1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پرانيستل وغوښتل

۱۴۰۰ شهریور ۲۸, یکشنبه

د م. م. د ښوونې او کلتور ټولنې يونسکو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو بيا پرانيستل غوښتي دي. که نه، دا حالت به د ولس نيمې برخې ته »نه جبران کېدونکي پايلې« ولري.

Afghanistan Studenten der Universität in Kabul
انځور: Getty Images

يونسکو داسې مهال دغه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې يوازې د هلکانو ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي. دغه سازمان ويلي چې که د نجونو ښوونځي بند پاتې شي، نو دا به په افغانستان کې د ښځينه و »د زدکړې د اساسي حق څخه سرغړونه« وي. د يونسکو سرمنشۍ اودري آزولی ويلي چې د افغانستان راتلونکی هم د نجونو او د هلکانو په زدکړو پورې اړه لري. د نارينه ښوونکو تر څنګ بايد ښځينه ښوونکې هم بېرته ښوونځيو ته ستنې شي. اسلام پالو طالبانو د جمعې په ورځ په يوه خپاره شوي بيان کې د ښوونځيو او ليسو صرف »نارينه ښوونکو او زدکوونکو« څخه غوښتي وو چې بېرته درسونو ته ستانه شي. خو د ښځينه ښوونکو او نجونو يادونه په کې نه وه شوې. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کالونو تر منځ ښځې له عام ژوند څخه تر ډېره ايستل شوې وې. له کوره به يوازې د يوه نارينه خپلوان له بدرګې سره وتلی شوای. اوس هم پر ښځو باندې غږ شوی دی چې د امنيتي وجوهاتو له مخې دې په کورو کې پاتې شي تر څو چې په ادارو کې د ښځو او نارينه و تر منځ بېلتون عملي شوی نه وي.