1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراین کې د جنسي تیري په اړه د تحقیقاتو غوښتنه شوې

۱۴۰۱ فروردین ۲۳, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو د اوکراین په جګړه کې د جنسي تاوتریخوالي د تورونو په اړه د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشرې سیما بحوث په اوکراین کې د جګړې پر سمدستي پای ټینګار کړی دی.

Ukraine | Zerstörung in Borodjanka
انځور: Efrem Lukatsky/AP/picture alliance

د ښځو له پاره د ملګرو ملتونو مشرې سیما بحوث د دوشنبې په ورځ وویل: «موږ تل د جنسي تیري او جنسي تاوتریخوالي په اړه اورو. دا تورونه باید په خپلواکه توګه وڅیړل شي ترڅو عدالت او حساب ورکول یقیني شي.»

سیما بحوث چې په دې وروستیو کې له اوکراین څخه لیدنه وکړه. نوموړې د اجباري ډله ایز اخراج د "عسکرو او ملېشو قوي شتون" او "د اوکراین د ملکي وګړو په وړاندې وحشت" ته اشاره وکړه، او ويې ويل چې دا ټول د خطر زنګ وهي. سیما بحوث زیاته کړه دا جګړه باید همدا اوس پای ته ورسیږي.

د لیتوانیا لومړۍ وزیرې انګریدا سیمونیت، د کیف په څنډه کې د بورودیانکا سيمي له لیدو  وروسته د تاوتریخوالي د کچې په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه، او ويې ويل: «داسې الفاظ نه شته چې هغه څه تشریح کړي چې ما هلته ولیدل او احساس کړل.»

هغې زیاته کړه: «د جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو د شواهدو یوازې یوه کوچنۍ برخه لیدل شوې چې روسیې په اوکراین کې ترسره کړي دي.»

د لیتوانیا لومړۍ وزیرې زیاته کړه چې »د ویجاړو شویو ښارونو انځورونه او د ژوندي پاتېدو راپورونه د روسیې اصلي څېره ښیي او اوس لیتوانیا پر دې فکر کوي چې اوکراین ته د قضایي پلټونکو یوه ډله ولیږي».

له روسیې سره د اړیکو پر سر د هند او امریکا تر منځ ليرې والی

بورودیانکا د اوکراین د پلازمېنې کيف په څنډو کې، لکه د څو نورو سیمو په څیر څو اونۍ د روسیې پوځ تر کنټرول لاندې وه. ویجاړي او تاوتریخوالی هغه وخت لا ډیر څرګند شو چې روسي ځواکونه د اپریل مياشتي پر لومړۍ نېټه له دې سیمې ووتل.

اوکرایني چارواکو د سلګونو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبره کړې او روسیه یې په جدي جنګي جرمونو تورنه کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب