ملګرو ملتونو په منځني ختیځ کې د «ناورین» خبرداری ورکړی
۱۴۰۳ مهر ۱, یکشنبهد لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې همغږي کوونکي، جینین هانس پلاسچارت د اسراییل او حزب الله ترمنځ سختې جګړې ته په اشارې سره وویل: «هر څومره پر دې ټينگار وشي کم دی، چې پوځي لاره د يو اړخ لپاره لا هم د امن کېدو لاره نه ده.»
د ملګرو ملتونو د څارنې ماموریت «یونیفیل» له ۱۹۷۸ کال راهیسې د اسراییل اولبنان پر پوله څار کوي.تیره میاشت، د لبنان په سویل کې د یونیفیل درې سرتیري چې موټر ته نیږدې یې چاودنه شوې وه برسیرن ټپیان شوي و.
د مرګ او ژوند په منځ کي د غزې د فلسطینیانو انځوریز راپور
غزه د بشري ناورین په درشل کي ده. د اکتوبرمیاشتي پر اوومه نېټه د حماس د ترهګریزو بریدونو په ځواب کي د اسرائيل د ځوابي بریدونه دوام لري، په غزه کي د وژل سویو او ټپیانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.
د اسرائيل درانه ځوابي بریدونه
پر اسرائيل د حماس د ناڅاپي تروریستي بریدونو په دوام، دغه هیواد هم پر غزه هوايي بریدونه وکړل چې د حماس ډلي په کنترول کي ده. اروپايي ټولنه، امریکا متحده ايالات او ځيني نور هیوادونه حماس تروريستي ډله ګڼي. د اکتوبر پر نهمه دوشنبه د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل: «کوم څه، چي به موږ په راتلونکو ورځو کي له خپلو دوښمنانو سره کوو د دوی د راتلونکو نسلونو له پاره به لکه زنګ داسي وي.»
په غزه کي پراخي ویجاړۍ
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر(OCHA) په وینا نژدې ۸۰۰ تعمیرونه یومخ ویجاړي سوي دي او په سونو نور د اسرائيل په هوايي بریدونو کي تاواني سوي دي. راپورونه وايي، چي په سونو زره کسان اوبه نه لري.
د پاته سویو کسانو په لټه کي
د اسرائيل په هوايي بریدونو کي د غزې تراډي په شمال کي د جبالیه کډوالو پنډغالي له منځه تللي او ژغورونکي کوښښ کوي، چي پاته سوي ژوندي کسان وژغوري. هغه شمیرې چي د پنجشنبې په ورځ خپرې سوي دي، د دواړو لوریو قربانیان تر۲۵۰۰ زیات دي. لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسرائيليان او ۱۳۰۰ فلسطینیان وژل سوي دي په زرهاوو کسان ټپیان دي.
د ښځو فرياد
مړي په یوه موټر کي وړل کیږي او یوه فلسطینۍ ښځه بوغاري وهي . په غزه کي د روغتیا مسؤلان وايي تر ۱۴۰ ډېر کوچنیان او ۱۰۰ ښځي وژل سوي دي.
غزه کلابنده سوې ده
فلسطینیان په یوه زاړه مني بس موټر کي د اسرائيل له انتقامي هوايي بریدونو څخه تښتي. د ملګرو ملتونو د یو راپور پربنسټ په غزه کي ۱۸۷ زره کسان بې ځایه سوي دي. ۱۳۷ زره کسانو د ملګرو ملتونو په ښوونځیو کي او ۴۰ زره په شخصي کورونو کي پنا اخیستې ده. امکان نه لري، چي د غزې تراډه دي یومخ پرېږدي. اسرائيل دغه سیمه محاصره کړې او د مصر لار يې هم تړلي دي.
اسرایلي ځواکونه د غزي تراډي پوله خپله مهاروي
د اسرائيل ځواکونه د غزې تراډي پر پوله ګزمه کوي. د حماس ډلي وسله والو د اکټوبر مياشتي پر اوومه پر پوله د اسرائيل درول سوی کټارې ماتي او دغه هیواد ته له ور اوښتلو سره یې عملیات شروع کړل، چي ډېری قربانیان يې ولسي وګړي ول. اسرائيل په ۱۹۹۴م کال کي د غزې پر پوله اغزن تار وغځاوه. په غزه کي د مصر سره پر پوله هم اغزن سیم درول سوی دی.
د غزې پر پوله اسرائيلي ځواکونه
اسرائيل ۳۰۰ زره ریزرف ځواکونه چمتو کړي دي. د غزې اوسیدونکي ویره لري چي اسرائيل به مځکني عملیات شروع کړي. د غزې پولي ته د اسرائيل زغروال موټر او پوځي تجهیزات لېږل سوي او پولي ته څېرمه د اسرائيل ښارګوټي یومخ تش سوي دي.
په غزه کي انساني ناورین ته انتظار
جان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا (NRC) عمومي منشي له CNN سره په مرکه کي خبرداری ورکړ، چي په غزه کي یو انساني ناورین سترګي په لار دی. «د بېلګي په ډول که چیري په روغتونونو کي د برېښنا د نشتوالي او لوږي له لاسه کوچنیان ومري، دا به جنګي جنایتونه وشمېرل سی.»
یحیی سنوار، په غزه کي د حماس د سیاسي دفتر مشر
یحیی له ۲۰۱۷م کال راهیسي په غزه کي د حماس تروریستي ډلي مشر دی. هغه پر اسرائيل د برید له طراحانو څخه ګڼل کیږي. سنوار، چي د کډوالو په پنډغالي کي لوی سوی دی، ویلي دي: «موږ دا غوره ګڼو، چي شهیدان سوو، د دې پرځای، چي تر ظلم او سپکتیا لاندي ومروو.»
