ملګرو، م: د عامو خلکوپه وژلو باندي سخته اندېښنه ښوولې ده.
۱۳۸۶ آبان ۳۰, چهارشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو دبشري حقونو کميساري Louis Arbour نن په کابل کي ويلي دي، چي په افغانستان کي د نړيوالو سوله ساتونکو او نورو بهرنيو ځواکونو په عملياتو کي تيرکال بيخي ډير عام خلک وژل سوي دي، چي دا عمل نه يوازي د نړيوالو اصولو او منل سوي منشورونو څخه خلاف يو عمل دی، بلکي د افغانستان خلک هم کله چي ويني چي بهرني ځواکونه بېګناه افغانان وژني نو هغوي د افغانستان د حکومت او بهرنيو ځواکونو څخه مخ اړيي.
مېرمن لويسااربور پر طالبانو باندي هم سختي نيوکي کړي او ويلي، چي دوی هم په حملو کي پر ملکي خلکود بريدونو صرفه نه کوي، چي داکار د نړيوالو منل سوو بنيادي حقوقو څخه تيری بلل کيږي.