ملګرو ملتونو په مذاکراتو کې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی
۱۳۹۹ شهریور ۱۴, جمعه![Symbolbild UNAMA Logo](https://static.dw.com/image/16052293_800.webp)
لیونز چې په اصل کې له کانادا څخه ده، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل: «بشري او د ښځو حقونه هیڅ کله هم د مذاکرې وړ نه دي.»
هغې روښانه کړې ده چې د افغانستان د سولې مذاکرات په مخ کې سخته لاره لري. هغې زیاته کړه: «د ښځو د حقونو موضوع به د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې په وروستیو وختونو کې د ترسره شویو نورو هرو مذاکراتو په پرتله ډیره مرکزي موضوع وي.»
افغان حکومت او طالبان ښايي په راتلونکو ورځو کې د لومړي ځل له پاره یو له بل سره مخامخ رسمي خبرې اترې وکړي. دغه خبرې د روان کال په فبروري میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون تر لاسلیکیدو او د افغان حکومت له خوا د طالبانو تر ۵۰۰۰ ډیرو بندیانو د آزادولو وروسته ممکنې شوې دي.
په داسې حال کې چې افغان حکومت په خپل مذاکراتي ټیم کې پنځو ښځو ته ځای ورکړی دی، د طالبانو په مرکچیانو کې کومه ښځه حضور نه لري. د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په دې اړه وویل: «موږ لا تر اوسه پورې خبر نه یو چې د طالبانو له اړخه دې د ښځو استازیتوب وشي. خو هیله لرو چې دا کار په ریښتنې توګه ترسره شي او هغوی [طالبان] هم داسې لار وموندي چې په رښتیا ښځې په مذاکراتو کې ښکیلې شي.»
له بلې خوا بیا په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرې کیلي کرافت، ګواښ وکړ چې که په افغانستان کې اوسنی او یا هم کوم راتلونکی حکومت د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي نو نړیوالې مرستې به ورسره و نه شي.