د لوړي کچي فشار
د حماس ویاند خبري اژانسونو ته ویلي دي چي هر واري چي اسرائيل بیله خبرتیا پر غزه بمبار وکړي یو نیول سوی اسرائيلی به وژل کیږي. په داسي حال کي چی د اسرائيل د باندنیو چارو وزیر الی کوهن ګواښ وکړ چي دا ډول کړنی به هیڅ ونه بخښل سي. حماس پر اسرائيل باندی د برید پرمهال په لسهاوو اسرائيليان له ځان سره ژوندي بیولي دي.
په دغه ماموریت کې اوس مهال شاوخوا لس زره سرتیري او ۸۰۰ ملکي وګړي شامل دي. له هغه وخت راهیسې چې یونیفیل رامنځته شوی چې نیږدې ۵۰ کاله کیږي د ملګرو ملتونو شاوخوا ۳۰۰ سوه سوله ساتونکي ځواکونه وژل شوي.
په بيروت کي چاودنې ـ انځوريز البوم
د۲۰۲۰م کال د اګست پر ۴مه نېټه د لبنان په پلازمېنه بيروت کي ۲ چاودونو سل انسانان ووژل او په زرونو نور يې ژوبل کړل. روغتونونه ډېر ژر په ژوبل سوو ډک سول او نور ځای پکښي نه ؤ. نور احوال په انځورونو کي:
په بيروت کي وارخطايي
دوو لويو چاودونو د لبنان مرکز بيروت ولړزاوه. د چاودونو له کبله وارخطايي رامنځ ته سوه او انسانانو د ځان د حفاظت په تلاښ په کوڅو کي په چټکي حرکت کاوه. د بيروت والي يو ځايي تلويزيون ته وويل:«ما په خپل ژوند داسي لويه فاجعه نه وه ليدلې.»
چاودنې د ښار پر څنډه رامنځ ته سوې
چاودنې د بيروت په بندري سيمه کي رامنځ ته سوې خو په ټول ښار کي يې لړزه محسوسه سوه. حتی څو کلومتره ليري د ښار په بل کونج کي دغو چاودونو د کورونو ښيښې ماتي کړي دي.
په لسونو قربانيان او په زرونو زخميان
د لبنان د روغتيا وزارت د معلوماتو پر اساس په دغو چاودنو کي لږ تر لږه ۱۰۰ انسانان وژل سوي او تر ۴۰۰۰ زيات نور ژوبل سوي دي.
د کيمياوي موادو امونيوم نايټرېټ «د نه منلو وړ» زيرمه
لومړي وزير حسان دياب ويلي دي چي د دويمي او ستري چاودنې لامل د لومړۍ چادونې ځای ته څېرمه په بندر کي هغه زېرمه تون وو، چي ۲۷۵۰ ميترک ټنه امونيم نايټرېټ پکښې زيرمه سوي ول. د لومړي وزير په وينا:«دا د منلو وړ خبره نه ده چي بېله دې چي اړين ساتونکي تدابير ورته نيول سي په دغه زيرمه تون کي له شپږو کالو راهيسي ۲۷۵۰ ټنه امونيم نايټرېټ ساتل کېدل.»
د ژوندي پاته سوو د ژغورنې هڅې
د سره صليب تر ۳۰ زياتي ژغورونکي ډلې او يو شمېر ځايي مرستندويانو تر چاودنو وروسته سمدلاسه سيمي ته ځان ورساوه. روغتونونو ډېر ژر وويل چي د ژوبل سوو کسانو شمېر يې تر امکاناتو ډېر زيات دی او نور ځای نه لري. روغتونونو له خلکو د ويني د ورکړي غوښتنه وکړه او د برېښنا له پاره يې جنراتورونه فعال کړل.
د قبرس په شان ليري سيمه کي هم لړزه احساس سوه
د آلمان د زلزلې د ادارې د شمېرو له مخي د دغو چاودنو قوت د درې اعشاريه پنځه شدت لرونکي زلزلې سره برابر وو. د راپورونو له مخي له بيروت څخه ۱۸۰ کلومتره ليري د قبرس اوسېدونکو هم د دغو چاودنو ږغ او هم يې لړزه احساس کړه.
د کورنۍ د غړو سرګردانه تلاښ
د آلمان ږغ خبرياله باسل اريدي وايي چي په سيمه کي خلکو هڅه کوله چي د سوشل ميديا له لاري د کورنۍ د لادرکه کسانو تلاښ وکړي. اريدي تر چاودنو وروسته له يو روغتون څخه هم ليدنه وکړه او وايي: «هغه حالات چي ما په روغتون کي وليد، سخت دراماتيک وو. ټولو روغتونونو ويلي چي تر اندازې زيات ډک دي او ځای نه لري.»
دوې اونۍ بېړنی حالت
لبناني چارواکي اندېښنه لري چی تر نړېدلو ودانيو لاندي به نور قربانيان هم پاته وي. ولسمشر مايکل عون د چهارشنبې په ورځ د کابينې سره تر ملاقات وروسته په ټول هيواد کي د ۲ اونيو له پاره بېړنی حالت اعلان کړ.
لبنان د غبرګو تکانونو شاهد دی
په لبنان کي دغه دوې سترې چاودنې په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چې دغه هيواد ترمخه لا له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګريوان دی. د دغه بحران له کبله له مياشتو راهيسي احتجاجونه ادامه لري. لومړي وزير د چهارشنبې په ورځ اعلان ملي ماتم اعلان کړ.