1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د مصنوعي ځیرکتیا لومړی پریکړه لیک تصویب کړ

۱۴۰۳ فروردین ۳, جمعه

د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پریکړه لیک په دې برخه کې «لومړنی مهم ګام» ګڼل کیږي.دغه تصویب شوی پریکړه لیک چې متحده ایالاتو وړاندې کړی و د چین په ګډون د ۱۲۳ نورو هیوادونو له خوا یې هم ملاتړ شوی.

Schweiz Davos | AI und Weltwirtschaftsforum
دغه پرېکړه ليک چې د امريکا له خوا وړاندې شوى او د چين په ګډون  ١٢٢ هېوادونو له خوا یې ملاتړ شوى، الزامي بڼه نه لري.انځور: DW

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پنجشنبې په ورځ دمصنوعي ځیرکتیا په اړه لومړی نړیوال پریکړه لیک د رایو به اکثریت تصویب کړ. دغه پریکړه لیک له غړو هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا د »خونديتوب، بې خطره او د باور وړ ګڼل کيدو« په اړه ځان ډاډمن کړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ وویل: « نن د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ټولو ۱۹۳ غړو په ګډه او په يوه غږ وټاکله چې په مصنوعي ځیرکیتا حاکم شي نه چې مصنوعي ځیرکیتا پر دوی حاکمه وي.»

هغې وویل: «دا یوازې لومړی ګام دی. زه مبالغه نه کوم، خو دا یو مهم لومړی ګام دی.»خو سره له دې هم جيو پولييتکي مخالفتونو ته په کتو سره دغه پریکړه لیک ته په داسې یووالي رایه ورکول، نادر ګڼل کیږي.

د مصنوعي ځیرکیتا «قانوني کولو» لپاره نړیواله سیالي

دغه پریکړه لیک داسې مهال لاسلیک کیږي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې حکومتونه د مصنوعي ځیرکیتا پرمختګونو ته د شکل ورکولو او قانون جوړولو لپاره په پلانونو کار کوي، ځکه ویره شته چې مصنوعي ځیرکیتا ښایي درغلۍ ته وده ورکړي، کاري ځایونو د له منځه وړلو باعث شي او حتی دا چې دیموکراتیکې پروسې اخلال يا ګډې وډې کړي.

پریکړه لیک وايي: «د مصنوعي ځیرکیتا سیستمونو ډیزاین، پراختیا، ناسم کارول یې داسې زیانونه هم له ځان سره لري چې کولی شي د بشري حقونو او اساسي آزادیو ساتنه او خوندیتوب زیانمن کړي.»

د ۲۰۲۳کال په نوامبر کې، متحده ایالاتو، بريتانيا او له لسو څخه زیاتو نورو هیوادونو یو غير الزامي نړیوال تړون لاسلیک کړ چې د مصنوعي ځیرکیتا د ډیزاین مرحلې په جریان کې د ناوړه ګټه اخیستونکو، د ناوړه ګټه اخیستنې څخه ساتنه وکړي. دا تړون تر ډیره بریده له سایبري امنیت سره تړاو لري.

اروپایي ټولنې د مارچ پر ۱۳مه نیټه د مصنوعي ځیرکیتا لپاره د هر اړخیزو مقرراتو لومړۍ ټولګه تصویب کړه، هغه ټولګه چې د مې یا جون په میاشت کې به پلي شي. په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو او چین په څیر هیوادونه اوس مهال پدې برخه کې لارښودونه چمتو کوي.

نورو هیوادونو لکه هند او جاپان هم ډیرې هڅې کړې او د مصنوعي ځیرکیتا لارښوونې یې خپرې کړې دي.

خو د دې اقداماتو څخه لږ څه یې  قانوني ځواک لري.

پوهه: مصنوعي ځېرکتيا د مسلکي کارګرو له خلا سره مبارزه کوي

25:00

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب