1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ليبيا کې له ۳۰۰ ډير مهاجر ژغورل شوي دي

۱۳۹۷ شهریور ۱۱, یکشنبه

ملګرو ملتونو د ليبيا پلازمينه طرابلس کې له ۳۰۰ څخه ډير مهاجر چې په يوه کمپ کې ساتل کيدل، ژغورلي دي. امريکا، ايتاليا، فرانسه او بريتانيا په طرابلس کې د تاوتريخوالو د پای ته رسولو غوښتونکي شوي دي.

Libyen Hunderte Flüchtlinge in Internierungslager ohne Versorgung
انځور: Reuters/H. Amara

له ۳۰۰ څخه ډیر پناه غوښتونکي چې د طرابلس په يوه کمپ کې ساتل کيدل، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اګست ۳۰مه) د ملګرو ملتونو په مرسته وژغورل شول. په دې اړه تازه خپاره شوي رپوټونه وايي چې د کمپ ساتونکي تښتيدلي او په کې ميشت مهاجر د اوبو او ډوډۍ پرته پريښودل شوي ول.

دغه مهاجر په داسې حال کې ژغورل شوي چې وسلوالو ډلو د دوشنبې (د ۲۰۱۸م کال د اګست له ۲۷مې) ورځې راهيسې د ليبيا پر پلازمينه طرابلس ښار باندې د توغنديو توغول پیل کړي دي. د شنبې په ورځ يو توغندی د بهرنيانو پر مشهور هوټل «الوادن» ولګيد چې درې کسان يې ټپيان کړل.

د ليبيا د روغتيا وزارت لخوا د وژل شويو کسانو شمير ۳۹ تنه ښودل شوی چې ډيري يې ملکيان دي.

د دغو ناامنيو له کبله د طرابلس يوازينی هوايي ډګر هم تړل شوی دی.

ليبيا د افريقايي هيوادونو د مهاجرو له پاره چې غواړي د مديترانې سمندرګي له لارې اروپايي اتحاديې ته دننه شي، يو مهم ترانزيتي هيواد دی. له همدې کبله اروپايي هيوادونه دې ته ليواله دي چې په ليبيا کې ثبات حاکم شي. ليبيا ته رسيدلي افريقايي مهاجر د ايتاليا پر لور خپل سفرونه د ليبيا له ساحلونو څخه پيلوي. دواړه هيوادونه سره شاوخوا ۳۰۰ کيلومتره واټن لري.

د طرابلس ناامنيو د افريقايي مهاجرو ژوند هم له خطر سره مخ کړی دیانځور: picture-alliance/dpa

تر دې مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي دي چې په ليبيا کې د وسلوالو ډلو په کمپونو کې مهاجر د پيسو د ترلاسه کولو په موخه په خورا بد وضعيت کې ساتل او شکنجه کيږي. ویل شوي چې وروستيو ناامنيو، په طرابلس کې د ميشتو زرونو افريقايي مهاجرو ژوند هم له خطر سره مخ کړی دی.

د امريکا متحده ايالاتو، فرانسې، ايتاليا او بريتانيا له وسلوالو ډلو څخه غوښتي تر څو په طرابلس کې خپلو جنګي اقداماتو ته خاتمه ورکړي. دغو هيوادونو خبرداری ورکړی دی چې وسلوالې ډلې بايد د خپلو کړنو مسئولې وپيژندل شي.

د ليبيا موقت حکومت چې د نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت پيژندل شوی دی، په پلازمينه طرابلس کې لږ نفوذ لري. ليبيا د ۲۰۱۱م کال له مني راهيسي کله چې د قذافي حکومت ړنګ شو، له تاوتريخوالو او کورنيو جګړو سره مخ دی.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل