاشور له دغو څرګندونو څخه هرکلی کړی دی.

د عبدالمنصور او درنه ډيمونه په ۱۹۷۰ کې د یو یوګوسلاويايي ساختماني شرکت له خوا جوړ شوي ول. دواړه ډيمونه د ساحلي ښار ډرنه له پاسه واقع ول چې له سيلاب څخه ېې د کابو ۹۰زره خلکو حفاظت کاوه. په ۱۹۸۶ کال کې کله چې يو ځواکمن طوفان سيمه وځپله، هم دغو دوو ډيمونو لوی صدمات ليدلي ول.

که څه هم د تلفاتو دقیق آمار موجود نه دی، خو رپوټونه وايي چې د لیبیا د تېرې اوونۍ په سيلابونو کې په زرونو کسان مړه شويانځور: Hamza Al Ahmar/AA/picture alliance

د لیبیا لوی څارنوال صدیق الصور د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې د ۱۹۹۰م کال ېوې څېړنه کې موندل شوه وه چې د اوبو د بندونو په ساختمان کې دزرونه او سوري موجود دي. د کارپوهانو د پر له پسې اصرار سربېره، دغې ستونزې ته چندان پاملرنه ونه شوه او له هغه راووسته دا دی یوه لسيزه کېږي چې لیبیا د دوو رقیبو حکومتونو ترمنځ وويشل شوې ده.

الصور د ډيمونو د نړېدو د علتونو د موندنو او دا چې د هغو له پاره محافظتي بودجه چېرته مصرف شوې، د تحقیقاتو د پيل خبر ورکړ. هغه چې یو خبري کنفرانس کې غږېده وویل: «هر چا په دې برخه کې ناغيړي کړې او یا د تېروتنې مرتکب شوی، څارنوالان به ېې طبعاً پر وړاندې جدی اقدامات کوي، په وړاندې به ېې جرمي دوسیه خلاصيږي او محکمې ته به معرفي کيږي.»

که څه هم د تلفاتو دقیق آمار موجود نه دی، خو رپوټونه وايي چې د لیبیا د تېرې اوونۍ په سيلابونو کې په زرونو کسان مړه شوي.

رويټرز خبري آژانس وايي چې چارواکو تر اوسه پورې د تلفاتو په هکله مختلف ارقام وړاندې کړي دي. دغه آژانس دوشنبه د سپتمبر ۱۸مه د درنه د ښاروال له قوله خبر ورکړ چې ۲۰زره کسان لادرکه دي. د روغتیا نړيوال سازمان بیا د ۳۹۲۲ کسانو مړېنه تائيد کړې ده.

mks/bs/rmt/rc(AP, dpa, Reuters)

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب